يادونه:

ددې كتاب په ژباړه ښاغلي اختيار پېل كړى دى، چې ډېر يې ژباړلى دى، دلته يې ددې لپاره خپروو چې كه څوك دې معلوماتو ته اړتيا لري ګټه ترې واخلي او ددې لپاره چې  كوم بل ليكوال يې د ژباړلو بې ځايه زحمت ونكړي.
تنده

پښتانه څوك دي؟

(( تاريخ، څېړنه او كره كتنه ))

ليكوال:  پروفيسر پرېشان خټك

ژباړن: هجرت الله ا ختيار

 

لومړۍ خبرې:

ډېر څه مې واورېدل او ولوستل؛ خو بيا هم پوه نه شوم، چې د پښتنو اصل نسل څه دى؟ په دې اړه چا ليكل كړي؟ ولې يې څه  نه دي ليكلي؟ خو څه يې ليكلي او ولې يې ليكلي دي؟ دا هر وخت ماته يوه پوښتنه وه. ځينو ليكوالو كه له پښتنو سره د دښمنۍ پر بنسټ د دوى رنګ بدل كړى؛ نو دوستانو يې هم دې قام ته له هغوى ډېر زيان اړولاى دى. ما هم يو مهال غوښتل، چې په دې اړه يو  څه وليكم؛ خو همت مې نشو كولاى.

د پښتو اكاډمۍ، پېښور پوهنتون د نوې ودانۍ د پرانېستې پر مهال، چې كله ځانګړي مېلمه په خپلې وينا كې وويل (( ما چې تر اوسه د پښتنو ليكوالو څومره ليكنې لوستي دي، له هنري جذبو پرته په كې نور څه نه تر سترګو كېږي )) دا خبر زما زړه ته هم ولوېده؛ ځكه تر يوه ځايه رښتيا هم ده. په هغو ورځو كې زه د پښتواكاډمۍ مشر وم، كله مې چې سر ګرېوان ته كښته كړ؛ نو د مجرميت احساس مې وكړ.

ما پر دې سكالو د ليكنې تابيا نيوله، چې ناڅاپه د يو فرمان په وسيله زه د ګومل پوهنتون – ډېره اسماعيل خان رئيس وګومارل شوم. كه څه هم زما هېڅ خوښه نه وه؛ خو بيا هم دا زما لپاره يوه ننګونه وه؛ ځكه مې زړه نا زړه ومنله. پر دې مهال كه له يوې خوا پر ما د استاذۍ برم ساتلو لپاره ځان د يوه غوره اداره چي په توګه زبادول لازم ول؛ نو له بلې خوا راته پكار و، چې د هغه باور پاس هم وساتم، چې لوړپوړيو چارواكيو پر ما كړى و. شپه او ورځ مې پر ځان يوه كړه او په اداري چارو كې دومره وړاندې لاړم، چې د علم او ادب په لور د بېرته راتګ دروازه راته بنده ښكارېده. ما ته داسې ښكارېدل؛ لكه چې د يو استاذ پر قبر يو اداره چي ولاړ وي او دوعا ورته كوي؛ خو له نېكه مرغه ما خپلې زړې دنيا ته د بېرته راګرځېدو پرېكړه پر وخت وكړه او خپل هغه نيمګړى كار مې بېرته پيل كړ.

زه هېڅكله دا دعوه نه كوم، چې ما څه ليكلي دي دا د (( وروستي توري )) په څېر دي؛ خو دا خامخا ويلاى شم، چې يو بې پرې لوستونكى له دې څخه انكار نشي كولاى، چې ما د پښتنو د اصل نسل پر سكالو، ټولې هغه نظريې او لاسوندونه خپلې مخې ته ايښي، چې تر اوسه شته دي او د دلايلو په رڼا كې مې تر خپله وسه پرې كره كتنه كړې ده. تاريخ، څېړنه او كره كتنه مې سره يو ځاى كړې او هڅه مې كړې، چې په منطقي ډول خپله خبره تر لوستونكيو ورسوم. په پاى كې ددې لپاره چې پښتانه د يو باكولتوره قام په توګه لوستونكيو ته ښكاره كړم؛ نو اړ شوم، چې د پښتنو په ځينو خويونو او اخلاقو هم يو څه ووايم. ښايي هغه لوستونكي، چې د پښتنو له خويونو او اخلاقو سره اشنا نه دي، وبه وايي چې دلته زما د ليكنې انداز يو څه جذباتي شوى دى؛ خو له همدغسې نيوكو څخه د ځان ژغورنې په پار مې د ناپښتنو ليكوالو له ليكنو څخه بېلګې رااخيستي دي. دې كې شك نشته، چې اوسنۍ پښتنه ټولنه د خپلو هغو خويونو او اخلاقو پر ضد ده، چې ما په خپل كتاب كې رااخيستي دي. هېڅوك هم دا دعوه نشي كولاى، چې د نن پښتون په ځانګړي او يا هم په ټوليز ډول د هغو اخلاقو او خويونو درلودونكى دى، چې پښتانه پرې وياړي؛ خو دا به هم زياتى وي، چې سړى ووايي، چې دا د پښتنو اخلاق او خويونه نه دي، كوم چې ما دلته راوړي دي. كه بيا هم څوك ددې دعوه كوي؛ نو زه ورڅخه هيله كوم، چې هغه دې د پښتنو آر اخلاق او خويونه وليكي او وړاندې دې يې كړي.

دا خبرې يوازې تاريخ او څېړنې پورې اړه لري؛ كه نه له مسلمانۍ څخه وروسته زما لپاره د وياړ سبب يوازې او يوازې اسلام دى. له دې پرته بل هېڅ هم نه دى؛ خو كه په پښتونولۍ د الله جل جلاله شكر ادا كوم؛ نو دا هم ددې لپاره، چې د پښتون كېدا لپاره لومړۍ آړ (شرط) مسلماني ده.

بله خبره د خوشال خان په شخصيت پورې اړه لري، د هغه په اړه هم مخالفينو او مينه والو يې دومره څه ليكلي، چې سره پرتله كول يې ستونزمن دي. په دې اړه هم ما هر وخت دا احساس كړى، چې په نااحساساتي ډول د يوې رښتينې تبصرې اړتيا لا هم پاتې ده. د خوشال خان د ژوند پېښو ليكوال، چې قبايلي رقابتونو ته څومره هوا وركوي، زما نه خوښېږي. په دې اړخ كې چې ما كومه رويه خپله كړې، بايد په غور سره ولوستل شي.

د مغلو او پښتنو د اړيكو د آر رنګ وړاندې كولو اړتيا هم وه، چې په دې اړه هم ما تر خپله وسه د رڼا اچولو هڅه كړې ده. د عالمګير اورنګزيب او خوشال خان خټك تر منځ د اختلافاتو د رښتيني جاج اخيستو هڅه مې هم كړې ده. يوازې په ناخبرۍ په كومې ډلې فتوا لګول راته سم چلن نه ښكاري. له اكوړ خان څخه رانيولې د خوشال خان خټك تر اولادې پورې ډېر اړخونه اوس هم ناجوت دي، ما په دې سلسله كې ډېرى ځل د نويو معلوماتو پيداكولو هڅه كړې ده او هرې دعوې لپاره مې دليل او جواز پيدا كړى دى، فكر كوم پردې سكالو د نور بحث لپاره به مې نوې دروازې بېرته كړي وي.

