يون استاد ته يو وړانديز !


ډېر دروند او قدرمن يون استاده !


نه پوهېږم چې ته ښاغلی به پدې پوهېږې او که نه چې دا بې کسه او بې وسه پښتون ولس څومره ستا قدر کوي او تر ننه پورې تا د يو مخکښ، تورزن او اتل په توګه پېژني٠
همدغې خوار ولس تاسې (ته ) مخکې تر دغه(٣٣)وروستي شهکاره هم د يوه رېښتيني اتل په توګه منلی يې ٠
ښاغلی او منلی استاده ته پوهېږې چې دا دردېدلی ولس ولې په تا دومره مين دی ؟
دا ځکه چې تا خپل سر د پښتون لپاره په لاس نيولی دی او خپله سينه دې هم همدوی ته سپر کړې ده ، نو ځکه دغه دروند قوم ستا احسانمن دی٠
همدا پښتو ده چې ستا مينه يې ددوی زړونوته ورکېيستې ده، د ارواښاد استاد رښتين هغه وينا راياده شوه چې بترا سنګهه ته يې ويل (موږ چې ستا قدر کوو صرف د پښتو په خاطر ګنې د جلال اباد ښارخو، له سکانو ډک دی)
دې ټول ولس له شکه پرته ستا سره د زړه له تله مينه کړې ده ، که ستا د کړي خدمت پوروړي دي ، نو دا هم شک مه بوله چې ته هم ددې مغروره قوم د رېښتينې مينې ښه پوره پوروړی يې !!
قدرمن استاده !
زما په اند دغې وياړلي قوم ستا د نوم سره بې که(افراطي) مينه کړې نو ځکه ورته اوس د يوه سانتي هومره هم ستا کږېدل(ملي دريځ) خدای مه کړه د منلو او زغملو وړ ندي٠
قدرمنه !
دې اوسني سياسي جريان ستا، مينان ستاڅخه يو څه خوابدي کړي ښکاري او دستا په هکله د اندېښنو په ګرداب کې را يسار دي٠
زه د يوه خواخوږي په توګه ،ستاسې څخه هيله کوم مخکې تر دې چې د ځينو درنو ملګرو ګرېوانونه سره څيرې شي تاسو پخپله خپل سياسي دريځ او په اصطلاح ارګ ته د رسېدو تکتيک او حکمت په ليکلي بڼه تشريح او خپورکړئ٠
انسان نيمګړی دی هر څوک تېروتنه او اشتباه لري ،ښايي پدې ډول ځينې قانع کړای شئ او ياښايي ځينې خواخوږي تاسې ته کومه تېروتنه در په ګوته کړي٠ او ، له دې بدمرغه سياسي کړکيج نه راپيدا شوی درز تر پراخېدو دمخه بېرته پيوند شي٠
په درنښت.


ا

جمل اټک يوسفزی