درې پوښتنې درې ځوابه

 

- په بازار كې د زړه د درد درمل پيدا كيږي؟

نه، نۀ پيداكيږي، خو نوى زړه پيدا كيږي

 

- آيا رښتيا دېوالونه غوږونه لري ؟

نه، نه يې لري! خو د ګاونډيانو غوږونه د دېوالونو سره لګېدلي وي

 

- د ښځې اصلي څېره كله مالوميږي؟

د مېكپ د لرې كېدو نه پس

 

د مجلس آداب

 

ښځې خپل خاوند ته وويل: ستا د ملګري مېرمن د مجلس په ادابو نه پوهيږي، پرون مې چې څومره خبرې ورسره كولې، دې ايله سا ايسته او ننويسته .

خاوند يې وويل : كېداى شي هغې به څه ويل غوښتل.

 

صيغه

استاد: زه ښايسته يم كومه صيغه ده؟

شاګرد: ماضي ؟

استاد: ولې ؟

شاګرد: ځكه چې ستا د ښايست وخت تېر شوى دى.

 

ثواب

 

يو مولانا په جومات كې وويل: كه يوڅوك د شفقت له مخې د يو يتيم په سرلاس تېر كړي، دومره ثواب به يې وشي لكه څومره چې ددې يتيم په سر ويښته دي.

يو سړى پاڅېد او ويې ويل: مولانا صيب كه يتيم ګنجۍ وي ؟