يوه خبره، چې يادول يې ډېر اړين دي، هغه دا چې د ملسمه تاريخي حقايقو له منځه وړل سم كار نه دى؛ خو يوازې د لرغونو كرښو تازه كولو لپاره په تاريخي حقايقو سترګې پټول او مخ ترې اړول هم هېڅ ډول علمي خدمت نه دى. تر اوسه چې ما كومه لوستنه كړې او كومې پايلې ته پرې رسېدلاى يم، هماغه مې په دې كتاب كې راوړې ده. سبا چې نور وګړي نورې نوې خبرې رامخ ته كوي هغه به هم وكتل شي؛ خو دا يادول اړين دي، چې ما ډېره هڅه كړې، له پوره بې پلوۍ څخه كار واخلم او په په سړه سينه حقايق وسپړم. كه قدرمن لوستونكي د لوستلو پر مهال هم دا چلن خپل كړي؛                نو ښايي زما خواري ضايع نشي.

پروفيسر پرېشان خټك

۲\ مى \ ۱۹۸۴ ز

 

خوشال خان د نورو له انده

(( هغه د پښتنو پښتون دى. له ټولو كمزوريو سره سره هغه يو داسې شاندار انسان دى، چې انسان يې په ستاينه اړ كېږي او له دې سره په دې هم مجبورېږي، چې له هغه سره محبت وكړي. هغه څوك چې غواړي پښتانه وپېژني، د هغه پېژندنه يې په پيل كې راځي ))[1] دا هغه وييونه دي، چې ښاغلي ادلف كيرو د خوشال خان لپاره خوښ كړي دي.

(( يو يوازې شخص، چې يو ستر او ځواكمن حكومت يې نه يوازې مخالف وي؛ بلكې د له منځه وړلو لپاره يې له ټولو وسيلو څخه كار اخلي او له دې سره سره يې خپله قبيله هم په مخالفت كې ورسره ولاړه وي، تر دې چې له خپل اولاد سره تر ټولو په بده دښمنۍ كې ښكېل وي او بيا هم د اته اويا كلنۍ په عمر كې دده حوصله ونه لوېږي، هغه به خوشال خان خټك وي. ))[2] جورج مارګنسټر په خپل يو پيغام كې ليكلي دي، چې (( زه له نيمې پېړۍ راهيسې په پرله پسې ډول د خوشال خان كلام لولم او بيا بيا ترې خوند اخلم. خوشال خان حق لري، چې ځان د پښتو حافظ او سعدي وګڼي. پښتو ژبې ته چې هغه څومره خدمت كړى دى، هېچا هم، هېڅكله نه دى كړى. د پښتنو له هغه څخه بل ستر لارښود نشته، هغه لكه د يو پلار غوندې په يو وخت كې مهربان، زړه ور او سخت ګير دى. د هغه كلام د هغې خوږې چينې غوندې دى، چې د كاڼي له زړه څخه را روانه وي. له يو داسې كاڼي څخه چې د حالاتو توپانونو سره سره هم له خپل ځايه نه وي خوځېدلاى. دا ناشونې ده، چې دا كلام دې د چا خوښ نه شي او ويناوال سره دې يې مينه پيدا نه شي. زه د لوېديځ د يو زوى په توګه او د لوېديځ د يو بوډا استاذ په توګه د خوښۍ احساس كوم، چې اوس خوشال خان په لوېديځ كې په ښه ډول پېژندل شوى دى.))[3]

پروفيسر صديق الله رښتين ليكي ((خوشال خان خټك په فصاحت كې د حضرت حسان رضى الله تعالى عنه پليونى دى. هغه په رزمي شاعرۍ كې فردوسي، په اخلاقي كې حضرت سعدي، په فلسفه كې خيام، په عشق او تصوف كې حافظ او په عشرت كې بونواس دى. دى د فطرت د ښكلا تر ټولو غوره مفسر هم دى.[4]))

د هغه په اړه د هغه د مينه والو دغسې بې شمېره د عقيدت ډاليو له ځانته ځانته راوړلو څخه به غوره دا وي، چې په استازيتوب يې د حضرت علامه اقبال رحمه الله درې بيته شعر راوړو، چې د خوشال  خان خټك په اړه يې ويلاى دى:

خوش سرود آن شاعر افغان شناس

هر چه بيند بازگويد بى هراس

آن حكيم ملت افغانيان

آن طبيب علت افغانيان

راز قومى ديد و بى باكانه گفت

حرف حق با شوخى رندانه گفت [5]

خوشال خان د يو فرد او شاعر په توګه د نورو په اند څوك دى؟ له دې لنډې يادونې څخه وروسته موږ د هغو ډېرو پيچيده تاريخي بحثونو حدودو ته ورننوځو، چې له پيل څخه نيولې تر پايه له تضادونو ډك دي. په تاريخ ليكنه او تاريخ جوړونه كې د ځمكې او اسمان هومره توپير دى. له كومې پوړۍ، سره چې د خوشال خان خټك اړيكه ده، داسې معلومېږي؛ لكه تاريخ ليكوالو چې د پښتنو تاريخ ليكلى نه وي؛ بلكې هر يو يې له خپلې خپلې خوښې سره سم تاريخ جوړ كړى وي.

خوشال خان له خټك قبيلې سره، دا قبيله له كرلاڼي ښاخ سره او كرلاڼى ښـاخ بيا د پښتنو تاريخ پورې تړل شوى دى؛ تر هغې چې د پښتنو په اړه پوره معلومات وړاندې نه شي؛ د خټك قبيلې او كرلاڼي ښاخ درك او پېژندل شوني نه دي. كه څه هم دا ليكنه به د هومره اوږد تفصيل حوصله ونه لري؛ خو بيا هم اړ يوو، چې تر خپله وسه په لنډ ډول ددغې ډېرې نازكې او حساسې مسئلې په اړه يو څه يادونه وكړو. فكر كوم دلته هم ناپلوي لومړۍ آړ دى. كه دا نه وي؛ نو ښايي دا به د تاريخ جوړونكيو د غلطۍ يو بل تكرار وي.

د پښتنو اصل نسل:

پټان، افغان او يا هم پښتون يو داسې جامع او ټولشموله كركټر دى، چې د خپلو خويونو او دودونو په رڼا كې له بېلابېلو نسلونو سره تړل شوى دى. تاريخ ليكوالو او اروپوهانو تل د پښتون ټولشموله كركټر او ددې قام دودونه، رواجونه او خويونه په پام كې نيولي دي؛ ځكه د پښتنو د اصل نسل په اړه د څېړنې پر مهال هڅه شوې، چې كله دوى په يونانيانو[6] پورې وتړي، كله په بني اسرايلو[7] پورې، كله هم په اريايانو[8] پورې او كله هم د منځنۍ اسيا په نورو نسلونو پورې. ځينو خو د سياسي ګټې په پام كې نيولو سره د هغوى نسل په دېوانو[9] پورې هم تړلاى دى او ځينو بيا د پيغمبرانو اولادونه ګڼلي دي.

د پښتنو په اصل نسل كې د اختلاف لومړۍ وجه دا ښكاري، چې كله كوم مستند تاريخ شتون ونه لري؛ نو بيا د ذهني سكون لپاره يوازې له ځانه جوړې شوې كيسې او قياسونه پاتې كېږي او بله خبره دا ده، چې پښتون يو داسې كركټر دى، چې د اصليت معلومولو لپاره يې سړى اړ كېږي، چې له خپله انده يې وتلي. په دې مانا چې ددې قام صفتونه دومره ډېر او خامۍ دومره ګڼې دي، چې ارواپوهان يې هم حيران كړي دي.

