خداى خبر ولې؟

 

 

 

اجمل تورمان - ( خداى پامان ) شعري ټولګه

خداى خبر کوم زړه ازار شوى رانه
خداى خبر چا راته ښېرې کړې دي
ما خو دا ډېره موده دې کلي کې
له هر څه هر څه نه توبې کړې دي

نه مې په نيمو شپوټپې ويلي
نه مې شعرونه نه سندرې زده دي
نه د منگي، نه د سېتار يارانه
نه مې شپېلۍ سره خبرې زده دي

نه مې په چا باندې تاويز کړى دى
نه مې د چا  ورور ته پلي اخيستي
نه مې په ټيپ کې مسالې نوې دي
نه مې فيتې د شاه ولي اخيستي

نه مې د حسن سيپارې لوستې دي
نه مې د سترگو جنگ ته زړه ښه کړى
نه مې منگى د چا تر کوره وړى
نه مې د شونډو رنگ ته زړه ښه کړى

خداى خبر ولې نو د کلي انجونې
هر مازيگر ما په ښېرو يادوي
کله مې پاس د تناره په چوتره
کله مې کوز په گودرو يادوي