د افغان دولت او طالبانو

       تر منځ د سولې  خبرې

بي بي سي اردو ټکى کام، پېښور : ژباړه نور علي تسل

په ٢٠٠١ کال د اکتوبر په ٧ مه نېټه چې کله ناټو د امريکا په مشرۍ په افغانستان بريد وکړ، هغه وخت هم کارپوهانو ويلي و چې امريکا د تاريخ په يوه دايره کې ونښته.
او اوس دادى پرافغانستان د بريد داوو کالونو له پوره کېدو نه يوه ورځ مخکې په افغانستان کې پردنده بوخت د برطانوي پوځ يو کمانډر اعتراف وکړ چې په افغانستان کې پوره کاميابي امکان نه لري، د کابل په دروازه کې د لسو فرانسوي پوځيانو په وژلو طالبانويوځل بيا د کابل دروازه وټکوله.
د طالبانو زياتېدونکي ځواک د ترهه ګرۍ په خلاف جنک کې د امريکا ملاتړي په فکر کې اچولي دي، دوى وايي چې په افغانستان کې د شورش د ځپلو يواځينۍ لار د ځواک کارول نه دي .
په تېر کې د افغانستان په ځمکه له ٣ درېو ماتوخوړلو تجربه لرونکې برطانيه د طالبانو سره د خبرو اترو له لارې د مسئلې په حل کولو کې تر ټولو مخکې ده، د برتانيې فوځ په ٢٠٠٥ کال کې په جنوبي افغانستان کې دطالبانو سره د قبايلي مشرانو په مټ د يوې معاهدې په کولو سره د موسى کلا سيمه خوشې کړې وه .
اوس اوس افغان صدر حامد کرزي هم د طالبانو مشر ملا عمر ته د مزاکراتو بلنه ورکړه، خو د رسنيو له قوله په دې جوړ جاړي کې د سعودي حکومت ډېرسرګرم دى .

د طالبانو پخواني لوړپوړي، چې دا مهال د حکومت پلوي دي، د دواړو خواوو تر منځ د پل کردار پر مخ بيايي، په دې کسانو کې د طالبانو پخوانى د بهرنيو چارو وزير وکيل احمد متوکل، په پاکستان کې د طالبانو سفير ملا عبدالسلام ضعيف، د طالبانو د پوهنې وزير ارسلا رحماني او د طالبانو په حکومت کې په سعودي کې مرستيال سفير قاضي حبيب الله شامل دي.
(( څه وخت مخکې ملا عبدالسلام ضعيف له رسنيو سره سعودي ته په همدې اړه د خپل سفر په اړه وويل چې ، هلته مو يوازې د ماښام ډوډۍ وخوړه او چاى مو وڅښه او بس ))
د څو پخوانيو او دڅو اوسنيو طالب مشرانو تر منځ د خبرو اترو نه دا خبره په ډاګه شوې ده چې امريکا او پلويان يې له طالبانو سره په مزاکراتو او په افغان حکومت کې په داخلولوتر يوه حده راضي دي، خو شرط يې دادى چې طالبان بهد القاعده سره خپلې اړيکې پرې کوي، د سرچينو په حواله طالبانو تر اوسه دې خبرې ته تيارى ندى ښکاره کړى.
د طالبانو د حکومت يو مهم مشر چې د خپل نوم د ښکاره کولو نه ډډه کوي وايي چې د ناټو، امريکا او د افغانستان، برطانيې او فرانسې له لوړپوړو سياسي او پوځي چارواکو سره يې په دې اړه خبرې روانې دي .
دده په وينا، طالب مشرانو دې چارواکوته په درې بنسټيزو نکتو د خبرو اترو د غزولو وړانديز کړى دى، پخوانيو طالب مشرانو ويلي دي چې په لومړۍ مرحله کې دې په طالب مشرانو د لګول شويو بنديزونو په اړه فکر وشي، د کومو طالب مشرانو نومونه چې په امنيتي لست کې شامل دي يا په دوى نورې کومې پابندۍ لګېدلي دي دا بايد لرې شي چې خبرو اترې نړېوال حيثيت ولري.
په دوهمه مرحله کې بايد په دې خبرې وشي چې هغه کسان چې په ګونتانامو کې کوم بنديان په جيلونو کې پراته دي ددې يو حتمي حل راوويستل شي.
او اخيري خبره به د افغانستان د حکومت په نظام باندې وي .
نوموړى زياتوي چې مونږ ته دومره مالومات دى چې سعودي عربستان د درېيم ګړي په حيث راضي شوى دى ، داسې ويل کېږي چې ملا ضعيف او متوکل اوس په سعودي عربستان کې دي.
خو کله چې د نورو طالب مشرانو سره په دې اړه خبرې وشوې هغوى وويل چې د پردې تر چا خبرې خو کېږي خو د جنګ په ميدان کې طالب جنګيالي د روغې جوړې لپاره ځکه تيار نه دي چې هغوى فکر کوي په افغانستان کې د امريکا ورځې په شمار دي، نو ځکه خو دوى وايي چې د مات شوي دښمن سره خبرې اترې دښمن ته د سا اخيستلو موقع په لاس ورکول دي چې دا د ځانوژنې مترادف خبره ده .
ځينې طالب مشرانو ويلي دي چې (( په افغانستان کې ايران، پاکستان، چين او روس د امريکا په مخالفت کې لګيادي او په دې کې خپلې ګټې ويني چې ټول په يونه يو ډول د طالبانو مرسته کوي.
ددوى په وينا دا هېوادونه کوښښ کوي چې دطالبانو مزاحمت همداسې وغزوي؛ د طالبانو د سخت مزاحمت اندازه د افغانستان د چارو کارپوه او له تېرو ١٩ کلونو راپدېخوا په افغانستان کې په دنده بوخت دروسي سفارتکار ددې څېړنې نه لګولى شو چې هغه وايي چې (( امريکا خو وړې وړې جګړې ګټلى شي خو جنګ نشي ګټلى )).
کله چې په ١٩٧٩ کې د پخواني شوروي اتحاد پوځونه افغانستان ته راننوتل، نو د شلمې پېړۍ لوى مورخ ټائن بى پوښتنه راپورته کړې وه چې (( افغانستان د تاريخ يوه دايره ده چې په دې ځاى کې هيڅ يو قوت تر ډېره نشې اوسېدلى، آيا روس به په دې سيمه کې پر مخ لاړ شي؟ خو اوس به راتلونکى وخت دا راوښيي چې آيا امريکه به د تاريخ له دې دايرې نه واوړي او که بنده به پاتې شي، او آيا دلته به دوى خپل منزل ته ورسېږي او که نه.