دا قام پر يو مهال د نړۍ له ډېرو وحشي او ډېرو مهذبو نسلونو سره پرتله كېداى شي. ددې ډول خبرو له منلو څخه وړاندې له ډېر احتياط څخه كار اخيستل په كار دي؛ ځكه چې دا ټولې خبرې كوم تاريخي او علمي لاسوندونه نه لري. موږ چې كومه دعوه كوو، دليل هم بايد ورته ولرو، دا خبره ډېره حيرانوونكې ښكاري، چې ډېر پښتانه او ناپښتانه ليكوال د پښتنو د پخوانيو (( اسلافو)) په اړه داسې يوې پايلې ته رسېدلي، چې د ځينو پېړيو تر منځ د اړيكې پيدا كولو لپاره عادي تاريخي مواد هم نه دي برابر شوي.

د پښتنو د اصل نسل په اړه، چې تر اوسه كوم نظريات وركړل شوي دي، د هغو د شننې لپاره موږ دوه فكري مكتبونه يا دوه مرحلې لرو، لومړۍ مرحله د يوې سياسي نظريې ده، چې په اړه يې ښه غبرګون هم ښودل شوى دى. دا د اولمسې پېړۍ د پيل خبره ده. او دويمه مرحله د عقلي او علمي شننې ده، چې د شلمې پېړۍ په لومړيو كې پيل شوه، دا نظريه هم له سياسته پاكه نه ده.

لومړۍ مرحله د مغل پاچا جهانګير له درباري ليكوالو څخه راپيلېږي، هغوى د پښتنو په اړه داسې له ځانه جوړ كړي تاويلونه وړاندې كړل، چې د جهانګير د دربار پښتنو مشرانو لكه خانجهان لودي او نورو ترې دا تاثر واخيست، چې د مغلو دربار په پښتنو ريشخند وهي. هماغه و، چې هغوى يې پر ضد د نعمت الله هروي په مرسته د پښتنو تاريخ وليكه، چې د (( تاريخ خان جهاني يا مخزن افغاني )) په نومونو مشهور دى.

پر دې حوالو له نيوكو كولو څخه وروسته به غوره دا وي، چې لومړى څو تاريخي حوالې دلته راوړو.

محمد قاسم فرشته په (( تاريخ فرشته )) كې ليكلي دي[10] (( مطلع الانوار چې د يو غوره ليكوال اثر دى، ما دا كتاب د برهانپور، خاندېش كې لوستى دى. دا كتاب ليكي، چې افغان په حقيقت كې قبطي فرعوني دى. كله چې حضرت موسى عليه السلام پر فرعون غالب شو؛ نو هغه مهال ډېرو قبطيانو توبه و ايسته او د موسى عليه السلام په دين كې راګډ شول؛ خو په دې قبطيانو كې يوه ډله داسې هم وه، چې له رنګارنګ كړاوونو ګاللو څخه وروسته يې هم دا دين ونه مانه او د فرعون په دوستۍ كې د فرعون د خدايۍ مننونكي پاتې شول. له دې ډلې څخه ډېرې قبيلې راوزېږېدلې، چې د (افغانانو) په نوم شهرت لري. كله چې ابرهه پر كعبې شريفې يرغل وكړ؛ نو هغه مهال د كعبې شريفې ډېر دښمنان له لرې او نږدې څخه راغلل او له ابرهه سره يو ځاى يې پر كعبې شريفې يرغل وكړ. په دې وګړيو كې (افغانان) هم ول، چې له ابرهه سره يې ملګرتيا وكړه. كله چې دوى مكې ته ورسېدل؛ نو د الله تعالى جل جلاله په قهر اخته شول او دوزخ يې ځاى شو ))

په كوم كال چې فرشته خپل تاريخ پوره كړى[11]، په هماغه كال نعمت الله هروي د خپل تاريخ ليكل پيل كړي دي. ته به وايې چې دا د فرشته او نورو هغو تاريخ ليكونكيو پر خلاف؛ چې د مغلو په دربار كې د پښتنو منورينو په اند، د پښتنو غلط تاريخ ليكلو باندې به يې پر پښتنو ريشخند واهه؛ يو  غبرګون و.

د ايران سفير چې د جهانګير په دربار كې پښتانه د (( دېو اولادونه ګڼلو)) چټيات وويل او د دربار له ګډونوالو څخه يې داد  حاصل كړ؛ خو د هغه دا كار د پښتنو مشرانو لكه خانجهان لودي او نورو د سخت خپګان سبب وګرځېد او دا چې (( مخزن افغاني )) سمدستي وليكل شو؛ نو يوه وجه يې همدا ده.

نعمت الله هروي فكر كوي[12]، چې (( هغه دولس قبيلې چې د حضرت يعقوب عليه السلام د زوى يهودا له اولاد څخه دي، افغانان هم له هغو سره اړيكه لري، په دوى كې د يو نوم قيس و او د هغه زوى سادل نومېده، چې د طالوت په نوم مشهور و؛ يانې حضرت طالوت، د پښتنو نيكه دى ))

ښاغلى الفنسټن ليكي (( د افغان نوم اصليت نايقيني غوندې دى او غالباً دا يو نوى نوم دى او دا وګړي د بني اسريل د سادل پاچا د زوى ارمياه يا برخيا او د هغه د زوى افغانا اولادونه دي. د دوى تاريخ له يهودانو سره تړلاى همداسې راروان دى. له قيس نه وروسته د افغانا اولادونه په دوو برخو ووېشل شول، يوه برخه يې د افغانستان د غور په غرونو كې استوګن شول او بله برخه يې د مكې معظمې سره نږدې شاوخوا پاتې شول.)) كه دا نظريه هم په غور سره ولوستل شي؛ نو د خپلو تضاداتو په وجه باطله زبادېږي.

ښاغلى فيرير ليكي (( د افغانانو د اصل نسل په اړه بېلابېل نظريات شتون لري، چې په كې د يو منل هم څه اسان كار نه دى. ځينې وګړي وايي، چې دا د يوناني سكندر له نسل څخه دي، نور بيا ليكي، چې دا د مصر قبطيان دي او تر دې چې د دوى پلرونه او نيكونه آرمينيان ول؛ خو د ختيځ ډېرى ليكوال پر دې اند دي، چې دا وګړي د بني اسراييل له لسو قبيلو څخه د يوې نسل دى ))

د ښاغلي ډارون په اند[13] (( د لومړي نظر څخه معلومېږي، چې دا نظر د افغانانو د لرغوني تاريخي رواياتو پر بنسټ ولاړ دى او هر ختيځوال تاريخ ليكوال بيا بيا تكرار كړى دى، تر دې چې د اروپا پوهانو هم د همدې نظر يادونه كړې ده.))

