د افغانستان د کرکټ ادارې ته يوښه اداره چي په کار دى!
ليک : بابر امينزى
دا خو ټولو ته جوته ده چې د کرکټ لوبه په افغانستان کې نوې پېژندل شوې لوبه ده او هغه د کرکټ لوبغاړي چې دغه لوبه يې د هجرت په ديار کې زده کړې او بيا يې دغه لوبه له ځانه سره افغانستان ته راوړې او دلته يې د افغانستان د المپيک سره رسمي کړې، په رښتوني معنا دغه ځوانان په افغانستان کې د دې لوبې بنسټ ايښودونکي دي او همدغه ځوانان تر ننه پورې هلې ځلې کوي، چې دغه لوبه لومړى په افغانستان کې ښه وځلېږي او بيا همدغه لوبغاړي په نړېوالو سياليو کې ونډه واخلي او ګران هېواد ته د دغې لوبې له لارې ښې لاسته راوړنې ولري، د ګران هېواد بيرغ د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې په وياړ ورپوي، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې هم د امکان تر حده خپلې هلې ځلې وکړې او په تېرو څو آسيايي سياليو کې ښه وځلېدل، هېواد ته يې ښه وياړونه راوړل او هم يې نړېوالوسيالويو ته د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې مزل يوڅه اندازه لنډ کړ، داټولې هلې ځلې يواځې لوبغاړو پورې اړه لري، همدغو ځوانانو په خپلو شخصي لګښتونو دغه بېړۍ روانه ساتلې ده، د کرکټ د پرمختګ په لاره کې له دغو لوبغاړو سره د دولت لخوا هيڅ کومه مرسته ونه شوه او هغې مرستې چې د کرکټ د آسياي شورا او د کرکټ د نړېوالې شورا لخوا کېږي د هغو مرستو د جلبولو لپاره د کرکټ په فدراسيون کې داسې کدرونه او ظرفيتونه نشته چې دا په خپله د کرکټ په عامېدو او پرمختک کې ستونځې رامنځته کوي او د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې مزل نړېوالو سيالويوته وږدوي، ددې جبران به ډېر دروند وي، دا خبره تر ډېره حده پورې درسته ده چې د کرکټ په فدراسيون کې په دندو ګمارل شوي خلک افغانستان ته د کرکټ د لوبې په راوړلو کې د کرکټ موسسين او د موسسينو ملګري پاتې شوي دي خو دوى دې دغه اداره ميراثي نه ګڼي دوى هغه کار چې د وخت ضرورت و کړى دى او نور که دوى نه شي کولاى چې دغه فدراسيون د اداري چارو له پلوه پر مخ بوځي نو نورو هغو اهل کار اشخاصو ته دې په دغه اداره کې د کار زمينه برابره کړي چې کرکټ په افغانستان کې ښه وځليږي، خو ددې کار د تر سره کولو لپاره بايد يوه ښه فعاله اداره رامنځ ته شي، ښه کدرونه بايد وروزل شي او د کرکټ لوبډلې لوبغاړوته بايد جدي پاملرنه وشي، د هغوى شته ستونځې او د هغوى راتلونکى بايد په پام کې ونيول شي، هغوى ته بايد د ښه ژوند او ښه سهولتونو لارې چارې ولټول شي، لکه څرنګه چې تاسې ټول په دې ښه پوهېږئ چې اوسنى دور د بزنس او تجارت دور دى او دغه ټولې لوبې په هېواد کې د سولې لپاره کټوره او د يو ملي بزنس يوه برخه ده، هغه مرستې چې له ځينو شخصي شرکتونو له خوا د کرکټ د فدراسيون سره د لوبغاړو د سفرونو د لګښت په پار کيږي هغه د دې ادارې د زيار له سببه نه بلکې هغه خصوصي شرکتونه چې بزنس کوي له دې لارې هغوى کولاى شي په افغانستان کې ښه شهرت تر لاسه کړي، نو پکار داده چې د کرکټ دلوبې اداره داسې مسئولين او کارکوونکي ولري ترڅو په دغه لاره کې کوټلي ګامونه پورته کړي، د شته ستونځې درک او دمسئلې حل پيدا کړي، هغه مرستې چې د کرکټ د نړېوالې شورا لخوا کيږي او په کومو ملکونو کې چې د کرکټ لوبه تر سره کيږي د هغوى مرستې جلب او په ښه توګه په مصرف ورسوي، په افغانستان کې هم په نړېوالو معيارونو برابر لوبغالي جوړشي، نوي لوبغاړي وروزل شي، د شتو لوبغاړو ژوند ښه شي، دغه ټولې شته ستونځې به د وخت