روښانه درېيمه لار!
د ښاغلي عبدالغفور لېوال ليكنه ( ولې درېيمه لار؟) مې ولوسته، نوموړى چې د كومې درېيمې لارې خبره كوي، ما په دې اړه له ډېرې مودې راهيسې د څه ليكلو اراده درلوده او غوښتل مې چې زمونږ ځوانان او هغه ويښ ځوانان چې د فكر كولو كوالټي او د مناسبو حل لارو د وړاندې كولو توان لري، خپل فكري ځواك همدغې درېيمې لارې ته متوجه كړي او ورسره د پوهو افغان ځوانانو تر منځ د همغږۍ او پوهاوي يوه پروسه پېل شي، چې ښاغلى لېوال پرې په دې ليكنه كې رڼا اچوي.
پرون مې د ښاغلي اشرف غني كتاب پاى ته ورساوۀ، ډېر د لوستلو كتاب دى او كه زمونږ ولس پوهه او د مطالعې وړتيا لرلى، زمونږ په هېواد كې د مجلې اخبار او كتاب د رسولو او لوستلو كلچر او پوهه وى، همدا كتاب په ټولټاكنو كې د ښاغلي اشرف غني د كمابېدو د ضمانت په توګه كافي و، ځكه چې په دې كتاب كې افغانان د خپلو دردونو درمل كتلاى شي.
ښاغلى اشرف غني په دې باور دى چې زمونږ په هېواد كې ديني عالمان او صوفياى كرام، په هېواد كې د ثبات په راوستلو كې ترټولو زياته مرسته كولاى شي، بيا وايي چې د روس د مداخلې او د روس لخوا رامنځه شويو حكومتونو بې درېغه زمونږ عالمان او صوفيان له تېغه تېر كړل، چې تر اوسه زمونږ په هېواد كې د ثبات په نوم هېڅ نه دي پاتې، دغه خساره او ورانى چې دوى رامنځته كړى دى جبيره كول غواړي، خو تر اوسه پورې ددې خرابۍ د جبيرې لپاره كوم اقدام نه دى شوى.
د ښاغلي غني دا خبرې مې ځكه خوښې شوې چې زمونږ هېواد په څنګ كې يو بل ګاونډى هېواد هم لري چې پاكستان نوميږي، پاكستان د اسلام په نوم جوړ دى او څلور قومونه چې په څلورو ژبو خبرې كوي پكې مېشت دي، خو دا ټول د اسلام په نوم سره يوځاى شوي دي او ښه په آرامۍ ژوند كوي، تر اوسه چې مونږ په پاكستان كې د دغسې شورش او جګړې نمونه نه ده ليدلې لكه څنګه چې په افغانستان كې دا څو لسيزې روانه ده، علت يې هم همدا دى چې دا قومونه ټول مسلمانان دي، په دې قومونو كې داسې ګوندونه هم كار كوي چې نشنلست او قوم پرست ګوندونه ورته ويلاى شو، دغه ګوندونه د بلوڅو او پښتنو دي او د خپلې آزادۍ چيغې وهي، دغه چيغي دوى ډېر وخت كيږي چې وهي، خو ګټه يې نشته، اصلي خبره داده چې هغوى د اسلام په نوم جوړ شوي يو هېواد كې ژوند كوي چې دا د يو هېواد د جوړېدلو لپاره كافي لويه نظريه ورته ووايو كه د راټولېدو قوه ورته ووايو ده او دغه ګوندونه كه همدومره نورې چيغې هم ووهي، نشي كولاى چې د پاكستان نه د خپل نشلست فكر په مټ د خپل قوم لپاره ګټه پورته كړي او يا خپل قوم ددوى سره سل په سلو كې ودريږي، ځكه چې نشنلست فكر او نشنلسته نظريه، يو خو اوس په ختمېدو روانه ده او نيږدې ختمه شوې ده اوس بايد قومونه د يوبل سره په سوله او ورورۍ د ژوند كولو خبرې وكړي، د يو بل حقونه په ديموكراتيكو اوصولو