توره او قلم نظم

نبيله غزل - پېښور

زمونږ عزت زمونږ شمله په زمكه پرېوتله

زمونږ نشان زمونږ جنډه په زمكه پرېوتله

زمونږ د هر پښتون سينه شوه په بمونو غلبېل

زمونږه هره پښتنه په زمكه پرېوتله

 

زمونږ په وينو خو ماتم دلته هېڅوك نه كوي

زمونږ د مړو هډو غم دلته هيڅوك نه كوي

مونږه ښه وينو چې دى واك د وسلوال زورور

او قضاوت خو په قلم دلته هيڅوك نه كوي

 

قلم خو پاك دى څه حرام ډالر ګټل خو نه دي

په ښكاره ووايئ چې مونږه نه غيرت تلى دى

مونږ په پښتانه يو په پښتو باندې خبرې كوو

خو مو له زړه نه د پښتو هغه صفت تلى دى

 

مونږ د كرزي او د دوستم واكمني بيا هم منو

زمونږ شخصي ګټه چې وي پكې نو غلا هم منو

زمونږ د كور كمپيوټر ډك كړه له هندي سندرو

نو د پښتو او پښتنو سره جفا هم منو

 

بلوچ دې خپله ازادي په خپله توره اخلي

مونږ پښتانه لا هم لګيايو جنګ په سوله ګټو

د پښتون ځوان سره قلم او توره دواړه ښه دي

مونږ به په دواړو باندې دغه نړۍ ټوله ګټو

 

د خوشال خان غوندې چې توره قلم دواړه نه شي

په دې نړۍ كې به حاكم وي اټوم بم په مونږه

دنيا دې تورې جوړوي، دنيا دې ويښه وي خو

خو راباريږي دې دا تش په نوم قلم په مونږه

 

دا نظم مې د هغه نظم چې ننګرهار ته مې ليكلى و د عكس العملونو په تاثير ليكلى دى چې

nabila.ghazal@gmail.com

nabila.ghazal@yahoo.com

www.bloguna.com/ghazal