په تېرېدو سره د مسلکي کدرونو په ګمارلو له منځه لاړې شي او د افغانستان د کرکټ فدراسيون به همغه ټولې مرستې کومې به چې د کرکټ د نړېوالې شورا او آسيايي شورا له خوا په پام کې نيول شوي دي په ښه توګه ترلاسه او په مناسب ځاى کې په ولګوي، اوس چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د نړېوال جام لپاره د ګډون په لوبو کې په سياليو بوخته ده، دلته د ناسمې ادارې او د کارونو د نه تنظيم له امله او د لوبو روستيو پايلو ته په کتنه داسې ښکاري چې افغانستان به ونه شي کولاى په ٢٠١١ کال کې د نړېوال جام لوبو ته بريالى لاړ شي، خو که دا کار و هم شي دا بيا ډېر لوى مسئوليت دى چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله څنګه کولاى شي چې په ښه توګه په ٢٠١١ کال کې په نړيوال جام کې ښه کار کردګي ولري، د کرکټ د فډريشن د ادارې په هکله تر يو وخته دا ګومان هم کيده چې د نوموړې ادارې مشري د يو داسې شخص په لاس کې ده چې هغه يو کرکټ پوه نه دى نو له دې امله دغه اداره نه شي کولاى پر مخ ولاړه شي؛ خو کله چې په نوموړې اداره کې د مشرۍ ټاکنې تر سره شوې او الله داد نوري( څوک چې په افغانستان کې د کرکټ د لوبې موسس بلل کيږي ) د کرکټ د فدراسيون د نوي رييس په توګه وټاکل شو د هغه د راتلو سره اوس هم هغه شته ستونځې لا په ځاى پاتې دي او ورسره نوې ستونځې هم راولاړې شويدي، د بيلګې په توګه د کرکټ د اسيايې شورا او هم د کرکټ د نړيوالې شورا سره د هغو ټولو کسانو بريښنايي اړيکې څوک چې د ادارې د رئيس له اجازې پرته دا کال کوي او د ادارې د رئيس د وينا په اساس هغه کسان د اوسنۍ ادارې غړي هم نه دي چې دا شان کارونه کولاى شي، د افغانستان د کرکټ اداره د کرکټ اسيايې شورا ته يوه بې مسوليته او ناپوه اداره وروپېژني او د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې مزل به نړيوالو سياليو ته لا اوږود کړي. که دا وويل شي په ځاى به وي چې د کرکټ د ادارې د چارو پر مخ بيولو لپاره په دغه اداره کې د يوه ښه اداره چي ضرورت دى.
او همدارنګه که په دغه اداره کې د شهزاده مسعود د شتون په هکله خبرې وشي نو دا نظر( چې په سياسي لحاظ د شهزاده مسعود شتون په دغه اداره کې ډير اړين دى ) بې ځايه نه راته ښکاري، ځکه چې شهزاده مسعود د دولت او د کرکټ د ادارې او هم د المپيک سره اړيکې لا پياوړې کولاى شي، خو د اداري کارونو د ښه پرمخ بېولو تمه ترې نه شي کيداى او دغه ټولې لاس ته راوړنې د نوموړي د رياست په دوران کې ټولې
په لوبغاړو پورې اړه لري، دغه لوبغاړي د يوې داسې بې کفايته ادارې په نه شتون کې هم کولاى شي دغه شان لاس ته راوړنې ولري او دوى دا ثابته کړې هم ده، خو که چېرې ملي لوبډله د کرکټ د نړيوالې شورا دايمي غړيتوب تر لاسه کړي نو ددغې ادارې کارونه به لا ډېر زيات شي، نو څرنګه به ددغې ادارې اوسني کارکوونکي چې د کار کولو وړتيا هم نه لري په هغه لوړه کچه دندې تر سره کړي، اوس هم دوى وخت په لاس کې لري تر څو په خپلو کړنو د سره کتنه وکړي او ديوې ښې او باکفايته ادارې د جوړلو هڅې روانې کړي، خداى مه که هغه ورځ به تر ټولو بده وي چې د کرکټ نړيواله شورا د افغانستان د کرکټ بورډ سره سر او کار ولري او دوى ونه شي کړاى چې د هغوى غوښتنو ته لازم ځواب ووايي، ځکه چې دوى به د کوم سند په اساس له هغوى سره راکړه ورکړه کوي؟ د افغانستان د کرکټ بورډ خو نه دفتر شته نه ديوان او زما په اند دغه لړۍ به نوره هم داوم کوي، هغه ورځ هم لرې نه ده چې دوى به افغانان نړۍ ته ډېر بې کفايته خلک ور وپژني.
