انلاين اټرنيټ چيټنګ - لارښوونې

له انګليسي نه ژباړه

يادونه : دا لارښوونې د عمومي برېښبنډار خونو يا ( چټ رومونو) لپاره دي، چې په مسنجر كې د شته كسانو سره په چلند كې هم ترې ګټه اخستلاى شئ .
 
انلاين كېدل د خلكو بې ځايه ردولو يا Reject كولو او په غوسه كېدلو په معنا نه دي، بايد په انټر نيټ كې د انلاين كېدلو پر وخت  داسې فكر وكړو چې مونږ په ريښتونې نړۍ كې له ريښتونو انسانانو سره مخ يو.
كه مونږ فكر كوو چې ديو شخص سره زمونږ تماس په ټوله مانا نه بريالى كيږي او غواړو چې Reject يې كړو، نو كوم چلند او سلوك بايد غوره كړو، ددغې چلند په اړه به درته په دې ليكنه كې لارښوونې وړاندې شي، خو د يوچا د Reject كولو نه مخې بايد مونږ دغه دوه پوښتنې په لومړي قدم كې له ځانه وكړو.
۱. آيا تاسو رښتيا هم له زړه نه، نۀ غواړئ چې د مخامخ شخص په اړه پوره مالومات ترلاسه كړئ؟
۲. د Reject كولو لامل څه دى؟
كه رښتيا هم نه غواړئ چې برېښبانډار يا چټينګ وكړئ او يا مو يو قانع كوونكى لامل پيدا كړ نو حق لرئ چې مقابل لورى Reject  كړئ.
كله چې تاسو د مقابل لوري نه غږيز پيغام واورئ او په پوره مانا باوري شئ، بيا خو كولاى شئ چې مناسب ځواب او مناسب احساس څرګند كړئ، خو كه خامخا يو نه يو لامل داسې شتون ولري چې تاسو د مقابل شخص په Reject كولو او ورسره د برېښبانډار په نه غزولو مجبوروي. تاسو ډېر لنډ ځواب ته اړتيا نه لرئ! ځكه زيات وخت ستاسو په لنډكي پيغام مقابل لورى تاسو نه پريږدي او بيا بيا د خبرو د اوږدولو كوښښ كوي، په دې اړه به لاندې ولولئ چې څه وكړئ او څه ونه كړئ .

څه بايد وكړئ :
مناسبه داده چې داسې يو پيغام وركړئ چې (( زه بښنه غواړم! ما تاسو سره له برېښبانډار نه ډېر خوند واخيست، خو زما په خيال نور به بس وي، ځكه چې زه فكر نه كوم چې مونږ دواړه د يوبل سره برابرېداى شو، زه نه غواړم چې نور هم ستاسو وخت ضايع كړم، خوشحاله اوسې)) دا پيغام روڼ لنډ او مودبانه دى، چې هروخت بايد د داسې يو مودبانه پيغام د وركولو فكر وكړئ، كه له دې پيغام نه وروسته هم مقابل شخص ځواب دركړي او ووايي چې (( نه! ستا خبره سمه نه ده، مونږ سره جوړېداى شو)) په ساده ډول، له دې وروسته هېڅ ځواب مه وركوئ.

څه بايد و نۀ كړئ او ډډه ترې وكړئ:

۱: د لنډ پيغام سره افلاين كېدل:  (( زۀ لاړم)) مو وويل او افلاين شوئ، دې ته نيم ګوستاخانه پيغام ويلى شو، كه تاسو همداسې خبرې اترې قطعه كړئ، په مقابل لوري ډېره بد تاثير كوي، تاسو فكر وكړئ چې تاسو د يو چا سره په ټلفون خبرې كوئ، د خبرو د خلاصېدو سره سمدستي ټلفون قطع شو او تاسو ته د خداى پامانۍ موقع درنه كړاى شوه چې ووايئ، ( د خداى پامان) يا ( په خداى دې سپارم) په تاسو به خامخا ډېر بد تاثير وكړي او په زړه كې به مو څړيكه تېره شي.

۲: بې له كوم پيغام نه ناڅاپه افلاين كېدل: كه تاسو بغير د كوم پايليز پيغام نه په منځ كې خبرې پرې كړئ او افلاين شئ، دې ته د انټرنيټ په نړۍ كې "poofing وايي او دا د لومړي چلند نه هم بد چلند دى، كه تاسو دا سې چلند وكړئ، باور وكړئ چې تاسو بيا هم د مقابل لوري په Reject كولو نه كاميابېږئ، مقابل شخص چې تاسو ورسره داسې چلند كړى دى، بيا به هم تاسو سره رابطه كوي او په ډول ډول خبرو به درسره مخ كيږي، په رسمي الفاظو او په مهربانۍ سره په ډېره اسانه چې ستاسو مقابل لوري ته هېڅ ډول خپګان هم ونه رسيږي، كولاى شئ مقابل لورى Reject كړئ .

۳: په بدو الفاظو او په غصه ناكو الفاظو ځوابول:  دا ستا ګناه نه ده چې د داسې يو چا سره مخ شوي ياست، او نه هم ستا د مقابل لوري ګناه ده چې تاسو سره مخ شوى دى، كه تاسو داسې فكر وكړئ خامخا به عصباني شئ او داسې يو ځواب به مو له خولې راووځي چې له بدو او غوصه ناكو الفاظو به ډك وي.

ستاسو د ښه برېښبانډار( چټنګ) او ښو شېبو په هيله.