غزل

کاظم خان شېدا

چې همت مې نه کا وير په هسکولو
لکه موج نه کړم بيم له پرېوتلو

سوامې خوي له درافشانه ابره نه دی
صدف وزانه خپله خوله کړه په غوښتلو

دافتاب په کممند نه خیژم اسمان ته
نه ږدم بار لکه شبنم په دوش دګلو

په کمال دجمعیت کې پرېشان یم
په مثال یوه دسته یم دسنبلو

لطافت مې په مزاج تر غونچې تنګ کا
په چمن کې که فریاد وي دبلبلو

له اسمانه به فې الحال راشي ترمزکې
که مې کېږدي سنګیني چېرې په تلو

دازادو لمن کله په خا نخښلي
په دنسیم غوندې ګذر کړم په ځنګلو

مروت کې په سر ځای دنشت راکا
سرفرو به تواضع کړم تر کاکلو

په دا وقت کې که شېدا دواړه مهمند وی
ثنا خوان به وو هردم ستا دویلو

 

دیوان شېدا