ټپيزې

 

زه خو په دې كافره نه يم

زه څه په ډار او يره نه يم

زه خو د چا نوكره نه يم

ياري كوم منكره نه يم

كه شينكى خال مې د چړو په څوكو ځينه

 

بس دا له تا سره جوړيږي

ښكلا له تا سره جوړيږي

ادا له تا سره جوړيږي

خندا له تا سره جوړيږي

چې اننګي دې درې څلور  ترازې شينه

 

هيلې مې بيا زرې، زرې دي

زما په برخه څه نخرې دي

وايه چې څه خاورې ايرې دي

نصيبه بيا دې سترګې سرې دي

چې دې په بند موټي كې څه نيولي دينه

 

زما دې اوښكې، اوښكې مل كړې

د زړه په وينو كې دې حل كړې

نور به لا څه اورونه بل كړې

ته د پردېس غمونو دل كړې

زه د بېلتون غمونو وچه دړه كړمه

 

نشته دنيا ته ګناه نشته

ستا دې ښكلا ته ګناه نشته

دا ستا خندا ته ګناه نشته

لاليه تاته ګناه نشته

لېونۍ زه وم چې په تا مينېدمه

 

نبيله غزل پېښور