غزل
چې ښايسته دى په زړه پورى دى جالب دى
دلته دا مـــنظر له ســـترګو نــه غـــايــب دى
دا زمــا د خپل جنـــون د زړګــــي غــــږ دى
چې د عشق په موسيقۍ کې مناسب دى
هر يـــو فـــرض درباندې دلته فرض عين دى
هر سنـــــت دربانــــدې دلته کې واجب دى
دا زمــــــونــږه د دښـــــمن د لاس امساء ده
دا په مونږ کې چې سردار دى او صاحب دى
چې څه وا نه وري دوى غوږ کې ګوتې ايښي
دا الــــهام چـــې کـــومې خــواته مخاطب دى
نصرت الهام
07.04.2009
- نصرت الهام
غزل
ډله پـــره زيـــاته په هر لــــور د زورورو وي شــــــــور د زورورو وي او زور د زورورو وي
مونږ ورسره هسې دا د پړي ســر نيولى دى نور که...
07.04.2009
- نصرت الهام
د افغانستان د کرکټ ادارې ته يوښه اداره چي په کار دى!ليک : بابر امينزىدا خو ټولو ته جوته ده چې د کرکټ لوبه په افغانستان کې نوې پېژندل شوې لوبه ده او هغه د کرکټ لوبغاړي چې دغه لوبه يې د هجرت په ديار کې زده کړې او بيا يې دغه لوبه له ځانه سره افغانستان ته راوړې او دلته يې د افغانستان د المپيک سره رسمي کړې، په رښتوني معنا دغه ځوانان په افغانستان کې د دې لوبې بنسټ ايښودونکي دي او همدغه ځوانان تر ننه پورې هلې ځلې کوي، چې دغه لوبه لومړى په افغانستان کې ښ...