غزل

ميوند شينوارى

 

ځم درپسې چېرته ځې

مرم درپسې چېرته ځې

هجر کې د زړه وينې

خورم درپسې چېرته ځې

څوبه مې د زړه کډه

وړم درپسې چېرته ځې

زه لکه ماشوم ژړا

کړم درپسې چېرته ځې

 

 

د نوې مينې مجلې نه په مننه .

 د تندې سره اړيکه