غزل

جلال احمد امرخېل

څه لويې خوارۍ ته غاړه وتی يم
بس خو زندګۍ ته غاړه وتی يم

اوس ستا د مړوند خوبونه چرته دي
اوس خو تنهايۍ ته غاړه وتی يم

دا څه په لانجه باندې اووښتی يم
دا څه لېونۍ ته غاړه وتی يم

ستا د قدرت راز مې کشف کړی دی
حسن پرستۍ ته غاړه وتی يم

مينه دې جانانه عبادت ګڼم
ځکه بندګۍ ته غاړه وتی يم