راليږونکی :هجرت الله اختيار
د راليږونکي پته :wrakht_olf2@yahoo.com
نيټه : 15-03-2008


غزل
هجرت الله اختيار

له خپل وجود ځينې رابېل ولاړ حيران يمه
لكه تصوير د وخت اينې باندې تاون يمه

لامې په زړه كې د هغې د ياد لمبې بلې وې
اوس يې له درده د رڼو اوښكوباران يمه

زه اوس هغې غوندې په سترګو كې راټول نه يمه
زه د خپل ځان په رنګه تيت يمه پاشان يمه

لرم په زړه بلا زخمونه د هېر شوي زمان
بس داسې وګڼه چې ښه زوړ قبرستان يمه

هغه د لفظ غوندې له مانه بېلېدلى نشي
زه يې مفهوم غوندې په غېږه ودان يمه

له ما نه فكر د رڼا، د ازادۍ مه غواړئ
زه چې د عقل په تيارو كې بندېوان يمه

 

 د تندې سره اړيکه