د فشار د كمولو پينځه ارزانه لارې
په نړۍ كې نيږدې هر درېيم وګړى د وينې لوړ فشار لري، ډېرو وګړو ته په لوړبيه درملو د فشار قابو كول ګران دي، امريكن هارټ ايسوسى ايشن كونسل فار هاى بلډ پريشر د وينې د فشار لپاره پينځه ارزانه لارې ښودلي دي .
۱. د ACE-Inhibitors درملو پرځاى زاړه درمل Diuretic كارول چې ارزانه او موثر دي.
۲. د مالګې كم استعمال: د مالګې د زيات استعمال سره د وينې فشار زياتيږي، د وينې فشار نه لرونكي وګړي او صحتمند خلك بايد په ورځ كې له ۲۴۰۰ ملي ګرامو نه زياته مالګه ونه كاروي، چې د وينې د فشار لرونكو وګړو ته بيا ددې په نيمه د مالګې د كارولو توصيه كيږي، كه غواړئ چې د مالګې د كموالي سره سره بيا هم په خوړو كې خوند پيدا كړئ نو د مالګې پرځاى له داسې مسالو كار واخلئ چې روغتيا ته په تاوان نه وي.
۳. DASH خواړه: DASH د Dietary Approaches to Stop Hypertension مخفف دى، يعنې هغه غذا ګانې چې د وينې د فشار په كموالي كې مرسته كوي، څېړنو ثابته كړې چې DASH غذاګانې عبارت دي له مېوو، سبو، د كمې چكنۍ والا غذاګانو څخه، دا غذاګانې د وينې د فشار په كموالي كې مرسته كوي او په ۱۴ ورځو كې د وينې فشار كنټرولولى شي.
۴. له الكولو نه پرهېز: شراب خو هسې هم د بديو مور ده، د ډېرو شراب څښلو سره د زړه حمله او نورې وژونكې ناروغۍ پيدا كيږي، ورسره د وينې فشار هم زياتوي، چې ډاكټران د وينې لوړ فشار لرونكو ته د شرابو د پرېښودو توصيه كوي، كه د شرابو پرېښودل ورته امكان نه لري نو كم والى يي بيخي اړين دى.
۵. سپورت : له پنځوسو زياتو څېړنو ښودلې ده چې هره ورځ سپورت كول په منځنۍ توګه ۳\۴ ملي ګرامو ته د وينې فشار راكموي، ځينې نورې څېړنې وايي كه مونږ خپل وزن ۲.۲ كم كړو نو ۱\۱ ملي ګرام د وينې فشار مو ختمولى شي، كارپوهان سپارښتنه كوي چې په اونۍ كې ډېرې ورځې كم نه كم د ۳۰ منټو لپاره سپورت كول او منډې وهل يوه ضروري خبره ده .