سره ومني، په قانون سره فيصلې وكړي، نه په قوميت او قومي تربګنيو، او بله دا چې دغه نظريه د هغې نظريې په مقابل كې هېڅ ده او بيا په پښتون قوم كې چې دين يې په خټۀ كې اغږل شوى دى، دوهمه خبره داده چې، په پاكستان كې د امريكا او پاكستان په خوښه ديني مدرسې دينې زده كړې د روس په مقابل كې دجهاد لپاره پراخې شوي دي او دوى ورباندې ډېره خواري كړې ده، دا خواري د پاكستان په ګټه وه ځكه چې په پاكستان كې په خلكو كې اسلامي فكر زياتېدل د پاكستان قوي كېدل دي، كه چېرته اوس په پاكستان كې مذهبي تندلاري زياته دا هم زمونږ سوغات دى چې ورډالى كړى مو دى، په داسې يو حالت كې يو نشنلست ګوند خپلې موخې نشي ترلاسه كولى، زما د خبرو مطلب دادى چې په پاكستان كې دغه فكر ډېر غښتلى دى او زمونږ په هېواد كې هم ۹۹.۹۹ سلنه وګړي مسلمانان دي، نو تاسو خپله فكر وكړئ چې دوى به كوم خواته ميلان ولري، سره له دې چې دلته زمونږ علماء او صوفيان په دار زړول كيږي، په پاكستان كې كه افغانان اوسيږي او كه نور پښتانه ټول د افغانستان د هغو دولتونو په اړه چې د بهرنيانو لخوا رامنځ ته شوي دي، داسې فكر لري چې دوى كفر ته كار كوي او ددوى بېخ بايد وويستل شي او همدغې فكر تر اوسه د دغه جګړه جاري ساتلې ده، پاكستان په دې كې هېڅ ملامت نه دى، مونږ افغانان د پاكستان د رامنځته كېدو او د اسلام په نوم د جوړېدو نه مخكې ۹۹.۹۹ سلنه مسلمانان و، كه مونږ غوښتلى چې په هغوى خپل اغېز وشيندو تر اوسه به مو دغې اسلامي فكر ته چې د پاكستان په پرتله پكې د غوړېدو امكانات زيات دي غوړولى وى او علماء او روحانيون به مو له تېغه نه تېرول، له دې سره كه نور هېڅ نه واى د پاكستان پښتانه او بلوڅ زمونږ د هېواد تر پوره اثر راندې راتلل، ځكه چې دوى دواړه مسلمانان هم دي او د افغانستان له خاورې سره، بنيادي تړون او تړاو هم لري، خو دې مسئلې ته مونږ فكر نه دى كړى او برعكس د خپل هېواد او ملت په تاوان د خپل پوچ فكر او يا هم د بهر نه د تپل شوي فكر او ستراتيژۍ د پلي كولو په لار زمونږ دولتونه قدمونه ږدي.
مونږ په هغه ژرنده دل شو چې يو پل يې افراط او بل يې تفريط نوميږي، كله مو هم په دې درېيمه لار فكر نه دى كړى.
ښاغلى لېوال وايي، چې زمونږ په هېواد كې يوه خوا د بهرنيو تر وزر لاندې د ناكام دولت واګي په لاس كې لري چې تل يې دې ته سترګې نيولي وي چې ستراتيژي هم دوى راته جوړه كړي، خلك مو هم همدوى وساتي، پيسې هم همدوى راكړي، تكنالوجي هم همدوى راكړي، خواري هم دوى راته وكړي او فكر هم دوى راته وكړي، خو د بهرنيانو دغه فعاليتونه چې زمونږ ناكام دولتونه يې غواړي، د مثبت پرځاى منفي اثر ښندي، او بلې خواته د جهاد او مبارزې شعارونه دي چې درګرده وژل او حلالول كوي، په دې دواړو كې مظلوم افغانان ضربه ويني او دا دوه ډلې همداسې سره لګيادې.
