راليږونکی :nabila ghazal
د راليږونکي پته :nab_ghazal@yahoo.com
نيټه : 15-03-2008


غزل

ګوره رسوا کېږمه
نوره رسوا کېږمه

چوپ شه د پرهر زړګي
شوره رسوا کېږمه

پام له سترګو لاړ نه شې
توره رسوا کېږمه

ځم رقيب ته وايمه
وروره رسوا کېږمه

نه به وځم نوره له
کوره رسوا کېږمه

زړه نه راځې سترګو ته ؟
اوره رسوا کېږمه

نور به غزل نه ليکم
نوره رسوا کېږمه

 

                                  نبيله غزل

 

 د تندې سره اړيکه