غزل
له ساړه ساړه امکانه بغاوت دی
شور دپاڼو له خزانه بغاوت دی
خپلې سترګې يې دځان په لور نیولي
زمکې کړی له اسمانه بغاوت دی
ماښامونو ډيوې کېښودې په لاره
ښکاري داسې له هوانه بغاوت دی
ستا په لور مې چې دزړه ستنې کږې شوې
داخویار نو له ځانه بغاوت دی
دایرو کې ژوند طایره دمرګ لار ده
دژوند لاره خو جانانه بغاوت دی
طایرځلاند
16ـ11ـ11 کابل انترنیوز
15.11.2011
- طاېر ځلاند
غزل
ښکاريږي چې دا هم د پښتنې سيمې منظر دى
اسمان په وينو سور دى چا وژلى مازېګر دى
سور رنګ چې راڅرګند شو په رګونو د چينه کې شوم پوې چې ښکته شوى تل د ځمکې ته پرهر دى
کوچۍ سره اوس مينه ستا ناشونې ده شپونکيه ستا لاس کې دى ټوپک دهغې شين منګى په سر دى
ته تل وايې چې ولې راته لار کې نه درېږې؟ دا ځکه چې په دې کې ګرانه ستا د سر خطر دى...
17.11.2011
- طاېر ځلاند
...