پښتانه خوشحال بابا
پــښـــــتــانـــــــه کـــــه آدم زاد دي
پـــــه خــــــويـــــونو کـې هـناد دي
نــــــه حــکـــمت لــــــري نـــه عــقل
خـــوښ پــه جــهل په فســــاد دي
نــــه د پــــلار پـــــه ويــــل کـار کا
نــه پـــــه نــــغـــوته د اســــتاد دي
چـې پـــه دې وو کې ، يو ښه وي
د هــــغــه د ســـــــر جــــــــــلاد دي
يـو د بـل پــــه کـــمي نــاسـت دي
ځـــــکه تـــــــل پـــه بلا يــــــاد دي
اول زه دا نـــــــور لـــــه پــــــــســـــه
څـــــو شــــتـه واړه دا حــــــداد دي
پــه نفـــــــاق يــــې واړه ورک کـړل
کــه شــــجاع دي کـــه جــــواد دي
نـــه يـــــې قــــــــدر شـــــته نه پـدل
ډېــر تر ( مـور ) او تر ( جراد ) دي
دا لا شــــکر کـــړه خـوشحاله
چـــې بـــــنده نــــــدي آزاد دي