خوسى

ليک :  ن / الهام

 

خوسى يوه دوديزه افغاني لوبه ده چې، په کلو او لرو پرتو سيمو کې يې ځوانان تر سره کوي، په ښارونو کې هم ځوانان په پارکونو اوچمنونو کې په دې لوبه ليدل  کيږي، دغه لوبه ماشومان هم تر سره کوي.

په لاندې کرښو کې به ددې لوبې په اړه پوره مالومات درته وړاندى شي، خو په پيل کې به ددې لوبې په جوړښت، ورزشي څرنګوالي، ګټو او زيانونو خبرې وکړو.

 

جوړښت.

دغه لوبه چې په يوه پښه تر سره کيږي، ښي پښه په چپ لاس د شا له خوا نيول کيږي، او يا هم بر عکس، خو دغه د پښې نيول هم په دوه ډوله تر سره کيږي، څوک خپله د پښې غټه ګوته نيسي او منډه وهي او څوک د لاس ګوتې د پښې په ګوتو کې ورکوي او منډه وهي، چې دا دوهمه طريقه يې له اولې نه ښه ځکه ده چې بوج په يوه ګوته نه راځي او ټولې ګوتې نيول بيا دومره خطر نه لري.

ځينې کسان بيا ښي پښه په ښي لاس او چپه پښه په چپ لاس نيسي چې دا ډول يې ناسم دى او خطر هم زيات لري، کله چې ښي پښه په ښي لاس ونيول شي نو په منډه کي زنګون مخامخ نېغ واريږي چې مخامخ کس ته يې د ژوبلېدو خطر زيات وي نو ښه داده چې ښي پښه د شا له خوا په چپ لاس او يا هم بر عکس دا کار ترسره شي.

په دې لوبه کې دوه ډلې وي چې مساوي کسان بايد ولري، د يوې ډلې خواته يو هدف يا (ټارګټ) وي چې ( ډوپۍ) ورته وايي، دا هدف يا د خاورو وړه غونډۍ وي او يا هم بل داسې شى وي چې له ځايه و نه ښوري لکه يوه ونه هم د ( ډوپۍ) کار ور کولاى شي او د مقابلې ډلې خواته يو کس د ( خوسۍ) په نوم نومول کيږي چې دې هدف ته بايد ځان ورسوي، د لوبې له پېل کېدلو سره دواړه ډلې د يوبل سره نښلي يو بل ته ديکې ورکوي او لاس په لاس کيږي، اوږه هم وارول کيږي او زينګى اړول هم پکې شته چې وروسته به يې و پېژنئ، هغه څوک چې پښه پريږدي هغه وسوځي او بيا نه شي راپورته کېداى، کله چې دغه دوه ډلې د يو بل سره ونښلي په دې وخت کې به ( خوسۍ) ځان د ( ډوپۍ) خواته رسوي که په ډوپۍ يې پښه برابره شوه د ( خوسۍ) د ډلې يوه نمره زياته شوه او لوبه بيا له سره پيل کيږي او که وسوځېده نو د( خوسۍ) د ډلې يو بل کس به د ( خوسۍ) په نوم نومول کيږي.

( خوسۍ) سره له دې چې د دواړو ډلو د مخامخ کېدو په  وخت کې ځان خپل هدف ته ورسوي  يوه بله طريقه هم لري، کله چې خوسۍ په منډه کې تکړه نه وي او نه شي کولاى د دواړو ډلو د مخامخ کېدو په وخت کې ځان وژغوري او د ( ډوپۍ ) خواته ځان ورسوي بيا له دې طريقې نه هم کار اخلي، چې دې ته بيا ( سړه) او هغې ته ( توده)  وايي ددې مانا داده چې،  دواړه ډلې د يوبل سره جنګيږي، تر هغې چې ټول وسوځيږي، که د هغې ډلې کسان چې (ډوپۍ) ورسره ده ټول وسوځيږي، نو (خوسۍ) په اسانۍ سره کولاى شي چې خپل هدف ته ورسيږي او که د ( خوسۍ) د ډلې ټول کسان وسوځي او د ( ډوپۍ) د ډلې کوم کس پاتې وي بيا نو خوسۍ د خطر سره مخامخ ده، بيا به د هغه سره يا جنګيږي او يا به  تښتي او ځان به خپل هدف ته رسوي، کله چې خوسۍ په ډوپۍ پښه کيږدي نو يو نمبر يې زياتيږي، کله چې د (خوسۍ) د ډلې کسان ټول يو يوځل ( خوسۍ) شي او وسوځي که هرڅو نمبرې يې تر سره کړې وي، بيا نو دوى د ( ډوپۍ) خوا ته ځي او د( ډوپۍ) د ډلې کسان د (خوسۍ) خواته راځي او لوبه برعکس پيل کيږي په پاى کې مالوميږي چې د چا نومرې ډېرې دي او کومه ډله بريالۍ ده.

