غزل

الحذر او الامان له دې حالاتو

 لاس مې بر نه دی اشنا په امکاناتو

دخزان دمازیګر یخ یخ موسم دی
تجربې دنوي نوي کیفیاتو

چې رڼا ته ددې زمکې ضرورت دی
ستوري ولې نه راځي له سماواتو

پرمختګ دزمانې هرڅه بدل کړل
پېرایه غواړي دنوي احساساتو

ته په خپلو شونډو یاره باور راکړه
مزه څه وي دشکرو او دشاتو

څوک دې زلفو کې طایرڅو شېبې ځاي کړي
زړه يې تنګ دی ددې وخت له واقعاتو

طایرځلاند

۱۹ـ۱۱ـ۲۰۱۱کابل انتر نیوز