غزل

مجيد الله قرار

پیغمبري امسا د طور په ځمکه و غورځوي
چې د یار مخته خپل غرور په ځمکه وغورځوي

یار چې رقیب ته څه خبره وکړي، ډېر افسوس
لکه دانه چې د انګور په ځمکه وغورځوي

دغه جنډه په دغو لاسو کې درنه را برېښي
دغه جنډه به دوی ضرور په ځمکه وغورځوي

شعور لري پښتون هوښیار دی، ښه هوښیار دی پښتون
خو ضد ته واوړي او شعور په ځمکه وغورځوي

هلته یې لوړه کړي شاعر د عرش تر څوکو پښتو
دلته دفتر کې یې مامور په ځمکه وغورځوي

عجیبه نه ده، که بادار په غلام وبلوسېږي
یا که خبره د مزدور په ځمکه وغورځوي

د زور لاسونه وي اوږده " قراره"  نه ګورې چې
لمر په اسمان کې وي، او نور په ځمکه وغورځوي