څو ښايسته ټپې
كه نصيبونه كنډولي وى
ما به دا خپل په دېواله ويشتلى ونه
ګورګورې تورې شوې رانه غلې
ما دې د تورو شونډو وكړل ارمانونه
پلار يې په درې سټې نوكر دى
لور يې پينځه جوړې د ورځې بدلوينه
دښمن ته شنه شم په خندا شم
دوست ته د غم ژړا كوم چې غرقه شومه
د ناچارۍ مېرمنه واخلم
كه سړى وړ وي ځان په پړ حسابوينه
په سر نرۍ لوپټه نه وړم
درنې، درنې خبرې ستا د دادا وړمه
كه تښتې تښتې خلاص به نه شې
ما دې پانې د زړه په سر وهلي دينه
دنيا د سود په لور كږه شوه
اشنا د يار كوڅه پرېږدي په بله ځينه
ستا د راتلو لوظ ميرات شه
زه دې د ورځو په شمارلو ستړې كړمه
عالمه اخوا شئ لار راكئ
زه لېوني جانان ته غاړه وركومه
ما يې سلام له كبره نه اخيست
اوس يې ژړا په تش ديدن پسې كومه
زما د خړو جامو ياره
رب دې ناڅاپه چرته راوله مينه
باد دې پلو له مخه يوسه
چې دا خيالي زلفې دې ګډې وډې شينه
غزا ته لاړ شه چې شهيد شې
د نغري په غاړه نشته جنتوته
ما د كونړ له سيند نه ځار كړې
زما جانان به پكې مخ وينځلى وينه
په مخكې ځې په وروستو ګورې
چا دې د ولو منځ كې ايښې دي داغونه؟
د ملكنډ نه يې خطا كړئ
چې په پردۍ يارۍ كې څوك ګوتې وهينه
په تمه، تمه به دې ساتم
نه به دې يار كم نه به دركم جوابونه
ته دګلاب په شان تازه يې
زه د نارنج په شانې زيړ درپسې شومه
جينۍ د وچ غره منګرۍ ده
د زهرو ډكه خوله يې راكړه مړ يې كړمه