ښاغلى ټټلر فريزر ليكي (( د پښتنو د عملي كړو وړو له شننې څخه داسې ښكاري، چې اصليت يې له تركانو او ايرانيانو سره تړلاى وي. د هغوى د ختيځو قبايلو په وينو كې تر ډېره د هندوستان رنګ ښكاري. داسې معلومېږي، چې دا نسل د هماليه حدودو ته هغه مهال راننوتى دى، كله چې آريه پر هندوستان يرغل وكړ ))

ښاغلى كيرو ليكي (( په سرحد كې ډېر ځل داسې اورېدل كېږي، چې فلانۍ قبيله يا يوه ځانګړې كورنۍ دعوه كوي، چې په رګو كې يې د يوناني سكندر يا د هغه د پوځ وينه ده. د بېلګې په ډول د افريديو دودونه زياتره په يونان پورې تړلي دي. هغوى په زباد كې خپلې څېرې وړاندې كوي، چې كټ مټ يونانيانو ته ورته دي. ددې قام زياتره ځوانان (اپالو) غوندې دي. ستر افريدى د (زيس ZEUS )استازى و. نه يوازې افريدي؛  بلكې ډېرى پښتانه جنګيالي د خپل هډور جوړښت، عقابي سترګو او له جلاله ډكې څېرې په سبب كټ مټ د يوناني سكندر غوندې ښكاري. ))

نواب محمداكبر هوتي دعوه لري[14]چې (( د پښتنو لپاره نه يوازې پټان او افغان ويي په يوه مانا كارول كېږي؛ بلكې زياتره يوازې پټان ورته كارول كېږي. دا غلطي د تاريخي حقايقو په لړۍ كې همداسې پاتې ده. د افغان ويى په ځانګړي ډول د اسراييلو اولاد يا هم ميني طبقې لپاره كارول كېده، چې موروث يې ستر اسفانلياس ISPHANALIAS ، افودا  AFUDDA يا افغان دى، چې د افغان لفظ ترې مشهور شو. پټان له آره د سنسگريټ ژبې ويى دى، چې د هندوستان اوسېدونكيو په لرغونې زمانه كې پارتيانو لپاره كاروه. افغان په جسماني جوړښت، لباس، خويونو او د يوازيني موروث د اولادكېدلو پر بنسټ له پارتيانو سره ډېر جوړ راځي.

د ښاغلي غني خان په اند[15] (( زياتره وګړي، چې د پښتنو لوړې پوزې ګوري؛ نو وايي، چې دوى يهوديان دي؛ ځكه چې له نورو سره يې اړيكه نشي موندلاى. همدا سبب دى، چې چيغې راپورته شوي دي، چې د پښتنو اړيكه د يهوديانو له هغو وركو قبايلو سره تړلې ده. د پښتنو كلكې اسلامي عقيدې او د دوى پر ژوند، دود او دستور د اسلامي عقيدې پراخه اغېز پورتنى تاثر نور هم مضبوط كړى دى؛ خو بنسټيز حقيقت دا ښكاري، چې د پښتنو اړيكه دې د يهوديانو په نسبت له سپارتيانو سره ډېره نږدې وي. ))

ښاغلي ارواښاد مولانا عبدالقادر خپله دا نظريه وړاندې كړې ده، چې (( له يوې اوږدې مودې څخه تاريخ ليكوال، ژبپوهان او پوهان د پښتنو د اصل نسل په اړه په بحثونو اخته دي. دا چې دوى اريايان دي؟ ساميان دي؟ اسراييل دي؟ منګول دي؟ او كه نور څوك؟ خو قدرمن كيرو په ډېر عالمانه انداز دا زباد كړې ده، چې پښتون يو ګډ نسل دى. ))

د افغانستان زياتره پوهان او د حاضر پير څېړونكي پر دې اند دي، چې پښتانه اريايان دي. مولانا زياتوي او ليكي (( د لرغوني تاريخ له مخې او د لرغون پېژندونكيو پر اند منځنۍ اسيا هغه سيمه ده، چې لومړنى انسان په كې پيدا شوى دى او هغوى دا هم وايي، چې د تهذيب  او ثقافت بنسټ هم دغلته ايښودل شوى دى. ))

د پښتنو په دې لنډه پېژندګلوۍ كې دا اړينه نه ده، چې د پښتنو اصل نسل دې له اريايانو، ساميانو او يا هم له منګوليانو سره وتړل شي. دې كې شك نشته، چې دا قام له نورو سره هم تړل كېداى شي؛ خو له اريايانو يا نورو سره د هغوى تړل هم سم كار نه دى، رښتينې خو داده، چې پښتانه د پښتنو له نسل څخه دي او همدومره بس ده.

ددې يو قوي دليل دا دى، چې د انساني ټولنې پيل له يوې قبيلې څخه شوى دى، چې د بخت، پكتيكا يا پښتونخوا په نوم وه. له همدې قبيلې څخه ټولې نړۍ ته قبايل خپاره شول. ددغې لرغونې قبيلې د اخلاقو ټولګې ته (پښتو) ويل كېږي، چې زياتره اصول او قوانين يې د ټولو پيغمبرانو په لارښوونو كې شتون لري؛ نو ځكه ويل كېداى شي، چې پښتانه له آره پښتانه دي او مخالفين يې نشي كولاى دوى له دغه ستر مقام څخه راكښته كړي.

د ښاغلي عبدالحي حبيبي دعوه دا ده[16]، چې (( پښتانه له اريايي نسل سره اړيكه لري. كله چې اريايي قامونه د خېوې، خوقند او بدخشان تر منځ په خپلو آرو سيمو كې اوسېدل، دلته يې د شمېر زياتوالي په سبب پر درېوو ډلو ووېشل شول. يوه ډله يې د هندوكش پر غرونو واوښته او د كابل پر درو هندوستان ته لاړه. دويمه يې د ايران په لور خپره شوه او له هغه ځايه همداسې ورو ورو تر اروپايي هېوادونو ورسېدله. درېيمه ډله پر خپل آر ټاټوبي (افغانستان) كې پاتې شوه، چې اوس ورته پښتانه يا افغانان ويل كېږي. ))

د پښتنو د اصل نسل په اړه چې د نورو وګړيو كومې نظريې ما وړاندې كړې، دا مازې (مشت نمونه خروار) وې، كه نه، په دې اړه دومره ليكنې شوي دي، چې كه اوس يوازې د هغو پوهانو نظريې راواخلو، چې په عام عرف كې ورته د لاسوند په توګه كتل كېږي؛ نو فكر نه كوم، چې د لوستونكيو په ذهن كې به؛ زما په څېر؛ له پرېشانۍ څخه پرته نور څه كينوي.

ښه به دا وي، چې پر دغو وړاندې كړيو نظريو زه خپله ناڅيزه نظريه هم وړاندې كړم. تر ټولو مهمه او لومړۍ خبره؛ خو دا ده، چې د پښتنو په اړه خپله د پښتنو پوهانو او څېړونكيو او هم د ناپښتنو پوهانو او څېړونكيو يوه او متفقه رايه داده، چې ددې پوړ وګړيو او د پښتو ژبې لرغونتوب له تاريخ څخه وړاندې پېر ته رسېږي. ځينې اوسني پوهان خو يوازې د پښتو ژبې لرغونتوب تر اوو زرو كالو پورې ښيي.[17]

لكه څرنګه چې ترې وړاندې يادونه وشوه، ځينې څېړونكي دعوه كوي، چې د (پښتون) ويي يادونه په ريګويدا كې هم شوې ده.[18] دا كتاب د حضرت عيسى عليه السلام له زېږېدا څخه څوارلس سوه كاله وړاندې زمانې پورې اړه لري. په دې كتاب كې دا قام د (پكهت) په نوم ياد شوى دى. كه له دې وروسته د (اويستا) كتاب ولټول شي؛ نو په هغه كې د (بخت) يا (بخد) په نوم هم ترې يادونه شوې ده.[19] دا كتاب هم نږدې له ميلاد څخه زر كاله وړاندې زمانې پورې اړه لري. له دې كتاب څخه وروسته د مشهور يوناني تاريخ ليكوال هيروډوټس د جغرافيې په كتاب كې ددې قام د يادونې لټون شوى دى. دا كتاب له ميلاد څخه ۴۸۴ يا ۴۲۵ كاله وړاندې زمانې پورې اړه لري. په دې كتاب كې د پښتنو د هېواد نوم ( پكتيكا) يا(پكتويك ) ليكل شوى دى. ددې هېواد موقعيت د سندهـ درياب غاړه ښودل شوې ده او ويل شوي، چې اوسېدونكي يې ډېر زړه ور دي.[20]

د دارا د  زمانې اميرالبحر سكايي لاكس (۵۲۱ – ۴۸۶ له ميلاد څخه وړاندې ) هم په خپل يونليك كې د (پكتيكا) يادونه كړې ده.[21] يو بل يونانى جغرافيه پوه بطليموس كلوديوس هم د پښتنو د هېواد ( پكتين ) يادونه كړې ده، چې د پاروپاميزاد په سويل كې د (پكتيو) د اوسېدو ځاى دى.

