نن مې وې سترګې وږې

نن مې څوک خوا کې نه وو

نن مرور غوندې وم

نن نا اشنا غوندې وم

ما يو پتنګ وليده،

ورته ماشوم غوندې شوم

ورپسې منډې مې کړې

پتنګ په ګلو ګډ شو

خو زه په ګلو ګډيدلی نه شوم،

هلته يو ډنډ مې وليد

لاړم د ډنډ په غاړه کيناستمه

په هغه ډنډ کې د چونګښو پاچاهي غوندې وه

چونګښو سرې نارې وهلې ما ترې خوند اخيسته

يوې چونګښې کړ راټوپ او زما خوا ته راغله

ناڅه شڼ شو يوه مار مې له پښو منډه وکړه

په يوه خرپ سره يې خوله کې ونيوله هغه

ما سره لښته وه په لاس کې مار مې ووهلو،

مار لاړ په بله،خو چونګښه مې ترې وژغورله،

چونګښې ټوپ کړ ډنډ ته بيرته لاړه

زما په څنګ کې زڼ زڼا غوندې شوه

دا يوه غڼه وه،چې جال یې و د ډنډ په غاړه

يو مچ نښتی و په جال کې غڼي ژر ونيوه

مچ پښې لاسونه خوځول خو غڼې نه پريښوده

ما خلې وروړ د دې غڼې خولې ته،

غڼې مچ پريښوده په بله لاړه

ناڅاپه يو ميږی مې وليد چې اوبو ته ولويد

په هغه خلي مې ميږی هم بيرته وچې ته کړ

پاس په هوا کې مې مرغی وليدې

چې چغيدلې، يو خوا بل خوا یې وزرونه وهل

يوه وړه مرغۍ په ځمکه وه پرته رغړيده

ما کړه ورمنډه او په لپه کې مې ونيوله

ها دوو مرغيو راليدل او چغيدلې راته

دا و بچی د دې مرغيو چې الوتی نه شو

ما کړ راپورته او په ځالې کې مې بيرته کيښود

هغو مرغيو خولې کړې پورته راته ويې ليدل

په چغو چغو دې مرغيو يو څه وويل راته

کاشکې مرغۍ وای چې يې زه هم په خبره وای پوه

خو...زه د دوی په ژبه نه پوهيدم

زړه مې ناڅاپه لږ قرار غوندې شو

له هره غمه لږ اوزګار غوندې شو

زما وږې سترګې اوس مړې غوندې دي

خوا کې مې ناست څوک د هغې غوندې دي

نه، مرور نه يم په خولا غوندې يم

نن زه هر چا سره اشنا غوندې يم

                                                                                                                              
انټرنيوز (سلام وطنداره راډیو دفتر)کابل افغانستان
۲۸ جون ۱۳۸۹  مازديګر ۵:۰۹