غزل


دا د يار د مينې زور راته ښکاريږي
د رقيب مخ ځکه تور راته ښکاريږي


اوس منمه، چې خپلواکه شوې جانانه
دا، چې ستا د بنگړو شور راته ښکاريږي


څنگه ور شمه لا ما کې خو سا گرځي
خپل ټاټوبى لکه گور راته ښکاريږي


ډېر ساده يم په هر چا باندې غوليږم
مړه! هر يو سړى ورور راته ښکاريږي


((اکرامي)) دا کوم لوگي ، چې ترې راخيژي
دا والله د پښتون کور راته ښکاريږي

نجيب الله اکرامي