بطليموس له هيروډوټس څخه وروسته په دويمې زېږدي پېړۍ پورې اړه لري.[22]

د ويدا كتاب ( پكهت ) له يونانۍ لهجې سره سم يونانيو تاريخ ليكوالو( پكتي، پكتيس او پكتوليس) ليكلاى دى. تر ټولو لومړى پروفيسر لاسن معلومه كړه، چې دا د پښتون قام يادونه ده. وروسته يې [23]ټرومپ او گرېرسن يې تصديق وكړ او اوس يې ټول پوهان مني.

ددې نظريو لوستنې څخه وروسته ښايي  موږ  يوې پايلې ته ورسېږو. كه هغه حوالې، چې ما تر اوسه ترې يادونه كړې، د لاسوند په توګه هم ومنو؛ نو بې له دې چې د پښتنو له نوم سره په يو نه يو ډول اړيكه ولري، د اصل نسل په اړه يې په كې هېڅ هم نشته. كه څه هم دا تر ټولو لرغونې حوالې دي. دا چې ښاغلي  عبدالحي حبيبي تر كومې كچې هڅې كړي، چې پښتانه له اريايانو سره وتړي، دا د هغه شخصي هڅه ده، چې په شلمې پېړۍ كې پورې اړيكه لري. د تاريخ لپاره، چې د كومو ماخذونو اړتيا وي، هغه ددې نظريې په تاييد كې نشته. يوازې د ژبنيو روايتونو او قياسونو پر بنسټ ولاړ هغه تاريخ، چې د زرګونو كلونو كړۍ يې غايبې وي، څرنګه د يو لاسوند په توګه منل كېداى شي.

ما چې له څومره لوستو وګړيو څخه پوښتنې كړي دي؛ نو ډېر يې له خپل نيكه څخه وړاندې د خپل نسب له ونې (شجرې) څخه ناخبر ول. ځينې په كې داسې هم ول، چې د خپل غور نيكه نوم هم ورته ياد نه و. هو ځينې كورنۍ داسې هم شته، چې خپله د نسب ونه په ليكلې بڼه له ځان سره لري؛ خو كه لږ غور وشي، تر يو ځايه د نسب ددغې ونې روغتيا پر ځاى وي؛ خو له هغې وروسته لړۍ ګډه وډه شوي وي. په ځانګړي ډول د نسب هغه ونې چې تر حضرت ادم عليه السلام پورې رسېدلي وي. ددې لپاره تر ټولو په زړه پو رې داده، چې د يو څو نومونو له شمېرلو څخه وروسته يې په يو خيز دغه ونه تر حضرت ادم عليه السلام رسولې وي.

پوهېږئ حضرت ادم عليه السلام كله ځمكې ته راكښته شوى دى؟ فكر كوم ددې لپاره به چا تر اوسه نېټه او كلونه نه وي ټاكلي؛ خو بيا هم دومره خامخا معلومېږي، چې دا لړۍ دومره لرغونې ده، چې له الهامي كتابونو پرته يې له نورو ځايونو معلومول شوني نه دي. دې كې شك نشته، چې له يو مهال څخه ساينسپوهانو او لرغون پېژندونكيو پر ځمكه د ژوند اثارو په لټون بوخت دي؛ خو هغوى هم چې تر يو ځايه ورسېږي؛ نو څو كاله وروسته بيا له هغه څخه نور هم پرمختګ كوي. د بېلګې په توګه كه پاكستان په پام كې ونيسو؛ نو څه موده وړاندې داسې فكر شتون درلود، چې پر دې ځمكه د مهذب ژوند آثار نږدې تر پينځو زرو كلونو وړاندې د موهن جوډرو او هړپه لرغونو آثارو پورې رسېږي. وروسته چې كله په ډېره اسماعيل خان او بنون كې د رحمان ډېرۍ خبره رامنځته شوه؛ نو دا لړۍ تر شپږ زرو كلونو پورې اوږده شوه؛ خو كله چې په ( پوټوهار ) سيمه كې د انساني جسد يوه پرې شوې برخه وموندل شوه؛ نو خبره پنځوس زره كلونو ته ورسېده او نن سبا ځينې وګړي په پوټوهار كې د انساني ژوند پيل له لكونو كلونو څخه هم وړاندې ګڼي.

د واشنګټن په كولتوري موزيم كې له ډېرو حيرانوونكيو سربېره، كله چې تاسې د يو داسې ژوي سكليټ ووينئ، چې لوړوالي ته يې خولۍ له سره لوېږي؛ څه فكر كوئ، كه دا سكليټ ستاسې په مخ كې نه وي؛ نو په اړه به يې كيسه كوونكى درواغجن ونه ګڼئ؟ دا ولې؟ ځكه  چې نن سبا دا ډول ژوي نشته دي؛ خو كه هملته د هر حيرانوونكي څيز سره په تخته ليكل شوې نېټه وګورئ؛ نو پر ځمكه به د ژوند د مخينې په اړه څه ناڅه معلومات درته وشي.

كه زه ددې ټكي وړاندې بيولو لږه نوره هڅه هم وكړم؛ نو فكر كوم چې ستاسې ماغزه به هم ګډ وډ كړم. زما يوازې ددې ويل دي، چې كه تاسې د نسب هره ونه د انساني ژوند له قياس شوي پيل سره پرتله كړئ؛ نو د هغې د كره والي او ناكره والي په اړه درته معلومات  كېږي؛ ځكه د انساني ژوند پيل ډېر لرغونى دى او تاريخ د خپل عمر په لحاظ ډېر كم عمره. د تاريخ د كمعمرۍ سره سره هم د ځينو قامونو د څوسو كلونو وړاندې تاريخ دومره نيمګړى دى، چې عقل يې نه مني. دې قامونو يوازې د ځان خوشحالولو په پار ځان لپاره تاريخونه جوړ كړي دي.

د بېلګې په ټول د پاكستان او هندوستان وړې وچې تاريخ راپورته كړئ، له كوم ځايه چې راپيل شوى دى، كه له هماغه ځايه يې ټولې كړۍ په علمي انداز وكتل شي؛ نو له درې يا څلور زره كلونو څخه وړاندې به تاسې هم له هغو ګډو وډيو سره مخ شئ، لكه د تاريخ د يو ادنا زده كوونكي په توګه چې زه ورسره مخ شوم.

