غزل
نور مې نو د ښکلو له ازاره خدایه اوباسه
ما د لیونیو له کتاره خدایه اوباسه
یا خو د بدرنګو یوه بله دنیا جوړه کړه
یا خو ما د حسن له دی ښاره خدایه اوباسه
نور د غلامۍ زنځیر په غاړه وړلای نه شمه
سر مې له صلیب او له زناره خدایه اوباسه
څوپورې به غم د بل د زړه په ز ړه کې ساتمه
یار زما او ما د زړه له یاره خدایه اوباسه
مینه چې پرې ستا نه کیږي مرګ له ژونده ښه ګڼم
روح مې له بدن ددې لپاره خدایه اوباسه
وژني عندلیب ماحول ګل سندریز نه پریږدي
داسې تور زاغان له دې ګلزاره خدایه اوباسه
محمد اسماعیل (عندلیب )