راليږونکی :سيد انتظار خادم
د راليږونکي پته :sintizar.khadim@yahoo.com
نيټه : 07-09-2008

                   غزل

که څوک ځان لکه پتنگ په يار فدا کا
نو ضرور به په زلفانو مشغولا کا

نرم خوی د بحر تل کې  ملغلره
څوک نېکمرغه لامبوزن به يې پيدا کا

که څوک تاج د سکندر په پښو کې غواړي
نو اغاز به له مقامه د گدا کا

که قسمت د زمانې اژدها بولې
نو ميين ولې له دې درده غوغا کا

تمامي عمر مې تېر په انتظار شو
چې اشنا وعدې د نن او د سبا کا
 
                    خفه نشې اى جانانه !

مدثرشاه  همراز

دواړه سترګې دې آينې دي
ملغلرې دي دانې دي
له خولګۍ نه دې راووځي
څومره ښکلې ترانې دي
اننګي دې د ګل پاڼې
په ما کړې دې کانې دي
په سپين مخ وهې ټالونه
تور زلفان دانې دانې دي
دا چې نه مې يې ستايلې
داچې کړې مې بانې دي
دين وطن مو رانه اخلي
زمونږ لويې جرمانې دي
خفه نشې اى جانانه
زما اوښکې مېلمنې دي
د همراز ددښمن لاس کې
د ملک ټولې خزانې دي

 
راليږونکی :imaduddin
د راليږونکي پته :dawran0300@yahoo.com
نيټه : 08-09-2008
                               سپرليه !
سپرليه داځلې چې چم ته راځې
زمونږه زړۀ زمونږ صنم ته راځې
ازادي له ځان سره کړه
خوشحالي له ځان سره کړه
اننګو ته سورخي راوړه
او ښکلا دلته خوره کړه 
هم ګېډۍ،ګېډۍ ګلونه
خندا ګانې هېرې نه کړې
رنګينۍ درسره راوړه
بيا شبنم او ګل يو ځای کړه
چې شاعربلبل ولاړ دى
د ښکلا سندرې وايي
دنازکو،ګلبدنو
د رامبېلو د چامبېلو
پرېماني راوله چم ته
دچم پيغلو ته په خوله کړه
دملالې ټپې ښکلې
محبت په خروارونو
حسن هم څه بې حسابه
دا به ته راوړې سپرليه
دغه ستا ذمه واري
دا تر تل دومره ښايسته کړه
لکه ګل دومره ښاسته کړه
چې کشمير ترې وشرميږي
بيا کابل دومره ښايسته کړه
ښه راخور په لر او بر شه
د دوران دزړګي سر شه
پسرليه بختور شه

عمادالدين دوران/پېښور
 
راليږونکی :jalal
د راليږونکي پته :jalalamarkhil@yahoo.com
نيټه : 19-09-2008
                             غزل

څه عجيبه مرحله وه تېرېده په زړه چاودون
ګرانه ستا دهجر شپه وه تېرېده په زړه چاودون

ځان له ناست ومه جانانه ستا تصوير مي جوړولو
بس دستوروتما شه وه تيريده په زړه چاودون

دسحرنه ترماښامه ګله ستا په اتظار کي
د دردونو قافله وه تيريده په زړه چاودون

ستا سو کلي کي جانانه دبلال غوندي سنګسار شوم
جوړدمرګ يوه لحظه وه تيريد په زړه چاودون

ما د زهرو ګوټ کولو په سلګو،سګو ،سحره،
دازما دژوند قيصه وه تيريده په زړه چاودون

سيد نقيب الله سحر
 
 راليږونکی :شېرمحمدشباب
د راليږونکي پته :shebaabj@yahoo.com
نيټه : 03-10-2008

             اختره مونږ ستا د پاللو نه يو!