ددغو ټولو اعتراضونو په رڼا كې تاسې اوس ددې خبرې اندازه ولګوئ، چې د پښتنو د زرګونو كلونو تاريخي كړيو له وركېدا سره سم په شلمه پېړۍ كې څرنګه يو دم دوى آريايان زباد شول؟ او دا دعوه د افغانستان د شلمې پېړۍ پوهانو څرنګه يو دم په داسې شد و مد سره وكړه.

اوس لږ دې بل پلو هم راشئ. د اوولسمې زېږدي پېړۍ په لومړۍ ربع كې د جهانګير په دربار كې ناڅاپه د پښتنو د اصل نسل خبره راپورته كېږي. دلته هم ددې قام د زرګونو كلونو وركو شويو تاريخي كړيو سره سره د چټيات او د نه منلو وړ كېسو په واسطه د دې قام نسل له يو چا سره تړل شوى دى. ددې چټياتو پيل محمد قاسم فرشته كړى دى[24]، چې په پيل كې يې نظر تاسې ولوست. هغه دا هر څه د (مطلع الانوار) كتاب په حواله ليكلي دي، چې په كې پښتانه د فرعون دوستان او د حق دين دښمنان ګڼل شوي دي. تر دې چې پر كعبې شريفې د يرغل پر مهال دوى له ابرهه سره ولاړ ول، چې د خداى تعالى جل جلاله په قهر اخته شول او دوزخ يې په برخه شو.

د پښتنو په اړه يوازې همدا چټيات نه دي ويل شوي؛ بلكې (تاريخ خورشيدجهان)[25] د پښتنو غوندې په يوه شانداره او عزتمنه طبقه د شيطان او ديو له نسل څخه ګڼلې ده او دا هم په دې ډول، چې د (ضحاك) پاچا په دور كې پاچا ته پته ولګېده، چې د لوېديځ په لور يو داسې ځاى شتون لري، چې په كې د ښاپېريو غوندې ښكلې نجوني اوسي. پاچا پر هغه ځاى د يرغل په موخه خپل يو ټولى پوځ واستوه؛ خو پوځ يې ماته وخوړه. له دې وروسته ضحاك پاچا د نريمان په نوم يو جنرال له يو بل لښكر سره هلته واستوه، چې له خونړۍ جګړې وروسته يې د هغه ځاى له وګړيو سره په زر نجونو سوله وكړه. نريمان دغه زر نجونې له ځان سره كړې او د خپل هېواد په لور روان شو. په لاره كې، په يو غره كې پرې شپه راغله، چې له  غره څخه يو ديو صورته او شيطان سيرته سړى راووت او د نريمان لښكر يې څه ووژنه او څه يې هم وتښتول.

دا ټولې نجونې په هغه شپه له هغه ديو صورته سړي سره پاتې شوې، بيا هغه سړى ورك شو او كله چې د نريمان لښكر راټول شو؛ نو نجونې يې له ځان سره كړې او هېواد ته روان شول. كله چې د پاچا دربار ته ورسېدل،نريمان ټوله كيسه پاچا ته تېره كړه. پاچا چې كيسه واورېده؛ نو سخت غوسه شو، امر يې وكړ، چې دا نجونې بېرته هماغه غره ته بوځئ او خوشې يې كړئ؛ ځكه چې له نسل څخه به يې دلته فساد خپور شي. په دې ډول دغه زر نجونې بېرته هغه غره ته راوستل شوې او هلته خوشې شوې. همدلته د هغوى اولادونه وزېږېدل او زيات شول، چې افغانان ورته ويل كېږي او دا ټوله د اه فغان ډله ده.

دا كيسه د (تاريخ خورشيدجهان) ليكوال رانقل كړې ده. ددې كيسې په اړه مشهوره ده، چې كله د جهانګير په دربار كې ولوستل شوه[26]؛ نو د دربار پښتانه مشران اړ شول، چې ځواب يې ووايي.

ما چې په كومو وييونو كې دا كيسه دلته راوړې، ډېره هڅه مې كړې، چې لږه يې ادبي كړم؛ خو بيا هم فكر نه كوم چې په يوه باكولتوره ټولنه كې يې يوازې لوستل هم اسان وي، قبلول او منل؛ خو يې شين له كفره كم نه دي. لوستونكي كولاى شي، د كيسې له لوستلو څخه معلومه كړي، چې آر وييونه به يې په څه ډول ول؟ دا كومه ټوكه نه ده؛ چې په پښتنو پسې جوړه شوې ده؛ بلكې دا په پښتنو پسې هغه ډول ښكنځل دي، چې هېڅوك يې هم نه اورېداى شي او نه هم زغملاى. له دې وروسته د مغلو دربار پښتانه مشران ځكه اړ شول، چې دا ډول كړنې د مغلو او پښتنو د سياسي دښمنۍ نښې وګڼي او ځواب يې په (مخزن افغاني) كې وركړي. دا بېله خبره ده، چې كه مغلو د تاريخ آره څېره په بله اړولې؛ نو پښتنو هم د دفاع په صورت د خپل تاريخ په مسخه كولو كې درېغ نه دى كړى. د خانجهان لودهي په مشرۍ او د هيبت خان كاكړ په مرسته، چې د مغل دربار پېښې ليكونكي نعمت الله هروي (مخزن افغاني) وليكه؛ نو راتلونكي تاريخ ليكوال يې يوې سختې ستونزمنې او كړكېچنې لارې ته وربرابر كړل.

دا كتاب د ذوالحجې د مياشتې پر لسمه نېټه، د جمعې په ورځ په ۱۰۲۱ هجري كال كې بشپړ شوى دى. د بشپړوالي پر مهال پرې د جهانګير هم ډېرې ستاينې ليكل شوي دي. لكه چې وړاندې ترې يادونه وشوه، ددې كتاب پيل هغه مهال شوى، چې كله (تاريخ فرشته) بشپړ شو. په داسې حال كې چې د خټكو تاريخ ليكوال ښاغلى عقاب خټك دعوه كوي، چې (تاريخ فرشته) له (مخزن افغاني) څخه دولس كاله وروسته ليكل شوى دى.[27]

پښتانه د قبطيانو او د ديو اولادونه ګڼلو په ځواب كې، چې (مخزن افغاني) كوم ځواب ويلاى هغه دا دى، چې پښتانه د پلار له پلوه پاچايان او د مور له پلوه د پيغمبر اولادونه دي. ددې كتاب له مخې په لنډو وييونو د پښتنو د اصل نسل په اړه ويل شوي دي[28] (( د طالوت پاچا دوې ښځې، چې د حضرت تعقوب عليه السلام د زوى له اولادې څخه وې، له هغو څخه يې دوه زامن برخيا او ارمياه وزېږېدل. حضرت داود عليه السلام برخيا ته مدني چارې او ارمياه ته پوځي چارې وسپارلې. د برخياه يو زوى پيدا شو، چې نوم يې آصف پرې كېښود او د ارمياه د زوى نوم افغنه و. همدا افغنه د حضرت سليمان عليه السلام د پوځ مشر هم و، چې د ښو كارنامو يادونه يې شوې ده. پښتانه يا پټان د هغه اولادونه دي. دى وړاندې ليكي، چې د آصف او افغنه له مرګ څخه وروسته بخت نصر شام او يروشيلم ونيول، بني اسراييل يې خپل غلامان وګرځول او له حضرت عزيز او حضرت دانيال څخه يې هم وغوښتل، چې د هغه خدايي ومني؛ خو چې هغوى انكار وكړ؛ نو بخت نصر يې د دولس مشرانو د وژنې امر وكړ؛ خو دوى (حضرت عزير او حضرت دانيال) يې ځكه وبښل، چې د هغه يو خوب يې ورته تعبير كړ. بني اسراييل يې له هغه ځايه وايستل او غور، غزني، كابل، كندهار او فيروز غره كې ميشت شول. دلته د آصف او افغنه اولادونه زيات شول، خپاره شول او له خپلو شاوخوا مشركانو سره د محمود غزنوي او شهاب الدين غوري تر زمانې پورې وجنګېدل.

