غزل

طایرځلاند

داچې ژوند ماښام ماښام دی تورې شپې دي
دتهذیب په منار ټولې  ډیوې  مړې  دي
سياهي دزلفو نور دڅېرې  زیات کړ
غلافونه تور زاځوړند په کعبې دي
بیا په زړه نوی غذاب راتلل یقین دی
بیا مې ماتې دنظر ستړې توبې دي
ما دلمر په لورې وړي خو عجیبه ده
چې مې شاته په سایې پسې سایې دي
تصور دې دښکلا دملک امير کړم
په خیالونو کې مې ټولې رنګينې دي
هرسړی ځان سره خپل خپل نظر واخلۍ
ورکې شوي په دې لاره قافلې دي
څه بلا دلته ضرور راځي طایره
داچې بندې دکورونو دروازې دي