غزل

هجرت الله اختيار

تــر خــپله ځان رسېدو ته وســـيله په كــــار ده
خپلــې څېــرې لــــيدو لپاره اينـــه پـــه كــار ده


د بــــل وژلــو نه د خپــل ځان وژل ډېر غوره دي
د بل پر ځاى خپله لـه ځان سره جګړه په كار ده


دا دېوال ښه و تـــر پــــرونه، چـې دېوال پاتې و
خو نن پـــه كې بېرون وتــــو ته دروازه په كار ده


پښتو چې نه وي تر هغې نو مـوږ هم نشته يوو
دلته خو هــــر مــوجود تــه خامخا نامه په كار ده


اوس چې شعر ليكمه مجبور يم هغه مخ راياد كړم
تنـــور چې سوړ وي، نــو ډوډيو تــه لمبه په كار ده

 


جنون همدومره ډېر په كار دى، چې دا زه يې لرم
اختياره! عـــقل وخـــت نا وخـت يوه ذره په كار ده