له دې وروسته، چې دا كيسه نوره هم وړاندې ځي؛ نو يو په زړه پورې پېر ته ننوځي[29] او هغه دا چې د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم له بعثت څخه وروسته حضرت خالد بن وليد رضى الله تعالى عنه مسلمان شو. ويل كېږي، چې د هغه اړيكه د بني اسراييلو هغې ډلې سره وه، چې له يروشيلم څخه د بخت نصر په امر ايستل شوې وه او د افغانستان غرونو ته د راتګ په اراده د مكې معظمې په شاوخوا كې پاتې شوې وه. په دې ډاډ چې كه يوه قبله يې له لاسه ووتله؛ نو د حضرت ابراهيم عليه السلام په لاسو جوړه شوې بله قبله (كعبه شريفه) خو ورته پاتې ده، د هغه نږدېوالى خو بايد له لاسه ورنه كړي. هماغه و، چې خالد بن وليد رضى الله تعالى عنه چې كله ايمان راوړ؛ نو په افغانستان كې اوسېدونكيو خپلو عزيزانو ته يې پيغام راولېږه، چې هغوى هم مدينې منورې ته راشي او د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم حق دين باندې ايمان راوړي.

هماغه و، چې د بني اسراييلو له هغې ډلې څخه يو پلاوى د قيس په مشرۍ مدينې منورې ته راغى. حضرت خالد بن وليد رضى الله تعالى عنه چې كله خپل عزيزان حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ته وروپېژندل؛ نو حضرت محمد صلى الله عليه وسلم سخت خوشحاله شو. دغو وګړيو ايمان راوړ او له حضرت محمد صلى الله عليه وسلم سره يې لاس په لاس بيعت وكړ. حضرت محمد صلى الله عليه وسلم هر يو څخه بېل بېل د هغوى د نومونو پوښتنه وكړه. د قيس نوم يې په عبدالرشيد وربدل كړ؛ ځكه قيس عبراني نوم و. ورسره يې دا هم وفرمايل، دا چې دا وګړي د طالوت د هېواد اوسېدونكي دي؛ نو بايد له نوم سره يې د هېواد نوم هم وكارول شي. له دې وروسته قيس عبدالرشيد د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم په لارښوونه د مكې معظمې په فتح كې له خپلو ملګريو سره ښه اتلولي وښودله. تر دې چې عبدالرشيد اويا قريشيان پر خپل لاس ووژل. پر دې مهال حضرت محمد صلى الله عليه وسلم دا وړاندوينه وكړه او ويې فرمايل، چې الله جل جلاله په عبدالرشيد ته دومره اولادونه وركړي، چې د اسلام حق دين په استحكام كې به له ټولو وګړيو مخكې وي او حضرت جبراييل عليه السلام د وحي په ذريعه حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ته وويل،چې دا وګړي به دومره  ځواكمن وي، لكه د كښتۍ هغه ځواكمنه برخه، چې د خپلې ځواكمنۍ په سبب ورته په  عربي كې (بطان) ويل كېږي؛ نو حضرت محمد صلى الله عليه وسلم هم پر همدې بنسټ دوى ته د (بطان) لقب وركړ، چې وروسته په (پټان) واوښت. له دې وروسته حضرت محمد صلى الله عليه وسلم عبدالرشيد بېرته د اوسني افغانستان د غور غرونو ته راواستوه، چې د حق دين تبليغ وكړي. دى بيا د اوه اتيا كالو په عمر په ۴۱هـ كال كې وفات شو. د عبدالرشيد درې زامن ول، چې مشر يې سړبن، دويم يې بيټنى او درېيم يې غرغښت نومېده.

اوس لږ د مخزن افغاني له مخې د قيس عبدالرشيد د نسب ونې ته هم پام وكړئ او بيا د نسب ونو په اړه زما وړاندې كړې تبصرې هم په پام كې ونيسئ. د مجمع الانساب د ليكوال په اند د نسب دا ونه داسې ده:

قيس بن عيسى بن سالول بن عتبه بن نعيم بن موره بن جالندر بن سكندر بن ريمان بن عين بن محلول بن سالم بن صالح بن فارود بن غان بن مخلول بن كرم بن امل بن حديفه بن منهال بن قس بن ايلم بن اسماعيل بن هارون بن كمرود بن عدى بن زالب بن طولال بن ليوى بن غامل بن تارج بن ارزند بن مندول بن سليم بن افغنه بن ارميا بن سالول (طالوت پاچا) بن قيس بن عتبه بن عيسى بن روئيل بن يهودا بن يعقوب اسرائيل بن اسحاق بن ابراهيم بن تارخ (اذر) بن نخور بن سارغ بن ميلك بن ميتوسلا بن يزد بن مهليل بن انش بن شيث بن ادم عليه السلام.

واخلئ د څوارلس سوه كاله وړاندې تير شوي قيس عبدالرشيد د نسب لړۍ په شپږ نوييم پښت كې حضرت ادم عليه السلام ته ورسېده. راځئ! د همدې حساب له مخې معلومه كړو. له نن څخه شپيته كاله وړاندې زما نيكه ژوندى و او اوس زما د پلان لمسيان هم زلميان دي؛ يانې په شپيتو كلونو كې زما د نيكه پينځم پښت روان دى ژوند كوي. كه موږ همدغه معيار وګڼو او حساب وكړو؛ نو د قيس عبدالرشيد او حضرت ادم عليه السلام ترمنځ كه په شپيتو كلونو كې پينځه پښته رامنځته شوي وي؛ نو پكار ده، چې دې نسب دې لړۍ دې له حضرت ادم عليه السلام  څخه تر قيس عبدالرشيد پورې شپږ سوه اويا كاله نيولي وي. كه موږ د احتياط له مخې دا منځنۍ موده زر كاله وګڼو؛ نو د همدې كتاب له مخې، چې وايي د قيس عبدالرشيد او بخت نصر تر منځ پينځه لس سوه كاله تير شوي دي. په داسې حال كې چې د همدې كتاب په يو ځاى كې ليكل شوي دي، چې د قيس عبدالرشيد د نسب لړۍ په اوه دېرشم پښت كې طالوت ته په پينځه څلوېښتم پښت كې حضرت ابراهيم عليه السلام ته او په درې شپيتم[30] پښت كې حضرت ادم عليه السلام ته رسېږي.

چې همدغه ډورن په غلطۍ سره شپږ سوه درې ژباړلي دي. نوم په نوم رانقل شوې د نسب لړۍ پورته راوړل شوې ده، چې شپږنويم پښت ترې جوړېږي. كه دا دري شپيته پښته هم ومنو او زما په حساب د پينځو پښتونو د رامنځته كېدا لپاره شپيته كلونو پر ځاى سل كلونه بېل كړو؛ نو بيا  هم دغه ټوله موده زيات و كم ديارلس سوه كاله كېږي.

