غزل

نصرت الهام

په دې سلګۍ، سلګۍ ورځو اوشپو ژړل پكار دي

چې اور بل شي په سترګو په لېمو ژړل پكار دي

ددې تراخه، تراخه وخت تېرول د زهرو ګوټ دى

په دې شېبه كې اوښكې په شېبو ژړل پكار دي

چې ته راته راياد شې خدايګو ستونى مې راډك شي

چې ته مې خواكې نه يې په سلګو ژړل پكار دي

ما خلاصې كړې په دې باندې د خداى نعمت ته لارې

اوس څه راته په دې ماتو توبو ژړل پكار دي

دا بلې سرې لمبې به هم وژل غواړي كه هسې

وطن باندې په بلو سرو لمبو ژړل پكار دي

هلمند كې د پښتون د پګړۍ ول ته وير پكار دى

د سوات په چټو پېغلو جينكو ژړل پكار دي

تر څو به تش دعا ته زمونږ پورته وي لاسونه

الهامه په سجدو كې نو ترڅو ژړل پكار دي

 

        غزل

ستا د مينې شور په زړه كې پاتې دى

لا مې دغه اور په زړه كې پاتې دى

لا مې ناڅي سرې اوښكې په سترګو كې

لا مې ستا انځور په زړه كې پاتې دى

زوى يې د ليلې دښتې خوړلى دى

غم يې لا د مور په زړه كې پاتې دى

اوس مې اوښكې وچې دي په سترګو كې

اوس مې كله زور په زړه كې پاتې دى

سپينه رڼا ويشي د روح كلي كې

داغ مې تكه تور په زړه كې پاتې دى

اوس له دې پښتون زړه سره څه وكړم

غم لكه پېغور په زړه كې پاتې دى

نصرت الهام