دتیارو زړونه څیري د رڼا غشي

دا بلا خو باید وخوري بلا غشي

دا زما او ستا تر منځ چې څه تعلق وه

درلیږل به ما ګلونه او تا غشي

زه ټول عمر مخ په مخ یم جنګیدلی

ما ټول عمر دي خوړلي له شا غشي

ستا په تن باندې له شماره ډیر زخمونه

یاره دومره په شمار نه وو له ما غشي

مقابل ته یې زما په منډه وروړل

څو یارانو کړل له ما څخه غلا غشي

مونږ د جنګ د شخړې حل ګڼو خبرې

مونږ که هر څو وي تړلي تر ملا غشي

ګوهر وزیر