د مخزن افغاني تاريخ له مخې قيس عبدالرشيد د لومړۍ هجري پېړۍ لومړيو پورې اړه لري؛ نو له هغه څخه وروسته هم دغه دي څوارلس سوه كاله تېر شوي دي. كه دا دواړه سره جمع كړو؛ نو اوه ويشت سوه كاله ترې جوړېږي. واخلئ، چې حضرت ادم عليه السلام له داراو سكندر څخه يوازې درې سوه كاله وړاندې شتون درلود(د مخزن افغاني له مخې) او په دې موده كې يې نسل د ټولې ځمكې پر مخ خپور شوى و. په عام ډول خو د يو پښت لپاره دېرش كاله ټاكل شوي دي. ددې حساب له مخې هم قيس له حضرت ادم عليه السلام سره په شپږنويم پښت كې په ۱۶۸۰ كال او په درې شپيتم پښت كې په ۱۸۹۰ كال كې يو ځاى كېږي او لكه څرنګه چې په ديني كتابونو كې د حضرت ادم عليه السلام عمر څوارلس سوه كاله ښودل شوى دى، كه قيس لږ مخكې پيدا شوى واى؛ نو د حضرت ادم عليه السلام په همهالو كې به شمېر شوى واى.

اوس ووايئ،چې د نسب لړيو په اړه، چې په تېرو پاڼو كې ما كوم شك ښكاره كړى و، د پورتنيو شمېرو په پام كې نيولو سره د منلو وړ نه دى؟ او د مخزن افغاني د رښتينوالې په اړه څه فكر كوئ؟ په دې اړه به د نورو دليلو راوړلو ته اړتيا نه وي؛ خو كه يو څو خبرو يادونه وكړو، ښايي لوستونكيو ته په زړه پورې وي. هغوى چې پښتانه له بني اسراييلو سره تړي، يوه دعوه يې دا هم ده، چې ددې نظريې د زباد لپاره بايد تورات ولوستل شي؛ خو د تورات له لوستلو څخه دومره معلومېږي، چې د طالوت د وه ښځې وې، چې د هغه د مړينې پر مهال حاملې وې. د مخزن افغاني له مخې هغه له مړينې وړاندې دوى حضرت داود عليه السلام ته سپارلې وې. وروسته چې هغوى برخيا او ارمياه وزېږول، د هغې يادونه په تورات كې نه شته او نه هم د سادل پاچا (طالوت) او حضرت داود عليه السلام په اولادونو كې د برخيا يادونه شوې ده.

د تورات[31] له حوالو څخه چې د كوم برخيا او آصف نومونه مخې ته راځي، هغوى د مخزن افغاني حوالو سره هېڅ ډول اړيكه نه لري. د ارمياه او افغنه نومونه په كې بيخي شته دي نه. د توارت په لومړي څپركي، د سلاطينو په برخه كې، چې د حضرت سليمان عليه السلام يادونه هم په كې شوې ده، د مخزن افغاني له مخې د هغه د وزير آصف او سرلښكر افغنه هيڅ يادونه نشته.

له حضرت محمد صلى الله عليه وسلم سره د ملاقات كوونكيو په ډله كې د قيس نوم خامخا شته؛ خو د اسلامي تاريخ له مخې دا هغه قيس نه دى، چې په مخزن افغاني كې يې يادونه شوې ده او نه هم د رسالت له دربار څخه كوم قيس د (ملك) او (بطان) په خطاب او لقب نازول شوى دى. د اسلامي تاريخ له مخې د حضرت خالد بن وليد رضى الله تعالى عنه په قريشيتوب كې هېڅ شك ته ځاى نه پاتى كېږي؛ خو غالباً د (( تاريخ فرشته ))[32] ليكوال دلته غلط شوى او د حضرت خالد بن وليد رضى الله تعالى عنه پر ځاى يې خالد بن عبدالله ليكلاى دى. د ياد شوي تاريخ له مخې خالد بن عبدالله د ابوجهل له اولادې څخه و، چې په ۶۲ هـ كال كې د كابل له حاكميت څخه لرې كړاى شو او هغه د خليفه له وېرې ددې پر ځاى چې عربستان ته لاړ شي، سليمان غره كې  استوګن شو او دلته يې د خپلې لور واده يو پښتون سره وكړ.

په داسې حال كې، چې دا حواله هم په خپل ذات كې سمه نه ده؛ ځكه دا د تاريخ د هغه پېر پېښه ده، چې پر كابل د رتبيل پاچايونو واكمني وه، چې نامسلمانان ول. البېروني[33] تر لسمې زېږدي پېړۍ پورې  په كابل او د سندهـ درياب تر منځ د پښتنو يادونه د نامسلمانو وګړيو په توګه كوي. نږدې ټول تاريخي شواهد دا وايي، چې پښتانه په ټوليزه توګه د محمود غزنوي او محمد غوري د واكمنۍ پر مهال په اسلام مشرف شول. له دې وړاندې هغوى په كوم مذهب ول؟ پر دې به وروسته پاڼو كې  زه خپل نظر وړاندې كړم. په دې كې هم شك نشته، چې په لومړۍ زېږدي پېړۍ كې مسلمانان د حضرت مهلب په مشرۍ تر (( بنو)) ورسېدل؛ خو له عربستان څخه تر دې سيمې د مسلمانانو رارسېدل، بېله خبره ده او د پښتنو مسلمانېدل بېله.

د اسلامي تاريخ له لوستنې په ډاګه كېږي، چې د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم تر مبارك ژونده اسلام يوازې د عربستان په حدودو كې و. دې كې هم شك نشته، چې هغه مهال د ايران پاچا ته د اسلام پيغام راوړونكي يادونه هم په تاريخ كې شته، چې د ايران پاچا ورسره سم چلن نه و كړى او حضرت محمد صلى الله عليه وسلم په دې اړه وړاندوينه هم وكړه، چې وروسته ټكى په ټكى سمه راوخته؛ خو دا چې پر هغه مهال دې اسلام د افغانستان حدودو ته ننوتى وي، په دې اړه كوم ثبوت نشته. زه تر اوسه پوه نه شوم، چې د مخزن افغاني كومه دعوه د كوم سند له مخې سمه وګڼل شي؟ ټولې يې ناسمې دي.

د قيس پښتون كېدا په اړه د ښاغلي محمد امين خوږياڼي[34] دا تشريح د پام وړ ده، چې د ايران هېواد لوېديځ سرحد سره پښتانه قبايل له لرغونې زمانې څخه استوګن ول، دا چې دلته يې د ژوند وسايل محدود ول؛ نو زياتره به دوى د ژوند اړتياوو د پوره كولو لپاره ايران ته ننوتل.

د نوشېروان عادل د واكمنۍ پر مهال د حبشې د پاچا پر خلاف د هغه يو دوست بغاوت وكړ او پاچا يې له پلازه محروم كړ. د حبشې دغه پاچا د مرستې لپاره د نوشېروان دربار ته راغى او له دې ايراني پاچا څخه يې د پلاز بېرته ترلاسه كولو په اړه مرسته وغوښته، چې نوشېروان هم ورسره وعده وكړه؛ خو وروسته پرې سخت پښېمانه و او دا ځكه، چې فكر يې كاوه، د حبشې وګړيو ته د واكمنۍ ګټلو لپاره ولې د ايرانيانو وينې تويې شي. تر دې چې د حبشې پاچا همدلته ساه وركړه. ښځه او زوى يې په حبشه كې پاتې ول، هغه مهال يې زوى وړوكى ?