په دغه اداره کې داسې خلک هم شته څوک چې نه غواړي د دغې ادارې مامورين دې ډير شي او هغه کسان په دې اند دې که چيرته يو کس په څو پوستونو کار کولاى شي نو څه ضرورت دى چې د ادارې مامورين زيات شي، دا زما له انده د کرکټ د ادارې د وروسته پاتې کيدو ستر سبب هم کېداى شي او هم په دې اړه دا ګومان کېداى شي چې دوى نه غواړي دهغو کارونو په هکله نور معلومات تر لاسه کړي له کومې لارې چې دوى ناوړه پيسې تر لاسه کوي. د افغانستان د کرکټ د ادارې تقريباً تر پنځو کلونو ډېر وخت کيږي خو تر اوسه د نوموړې ادارې دفتر او ديوان نشته په دغه اداره کې هيڅوک داسې نشته چې د پرون په هلکه چاته معلومات ورکړي او د مالي لګښتونو د اسنادو په هکله خو هيڅ فکر نه شي کېداى.
د کرکټ نړېوالې شورا لا دمخه د افغانستان د کرکټ لوبډلې د ښه او معياري روزلو په موخه د يوه بهرني کار پوه روزونکي وړانديز کړى و، خو دغه وړانديز د افغانستان د کرکټ د فدراسيون لخوا ونه منل شو او ددې يواځنۍ موخه هم همدغه وه چې دوى نه غوښتل دغه اداره دې د مسلکي خلکو لاس ته ورشي او که چېرې دغه کار وشي نو بيا دوى نشي کولاى چې په دغه اداره کې پاتې شي خو په هر حال اوس د روزونکي (کوچ) موضوع تر يوه حده حل ښکاري.
کله چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ٢٠٠٨ کا د جولاى په مياشت کې د اسيايي هېوادونو تر منځ سياليو لپاره نيپال ته تللې وه، ښکلې لوبې يې تر سره کړې او تمه ترې کېداى شوه چې د جام ګټونکې به شي خو کله چې لوبډلې په نيمه پايلوبه کې ماتې وخوړه نو دا خبره را بر سېره شوه چې بايد دغه استعداد چې د افغانستان د کرکټ لوبډله لري نور هم پياوړى شي او ددې کار لپاره يوه کار پوه او مسلکي کوچ ته ضرورت دى او دغه کار د افغانستان دپخواني کوچ له وس نه بهر خبره ده، ځکه خو دا پرېکړه د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د ماتې پر مهال وشوه او د کوزې پختونخوا د پېښور ښار اوسېدونکى ٣٥ کلن کبير خان چا چې د پاکستان د کرکټ په ملي لوبډله کې نړېوالې سيالۍ تر سره کړې دي او په کال ١٩٧٦د اپرېل په دويمه د پېښور په ښار کې زېږېدلى دى، د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د روزونکي په توګه و پېژندل شو او دغه کېداى شي چې دده په راتګ سره د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته پکار لارښوونه وشي او دا کار به په افغانستان کې د کرکټ د لا پرمختګ سبب شي.
اوس مهال د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په جنوبي افريقا کې نړيوال جام ته د رسيدو د غوراوي په وروستي پړاو کې د سياليو په موخه تللې ده او هيله کيداى شي چې په دغو سياليوکې چې د دولسو هيوادونو لوبډلې په کې برخه اخلي ښې لاسته راوړنې ولري اما کله چې په دغې ټورنمنټ کې شته لوبډلو ته کتنه وشي نو بيا ګومان کيږي چې دا به زمونږ ملي لوبډلې ته له ستونزو ډکه وي چې دوى دې نړيوال جام ته لاره پيدا کړي ځکه چې په دغو شتو لوبډلو کې داسې لوبډلې شته چې هغوى په نړيوالو سياليو کې هم برخه اخستې ده، د بيلګې په توګه ( متحده عرب امارات، برموډا،ايرلينډ ،کاناډا او کينيا) او دغه ټولې يادې شوې لوبډلې د کرکټ ډېره مخينه (سابقه) هم لري، خو د افغانستان د ملي لوبډلې لاسته راوړنې هم د پام وړ دي، په تېرو سياليوکې چې په جرسي کې تر سره شوې او دوى د جام ګټونکي وپېژندل شول او همدارنګه په تنزانيا کې ددوې اتلولي او د ارجنټاين اتلولي دا ټول هغه نيک پالونه دي چې مونږ ته دا هيلې راکوي چې د افغانستان ملي لوبډله يوه داسې لوبډله ده چې دوى د وخت د غوښتنو سره سم پياوړي کيږي په کومه اندازه چې ددوى مقابل لورى چمتو وي نو دوى هم په هماغه اندازه تيار بريښي او امکان دې ولري چې دغه تيرې تجربي بيا تکرار شي او دوى د افغانستان د وياړلي هيواد والو خوبونه رښتيا کړي او په راتلونکي نړيوالو سياليو کې برخه واخلي کومې به چې په راتلونکي ٢٠١١ کې تر سره کيږي، مونږ ټول په همدغه هيله ياستو چې خداى دې زمونږ د کرکټ ملي لوبډله ددې جوګه کړي چې په راتلونکو نړيوالو سياليو کې برخه واخلي او ګران هيواد افغانستان ته نور وياړ ونه هم ور په برخه کړي.
د افغانستان د هوسايۍ په هيله