غزل

ولس به يې ساته د ولس لاره يې ساتله
يو څوك و چې د چا د ژوند لپاره يې ساتله

هرچا و دوه او درې ياران له ځان سره ساتلي
يو دا و چې يواځې يوه ياره يې ساتله

كه زه توره په لاس يم خو له شوقه يې ساتمه
كه دۀ سره وسله وه نو له ډاره يې ساتله

دا نن چې ترې د پلار توره پردي په منډو كړې
دا هاغه نر پښتون دى چې كراره يې ساتله

يو چا به په يو چا د زړه له كومي خيال كولو
هغه و چې هماغسې  خوماره يې ساتله

ټټر چې يې په سرو وينو رنګين دى دا نو ځكه
پرې ګرانه كلمه وه له تلواره يې ساتله

هغه ته يې جونګړه ستا غره سپينه ماڼۍ وه
له غيره يې ساتله له اغياره يې ساتله

يوڅوك خپله بړستنه كې همدغسې خوسا شو
سينه وه چې د تورې له پرهاره يې ساتله
 
همرازه خزانه يې د سپېڅلي دين، په خواكې
يو ښكلى مومن خان و چې له ماره يې ساتله

مدثر همراز