غزل
طايرځلاند
مجرم ګڼلم خلکو دلته نور په څه طايره
خو بس ملګری درڼا به ومه زه طايره
حادثه څه وه دبېلتون خو دقسمت پېښه وه
پوهېدم نه خو بس وختونه تېريده طايره
خپلو درنو روايتونو سره څومره خوند کړي
ښکته شي څومره چې بدل شي پښتانه طايره
دتغزل موسم مې ځکه و پېکه غزل کې
دالهامونو سره اور هم ورېده طايره
چرته و هغه وخت ښکلاباندې مين وګړي
چې په رڼا ورځې ګلونه قتلېده طايره
داچې اوس کاڼی دی سينه کې شور دژوند نه لري
يو وخت همدا سړی څراغ و بلېده طايره
23.12.2010
- طاېر ځلاند
غزل
کاظم خان شېدا
چې همت مې نه کا وير په هسکولولکه موج نه کړم بيم له پرېوتلو
سوامې خوي له درافشانه ابره نه دی صدف وزانه خپله خوله کړه په غوښتلو
دافتاب په کممند نه خیژم اسمان ته نه ږدم بار لکه شبنم په دوش دګلو
په کمال دجمعیت کې پرېشان یم په مثال یوه دسته یم دسنبلو...
29.12.2010
- طاېر ځلاند
غزل
طایرځلاند
داچې ژوند ماښام ماښام دی تورې شپې دي دتهذیب په منار ټولې ډیوې مړې دي سياهي دزلفو نور دڅېرې زیات کړ غلافونه تور زاځوړند په کعبې دي بیا په زړه نوی غذاب راتلل یقین دی بیا مې ماتې دنظر ستړې توبې دي ما دلمر په لورې وړي خو عجیبه ده چې مې شاته په سایې پسې سایې دي تصور دې دښکلا دملک امير کړم په خیالونو کې مې ټولې رنګينې دي هرسړی ځان سره خپل خپل نظر واخلۍ...