دا شو په لنډ ډول ددې لوبې جوړښت اوس به راشو ددې لوبې سپورتي څرنګوالي ته.

 

د خوسي سپورتي څرنګوالى.

دا لوبه د سپورت په لحاظ بدن ته ډېره ګټه لري، ځکه چې سړى پکې ښه ستړى کيږي او د بدن د هر غړي  ورزش او حرکات يې ښه ترسره کيږي، په دې لوبه کې په يوه پښه منډې وهل، او د خپلې مخالفې ډلې سره جنګېدل پخپله يو دروند ورزش دى، چې د ځوانانو لپاره ډېره ګټه لري، خو واړه ماشومان چې د بدن هډوکي يې نازک وي بايد دغه لوبه تر سره نه کړي او يادې هم د خپلو همزولو په تناسب دوه ډلې سره برابرې کړي.

په ځينو ځايو نو کې چې ځوانان دغه لوبه ترسره کوي، د مشرانو لخوا منع کيږي هم، ځکه هغوى پوهيږي چې ځوانان ددې لوبې په ترسره کولو کې احتياط نه کوي، خو ځوانان بايد په دې وپوهيږي چې دغه لوبه يو جنګ نه  بلکه يوه لوبه ده او په ډېر ښه انداز بايد تر سره شي، با يد احتياط وشي چې خپل مخالف په چل او هنر وسوځول شي نه دا چې بې ځايه زور ووهل شي، خپل ځان او يا هم خپل مخالف ملګرى ژوبل کړي.

 

ګټې او زيانونونه.

 ددې لوبې د ګټو او زيانونو په اړه به دومره ووايو چې، دغه لوبه د ښه ورزش ښه بېلګه کېداى شي او همدا يې د ځوانانو لپاره يوه ښه ګټه ده، ځينې ځوانان دغه لوبه په وچو ميدانونو او خاورو کې تر سره کوي چې دا بيا ډېر زيان لري، او د بدن او صحت لپاره ډېر زيان من تماميږمي، ددې لوبې لپاره چمن او نرم ځاى چې ګرد او خاوره ونه لري مناسب ځايونه دي، که په تخنيکي لحاظ ددې لوبې زيانونو ته پام وکړو يوڅۀ زيانونه هم لري، په دې لوبه کې مخامخ په ګونډه وهل منع دي، چې ځينې ځوانان بيا دې ته پاملرنه نه کوي، که يو څوک مخامخ په ځنګون ووهل شي کېداى شي ډېر ژوبل شي، چې دغه خطر يواځې قصدي نه بلکه کله کله په سهوه کې هم رامنځته کيږي، ځکه چې د نورو لوبو په څېر دغه لوبه ساتونکي وسايل لکه Safe Guard چې په کرکټ کې استعماليږي  نه لري چې تر سره کوونکي يې سل په سلو کې خوندي پاتې شي.

زينګى.

د زينګي اړول په دې لوبه کې يوبل تخنيک دى چې د خپل مخالف په مقابل کې يې استعمالولاى شئ، زينګى د هغې پښې زنګون ته وايي چې د شا له خوا په چپ لاس يا برعکس نيول شوې ده، په دې زنګون باندې د مخالف ملګري اړولو  ته زينګى وايي، د زينګي د اړولو خطر که په خپل تخنيک تر سره شي دومره نشته.

 لکه مخکې چې مو وويل دا يوه درنه لوبه ده او ساتونکي وسايل هم نه پکې استعماليږي خو بيا هم که په غربي ټولنو کې د لوبو دروندوالي او خطرناک والي ته وکتل شي دا لوبه يې په نسبت مناسبه، جالبه او خوندي ده.