************

څومره وړوکی وي انسان چې د بل زړه ماتوي
هغه به څه لري ایمان چې د بل زړه ماتوي

چې چېرته ښکلی په دعوه له چا سره ووینم
زما همدا راځي ګومان چې د بل زړه ماتوي

تر دې خو ښه ده چې سرمات کړي، وزر مات کړي د بل
دا په تهمت او په بهتان چې د بل زړه ماتوي


څنګه د خپل زړګي نرۍ څړیکې له یاده باسي
زه یمه هغه ته حیران چې د بل زړه ماتوي


خدای به غوسه کړي اسمانونه به را و پرځوي
یاد دې لري دغه امکان چې د بل زړه ماتوي

د ګلاب بڼې رژوي، د غوټۍ قتل کوي
دغه ملګري د خزان چې د بل زړه ماتوي


هندو هم ښه دی، سک هم ښه دی، ګبر هم غوره دی
تر دې دینداره مسلمان چې د بل زړه ماتوي


قراره زړه خو مقدس دی، زړه محل د ایمان
پل ږدي په پاڼه د قرآن چې د بل زړه ماتوي

قرار

 

 د تندې سره اړيکه