ووايه ته  ووايه چې څه مې يې؟

ووايه چې څه مې يې که نه مې يې؟

زه خو ستا د غونډې ونې سيوری يم،

ته ووایه ته مې يې که نه مې يې؟

 

وایه چا سپوږمۍ درپسې پورې کړه؟

چا د کشماليو په بوی پوهه کړې؟

وايه چا د ستورو په شمير روږدې کړې؟

چا د ښاپيريو په خوی پوهه کړې؟

 

چا دې تورو شپو ته رڼايي راوړه؟

چا دې خاموشۍ ته اشنايي راوړه؟

چا دې په غمو پسې خوښي راوړه؟

چا دې زندګۍ ته زندګي راوړه؟

 

ته وې چې له خپله ځانه ورکه وې

زه درته هينداره شوم پيدا مې کړې

ته وې چې له ژونده مروره وې

زه شوم ويړه لاره راپه خولا مې کړې

 

خپله خو د زړه په وزر والوتې

زه لکه بڼکه درنه پاتې شوم

تت شومه، شفق شومه، سهار نه شوم

ګلې زه خو ځکه درنه پاتې  شوم

 

مه وايه چې څنګه دې پيدا ومه

مه وايه چې څنګه درنه ورک يمه

ته خو اوس باران  د بلې ځمکې یې

زه خو بس د تورو وريځو پړک يمه

 

د شپې ۱۰:۵۳ سه شنبه

۸ فرورۍ ۲۰۱۱