غزل

چې يې رسيږي د اسمان تر ګرېوانه لاسونه
د زورورو خلکو دومره دي اوږده لاسونه

شپږ کليمې مې په ځان وې چای مې چې وړه مېلمه ته
خدايږو چې بيا مې هم بې واره رپېده لاسونه

که دې نظر نه وای ، نو نه به پرېوتم له ټاله
د مرګ په درد به مې اوس ولې ماتېده لاسونه

زه يې منمه بې سوګنده صدقه دې شمه
په وظيفات به راته نه ږدې پښتانه لاسونه

* (( شوخ پېښور ، ژيړ مازيګر ، د غلا خطر په هنر
د سکول په لاره به نور کلک نيسم په زړه لاسونه ))

ګرانې استادې ! بلا درد کوي په شړک ژمي کې
ستا دا شنه لښته او زما دغه ساړه لاسونه

بې اعتباره ! په تش سوال خو دې خوله نه ماتيږي
زه به په تورو سترګو کېږدمه تک سره لاسونه

خدای به دې بېرته له سنګره سلامت راولي
ماشومې لور دې رب ته لپه کړل واړه لاسونه

زه وم چې ډېر ګونګي فکرونه مې په شور راوستل
که نه غزل ته نو د چا ور رسېده لاسونه



* د دې بيت خيال د ښاغلي جلال امرخېل له لاندني بيت څخه اخستل شوی .

د غلا خطر دی ، په زړه لاس ونيسه
ژيړ مازيګر دی ، په زړه لاس ونيسه

په احترام
نبيله غزل ، پېښور