ډېر زيات ګرم چاى څښل د كينسر سبب ګرځي

 ژباړه : ن\الهام

د ايراني ساينسدانانو د لاسته راوړنې له مخې، ډېر ګرم چاى څښل د هغه نل د كينسر خطر زياتوي چې غذا معدې ته رسوي، د برتانوي كارپوهانو په حواله چې دا خبره يې تاييد كړې ده ويل شوي دي چې تور چاى كه د ۷۰ درجې تودوخې لرونكى وي نو د غذا د نل د كينسر خطر زياتوي، كارپوهان وايي چې د لويديز نه پرته په نوره نړۍ كې هم د غذا د نل كينسر زيات شوى دى، په لويديز كې خلك په عمومي توګه په چاى كې شيدې ګډوي او څښي يې، چې په دې سره د چاى ګرموالى تر ډېره حده كميږي، د غذا د نل د كينسر له امله هر كال په نړۍ كې له پينځه لكو زيات وګړي مري، چې دغه شمېره د غذا د نل كينسر په يو عام كنسر بدلوي، په اروپا او امريكا كې چې څوك په دغې كينسر اخته كيږي سبب يې د سګرټو او شرابو زيات استعمال ښودل كيږي، خو په كومو ځايونو كې چې تمباكو او الكول زيات نه استعماليږي هلته هم د غذا د نل كينسر زيات ليدل كيږي، د شمالي ايران په ګلستان ولايت كې د ټولې نړۍ په پرتله د غذاء د نل كينسر زيات دى، سره له دې چې په دې سيمه كې د سيګرټو او شرابو د استعمال كچه هم ډېره ټيټه ده، په دې سيمه كې مېرمنې هم د غذاء د نل په كينسر اخته ليدل كيږي، د تهران پوهنتون څېړونكو په دې سيمه كې درې سوه چاى څښونكي وكتل او دايې بيا د همدې سيمې له ۵۷۰ نورو وګړو سره مقايسه كړل، په دې څېړنه كې شريكو ټولو وګړو په ورځ كې په منځنۍ كچه د يو ليټر چاى څښلو عادت درلود، چې په دوى كې د پينځه شپېته تودوخې لرونكي چاى څښونكو د نهه شپېته تودوخې لورنكو چاى څښونكو سره د دا ډول كينسر په امكان كې فرق درلود، او په نهه شپېته تودوخه لورنكي چاى څښونكو كې د داډول كينسر امكان بيخي دوه چنده په ګوته شو، د ژر چاى څښونكو عادت هم په دې معامله كې د يادولو وړ خبره ده، هغه كسان چې ژر چاى څښي د غذا د نل د كينسر امكان هم پكې زيات ليدل كيږي، يو كارپوه ډيوډ ومايټ چاى څښونكو ته توصه كوي چې په پياله كې چاى ته صبر وكړي او بيا يې په څښلو پيل وكړي، يواځى چاى نه ګرم خواړه هم د غذا د نل كينسر پيدا كولى شي .