صباءاختردى خوشحالي ده خلكو
پېغلوبه رنګارنګ خالونه جوړوي
بوى به دعــطرواونكــريزوراځــي
بيابه همځولومحفلونه جوړوي
صباءاختردى صباءزړونه يوشي
كركه، كينه له كلي كډه وكړي
غاړه غاړۍ به شي ياران يوبل ته
كړي به ښكاره دزړوآرمان يوبل ته
صباءاختردى خلك مينه پالي
خوزمونږدهسكې مينې ټال شليدلى
زوى مړي موربه دزوى قبرته ځي
آه- كوم ظالم ترې داګلاب وژلى
په دې اختركې څوهمځولي نشته
خال ترې شغادسرومرمۍ ورانكړى
ګودر يې وران منګي يې دړې وړې
پېزوان يې تورې بلاګۍ وړى دى
زلفې يې ډكې له ګردونوښكاري
شال يې داوسپنې سېلۍ وړى دى
صباءاختردى خوشحالي ده خلكو
خودهلمندله زړګي زورالوتى
اوس يې په تلوكې هغه شورنشته
اوس يې په غېږه كې ټكورنشته
په څادرناست په مازيګركې درى څلورملګري
تېراخترؤخوسږ په كورنشته
هلته شينډڼډهم خپل ملګري ژاړي
له هرې لوېشتې دسرخولي ماشوم آهونه راځي
لكه ګلان مړاوي پراته دي پرې خزان ګډشوى
له ټپ اوټپه يې څه سوي اوازونه راځي
صباءاختردى خوشحالي ده خلكو
خودغه كلى څه عجب كلى دى
دا انسانان څه بې پرواانسانان
دكلي هغه خواسازونه دي مېلې جوړوي
خودغه نورخلك دغم په ټغرونوناست دي
دوى لا په ويركې راته نورې سختې شپې لټوي
هلته په كوركې كوربانه كلابند
له چادحق غوښتنه هم نشي كړاى
په خپل وطن كې پښتانه كلابند
صباءاختردى خوشحالي ده خلكو
خودوه همځولي په خپل كورنشته
اختره مونږستادپاللونه يو
په ژوبلوزړوزنوكې موزور نشته

اوكرائين ادېسه
 
راليږونکی :Ab Hafiz Malyar
د راليږونکي پته :malyar@live.at
نيټه : 25-09-2008
               ستا اختر

ګرانی نن می ستا اختر ته څه ډالۍ را وړيدی
دا داوښکو له ګلۍ می غاړکۍ راوړيدی
د زړه د بټی لاندی می د ستا د ظلم اور دی
زخمونه وريت شوی ما پلۍ راوړيدی
باڼه د شوخو سترګو د که بيرته رانه واخلی
له تل د زخمی زړه نه می ګيډی راوړيدی
ګريوان می خپله ګڼډم ليونی می ولی بولی
له تار او له دا ستنو می قطۍ راوړيدی
د زړه بازار می وران دی جز باروت پکښی خرڅيږی
د چا توپ او طياره ده چا مرمۍ راوړيدی
وصال می ستا نوش نکړ په هجران کی د کړيږم
لکه شمع سری لمبی می په کوپړۍ راوړيدی
خپل ځان به صدقه کړم ستا له يو لحظی خندا نه
ما می ټولی ارزو ګانی سپيلنۍ راوړيدی
که د شونډوشراب راکړی دا د سروسترګو په جام کی
خوار حفيظ مليار عزرونه په زولۍ راوړيدی

عبدالحفيظ مليار ساپی:  ويانا اتريش

 
راليږونکی :Dr hassan
د راليږونکي پته :hassandoctor2000@yahoo.com
نيټه : 08-10-2008
                  هره سا مې جل وهلې

سروکال شي نه تېريږي ستا دعشق موسم داوښکو
ستا په ښار کې ږدم جانانه په ارمان قدم داوښکو

زمادسوي ارمانجن زړه سوز ګداز وي پکې نغښتی
چې ليکم يې لکه شمع هر غزل په نم داوښکو

هر يو دم مې دم ختلی هره سا مې جل وهلې
چې همېش ورته ملګرولپې لپې وړم داوښکو

نه اميد نه دلاسه شته نه ديار طبيبې سترګې
ګوندي سپک يې شي دردونه ږدم په زړه مرهم داوښکو

ته پروامه کړه جا نانه زه يوازې نه در ځمه
بدرګه را سره درومي څنګ په څنګ عالم داوښکو

ټوله شپه ژاړي حسنه ګلورينه ستا په ياد کې
چې يې پروت په اننګو وي هر سحر شبنم داوښکو

ډاکتر حسن-لندن