غزل

خفه په دې نه يم چې ما پسې خبرې كـــوي
دا خلك تل زما په شا پسې خبرې كــــوي

خپله ګناه د ورميږ څټ دى چاته نه ښكاريــږي
مدام لګيا وي ما او تا پسې خبرې كـــــوي


خپل به جانانه د مړۍ په خوراك نه پوهيـــږي
خو په وزير او په پاچا پسې خبرې كـــــوي


كه ته زما منې نو ګرانې بهر مه راووځـــــه
جونې په كور ښې وي بيديا پسې خبرې كــوي

 

خدايه حيران يم چې انجام به د دې څه راوځــي
ملا امي ، امي ملا پسې خبرې كــــــوي

درمانه ما پسې چې هر څه وايي وايي دې يـــې
خو شي به ګرانه چې اشنا پسې خبرې كـــوي

قدرت الله درمان