څلور لاملونه چې نران دواده په معامله كې سرګردانوي او په اړه يې رښتيا هم نه وايي
ژباړه او زياتونه : ګټيالى
۱. نران تېروځي: كله، كله هلكان په دې نه پوهيږي چې د يوې نجلۍ سره له ملګرتوب نه يې مقصد څه دى، دوى تر ډېره په دې نه پوهيږي چې په غلطه روان دي، تردې چې زيان ورته ورسيږي او يا سرګرداني، ډېر نران د مينې له مخې واده نه كوي، بلكې د نمايش لپاره واده كوي، دوى په داسې نجونو پسې منډې وهي چې ښې ښكاري، كه په لنډه يې ووايو د مينې او د ښكلا د كشش تر منځ توپير نشي كولاى، داسمه ده چې هره ښكلې نجلۍ راښكون لري، خو هره ښكلې جينۍ د سړي مينه نشي كېداى، كېداى شي د ډېرو ښكلو په نسبت بدرنګه خو نسبتاً له يوې ښكلې نجلۍ سره د يو چا مينه شي، چې بيا په ډېرو ښكلو جينكو ددې يو ويښته هم نه وركوي.
۲. د نرانو بې اعتمادي: نران په ښځو باورنه كوي، او ښځې فكر كوي چې نران نرواكمني خوښوي، نران په دې هم باور نه لري چې رښتوني مينه يانې څه، د هرې ښايسته نجلۍ سترګو ته چې ګوري فكركوي مينيږي پرې، يا پرې مين شوى دى، كه يو ماشوم ژاړي او د پاملرنې غوښتونكى وي، كه يوه بله نا اشنا ښځه دې ژړېدونكي ماشوم ته د پاملرنې په هوډ وروړاندې شي، حتماًبه ماشوم سرګردانه شي، چې دا د مينې او ښكلا پرستۍ تر منځ د توپير څرك راپه ګوته كولى شي، ماشوم د ژوند په طبيعي مرحله كې وي چې مينه هم يو طبيعى احساس دى، كه مونږ د ژوند په طبيعي مرحله كې نه يو نو بايد فكر وكړو چې په دې منځ كې سرګردانه نه شو، كه چېرته يوڅوك د همدغې طبيعي احساس( مينې) لپاره واده وكړي، هېڅكله به سرګردانه نشي.
۳. نران دشهوت او هوس ښكار كيږي: شهوت ډېرزوروردى، سړى د شهوت د بېدارېدو په وخت كې ړوند او كوڼ وي، خو دا بايد په ياد ولرو چې هوس يا شهوت لنډمهالي احساسات دي چې زيات نه زيات يوه ورځ دوام كولى شي، خو مينه اوږدمهالى احساس دى چې نه زړيږي، ځكه خو ځينې نران د شهوت په جال كې راګيريږي او واده ته غاړه ږدي، كله چې يې د شهوت او هوس اور مړ شي نو يوه لويه خلا يې په حواسو كې رامنځته كيږي او ددې خلا د ډكولو لپاره سرګردانه ګرځي.
۴. دروغ: ډېرى نران فكر كوي چې دروغ ويل او غولول او هغه هم د ژوند له ملګرې سره د ستونزې حل دى، خو دا ترټولو ناقص منطق دى، چې ډېرى ستونزې او سرګردانۍ هم له همدې نه ورته پيدا كيږي.
په دې پورتنيو خبرو كې ولې نران دروغ وايي؟ دا اسانه ځواب لري، دوى نه غواړي چې د هغې نتيجې او پايلې سره سترګې مخامخ كړي چې ددوى د عمل نه لاس ته راغلې ده، دوى نه غواړي چې خپله خپل احساسات زخمي كړي.
خو ښځې هم په دې برخه كې پنځوس سلنه ګرمې دي، ښځې د ټولنيزو خرابيو په مقابل كې چې د دوى په ژوند ناوړه او منفي اغېز كوي غلې پاتې كيږي، دا سمه ده چې ښځه لطيف جنس دى، كمزورتيا او بې زړه توب يې د ژوند په هره شېبه كي ملګري دي، خو دوى بايد فكر وكړي چې دژوند په برخه كې د داسې يوڅه په اړه چوپتيا اختيار نه كړي چې په ژوند يې منفي اغېز وكړي او د ژوند خوږې شپې لكه د زهرو ورباندې ترخې كړي.
يو پوه وايي چې واده له درې اونۍ اشنايۍ، درې مياشتې مينې، درې كاله جنګ اودېرش كاله تحمل او صبر نه عبارت دى
له دې نه داسې معلوميږي چې ډېرى ودونه همدا برخليك لري، د ژوند د شريكانو تر منځ ستونزې ډېر ژر د طلاق مرحلې ته رسيږي .
زمونږ په ټولنه كې بيا په دې برخه كې تحمل د ښځې او مېړه تر منځ د بېلتون يا طلاق كچه ډېره ټيټه ساتلې ده، خو دا هم بايد ووايو چې زمونږ په ټولنه كې عموماً د تحمل او زغم كلچر نه ليدل كيږي، داچې په دې برخه كې خلك تحمل كوي او خبره تر تلاق پورې نه رسيږي لاملونه يې نور دي، كه په ساده ډول مونږ وګورو طلاق وركوونكى زمونږ په ټولنه كې ډېر بد نوم لري او همدې ته ورته نور لاملونه شته چې زمونږ په ټولنه كې يې د طلاق كچه ټيټه ساتلې ده.
خو بايد ووايم چې له دې هرڅه سره وادۀ په كولو ارزي.
سقراط وايي : واده كول او اواده نه كول دواړه د پښېمانۍ سبب ګرځي .
واده نۀ كول خو رښتيا هم يو نه يو وخت د پښېمانۍ سبب ګرځي خو واده كول، داسې هم وي چې د پښېمانۍ سبب دې ونه ګرځي، نو ويلاى شو چې واده كول بخت و طالع شېر يا خط كېداى شي نصيب مو بيدار وي او د واده په كولو پښېمانه نۀ شئ، خو كه واده ونه كړئ خامخا به مو پښېماني ملګرې شي .