جنت  اجمل خټک

د يو ملا نه مې تپوس وکړلو
ماوې مُلاصاحب جنت بۀ څۀ وي ؟
هغۀ پۀ ګېډه لاس واهۀ ويل يې
( تازه مېوې او د شېدو رودونه )

خواکې کتاب ته يو طالب ناست و
ما وې چې ته به پکې څۀ ووايې ؟
د زليخا کتاب يې بند غوندې کړو
وېل يې ( ښايسته حورې او شنه خالونه)

شېخ د تسبو امېل په لاس ولاړ و
په خپله ږيره کې يې لاس وهلو
دۀ  پرې راودانګل؛ نه داسې نۀ ده
( ښکلي غلمان او جنتي سرونه )

يو خان په لويه سجده پروت پاڅېدو
ما وېل چې خان کاکا ستا څه رايه ده ؟
خپله شمله يې سموله، وېل يې
د سرو او سپينو عمبري کورونه

خواکې يو ستړى سيلېدو ولاړ و
ما وې مزدوره تۀ جنت پېژنې؟
د خپل تندي خوله يې وچه کړله
وېل يې ( مړه ګېډه، خواږه خوبونه)

يو لېونى غوندې په لار تېرېدو
ما ويل، يه! فلسفي ته څۀ وايې ؟
خپل ببر سر يې ګراوه ويل يې
( بس د انسان د خوشحالو خوبونه)

ما دې خپل زړۀ ته سر ور ښکته کړلو
دۀ په اوترو سترګو بره کتل
دې شين اسمان ته غورېدو ويل يې
ما اورېدل ترې دا يو څو لفظونه

ويل يې اى د لامکان خاونده !
(په خپل مکان کې خپل اختيار جنت دى )
ګنې ددغې لېونتوب په نامه
(که نار وي نار، که دار وي دار جنت دى )