که جنګ ته نه ځمه وطن مې له اختیاره وځي
که ځم نو وایي شر پسند د شر په لاره وځي
د مرګ نه پس به ته بیا هم لکه ژوندی یادیږې
د حق په لار چې دې غړۍ کله له داره وځي
بیا به نه جنګ وي نه به ویر وي نه دعوه او شخړه
دعا کوۍ چې دا بدرنګ مو له دې ښاره وځي
فطرته ته به چې محفل نه چا لپاره وتې
راشه هغه سړی له کلي ستا له پاره وځي
16.06.2009
- نصرت الهام
دتیارو زړونه څیري د رڼا غشي
دا بلا خو باید وخوري بلا غشي
دا زما او ستا تر منځ چې څه تعلق وه
درلیږل به ما ګلونه او تا غشي...
16.06.2009
- نصرت الهام
په رڼا ورځ په هر ساعت راسره مله وي سیوري
خو چې تیاره شي خدای منې راسره نه وي سیوري
سپینې خولې په سپین رخسار یې هو بهو داسې وې
لکه د واورو چې په و...