غزل

 

           ډله پـــره زيـــاته په هر لــــور د زورورو وي
                           شــــــــور د زورورو وي او زور د زورورو وي


مونږ ورسره هسې دا د پړي ســر نيولى دى
نور که په رښــتيا شي کلى کور د زورورو وي


ژونـــد د ضابطې له دايرې نه وتى نــه شـي
لو کــــه د لـــوګـــرو وي خو لور د زورورو وي


دا جينۍ به ولې د آسمان په ژۍ قدم نه ږدي
يو چې ښـــايســته وي بله خور د زورورو وي


خدايه د غريب سړي له پوره مې ساته ګورى
پور دې وي راپــورې خو چې پور د زورورو وي

 

اقبال شاکر

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

عمردراز مروت چيلم څکوي او اقبال شاکر يې په نندار دی