غزل

بيــا وهــلي يې دي بــنګ پـــه لار ځــنګېږي
راروان پـــاچــا ملــنــګ پـــه لار ځــــنـــګيږي


دا زلمى د رباب تـــرنګ په لار ځنـــــــګيـــږي
او دا پېـــغله کوي شرنــــګ پـه لار ځنګــيږي


دا خپل لاس يې خپل ګرېوان کې دى نښـتى
له خــپل ځان سره په جنګ په لار ځــــنګيږي


اوس ډيـــوې دي پــه رڼو ښيــښو کې بندې
ســـتړى، ستـــړى دى پــتنګ په لار ځنګيږي


چـــې پـــه دې اغـــزنه لاره لا روان يــــــــو
د ســـــپېڅلو هـــــيلو رنګ پــــه لار ځنګيږي

 

نصرت الهام

کابل