غزل
ناشکره نه يم ؛خو احســـان، پر اوږو نه شمه وړی
خاونده ! مړ ښه يم چې ځان، پر اوږو نه شمه وړی
زه ورتـــه نـــــه وايم چې زه درســـره مـــينه کوم
زه جنازه د خــــپل ارمان ، پر اوږو نه شمه وړی
اخر انســــان يـــــمه، ماتېــږمه څـه غر خو نه يم
دومره غـــــمونه د جهان ، پر اوږو نه شمه وړی
زه د قــــــاتل د مــــړي کــټ ته هم اوږه ورکوم
زه تومــــتونه د وجـــدان ، پر اوږو نه شمه وړی
جـــــلاله ! نـــــــه , د محبت سـپکه کولی نه شم
د زړګي درد مې ، د درمان ، پر اوږو نه شمه وړی
جلال امرخېل -- بلجيم