راليږونکی :شهريار معروف خېل
د راليږونکي پته :shahreyar_stranger@yahoo.com
نيټه : 14-03-2008

 


غزل

شهريار معروف خېل

هغه ساده هغه دغرۀ لېونی
نن راوريږي مې پۀ زړۀ لېونی

ستا پۀ وصال کې لېونی غوندې وم
په جدایۍ کې دې شوم ښۀ لېونی

په تا مین یم دجنون تر حده
ته راته وایې شوې پۀ څه لېونی؟

زلفو ته شړک ورنکړې غم به جوړشي
چرته راويښ نه شي ویدۀ لېونی

هم یې سپوږمۍ هم یې تصویر ته کتل
هم خندېدۀ هم ژړېدۀ لېونی
 

 د تندې سره اړيکه