هيڅكله د فكر خاوندانو افغانانو ددې جرئت نه دى كړى چې په درېيمه لار فكر او عمل وكړي، يو خو ددغې درېيمې لارې په اړه افغانان فكر نه كوي، بل دا چې دوى ته دا زمينه نه ده برابره چې په دې لاره كه فكر وكړي نو د عمل زمينه به يې هم مساعده وي، زمونږ هېواد د ډېرو استخباراتي او پوځي كړيو تر منځ په كش و ګير كې ډوب دى او زمونږ خلك هم د همدې استخباراتي كړيو د پاليسيو قرباني كيږي، داچې افغانان ۹۹.۹۹ سلنه مسلمانان دي كه همداسې يو دولت هم ولري ددې نه پاكستان حتماً وېره لري، كه د طالبانو له دولت نه يې وېره نه درلوده، هغه مهال د پاكستان او په ځانګړي ډول د پاكستان او امريكا استخباراتي كړيو په طالبانو كنټرول درلود، خو اوس طالبان هم د پاكستان او هم د امريكا له كنټروله وتي دي، اوس بيت الله مسعود زمونږ د ملامحمد عمر يو پياوړى قوماندان دى، طالبان هڅه كوي چې داځل خپلې غلطۍ تكرار نه كړي، طالبان غواړي چې داځل په لومړي قدم كې د پاكستان پښتانه راخپل كړي، او داسې يې راخپل كړي چې د پاكستان د دولت پر ضد هم جګړه وكړي، لكه بيت الله مسعود چې په دې وروستيو كې يې د وژل كېدو خبرې كيږي د ملاعمر د يو ستر قوماندان په څېر د ملامحمد عمر سره بيعت لري او د پاكستان د دولت پر ضد هر ډول عمليات تر سره كوي، دا خبرونه حقيقت نه لري چې ملا عمر پاكستاني طالبانو ته امر كړى چې د پاكستاني پوځ سره جګړه ونه كړي، په كومه ورځ چې دا خبر په رسنيو كې خپور شو، همدا خبر په بيخي سرچپه بڼه چې ملاعمر پا كستاني طالبانو ته امر كړى چې د پاكستان د پوځ په مقابل كې هم جګړه وكړي، خپور وليدل شو.
مونږ وينو چې ددولت د كمزورې ادارې او د بهرنيو يرغلګرو پوځونو شتون، ورځ په ورځ دولت كمزورى كوي او د طالبانو ليكې پياوړې كيږي، سره له دې چې طالبان يو سخت اسلامي دريځ لري!!! كه په خپل دغې دريځ كې يوڅه نرموالى راولي دا به نور هم د طالبانو ليكې پياوړې كړي، او د همدې دوه قوتونو تر منځ به جګړه لا زور واخلي، بيا به هم د دريېمې لارې درك نه لګي او د ژرندې د همدې دوه پلونو تر منځ به همداسې دل كيږو.
پاكستان په افغانستان كې د يو پوه او ويښ پښتون د واكمنۍ نه هم وېره لري، ځكه خو په دې وروستيو كې د پاكستان د يو لوړپوړي چارواكي له خوا د افغانستان راتلونكي رياست جمهوري لپاره وړ شخص ډاكټر ډبل عبدالله وبلل شو او په دې هرڅوك پوهيږي چې ډاكټر عبدالله د نظار شورا، مسعود، رباني او نوره ډله ټپله يې چې څومره فعاليتونه كوي د افغانستان په نقصان او د پاكستان په ګټه هم تمام شوي دي او هم به تماميږي.
پاكستان زمونږ ګاونډى اسلامي هېواد دى چې ټول عمر به زمونږ سره په خواكې پروت وي، د دوى سره مونږ ښه ګاونډيتوب او پياوړې ملي او اسلامي پاليسۍ او همدې درېيمې لارې غوره كولو ته اړتيا لرو چې تر اوسه مونږ پرې نه يو بريالي شوي.
د همدې درېيمې لارې د لا روښانتيا په هيله
((ددرېيمې لارې لارويانو ته د سټېج ورکولو لپاره د ليکنو دا لړۍ پيل کوو او هيله ده چې هېوادوال مو ملاوتړي او د قدرمنو قلموالو او روښانفکرو نظريات مو پر سمه لاره ورسيخ کړي، په همدې هيله))
فرهاد هلمند
د ښاغلي غفور لېوال ليكنه ( ولې درېيمه لار)