16.11.2011
- طاېر ځلاند
غزل
له ساړه ساړه امکانه بغاوت دی
شور دپاڼو له خزانه بغاوت دی
خپلې سترګې يې دځان په لور نیولي
زمکې کړی له اسمانه بغاوت دی
ماښامونو ډيوې کېښودې په لاره
ښکاري داسې له هوانه بغاوت دی
ستا په لور مې چې دزړه ستنې کږې شوې
داخویار نو له ځانه بغاوت دی
دایرو کې ژوند طایره دمرګ لار ده...
21.11.2011
- طاېر ځلاند
غزل
الحذر او الامان له دې حالاتو
لاس مې بر نه دی اشنا په امکاناتو
دخزان دمازیګر یخ یخ موسم دی تجربې دنوي نوي کیفیاتو
چې رڼا ته ددې زمکې ضرورت دی ستوري ولې نه راځي له سماواتو
پرمختګ دزمانې هرڅه بدل کړل پېرایه غواړي دنوي احساساتو...