غزل

ننګیال یوسفزی (کراچۍ)

په سپرلي کې کیفیت دخزانونو
اعتبار څه دی دښار په موسمونو

نه یې ور نه یې دیوال نه یې چنه شته
څه وجود شته ددې کلي دکورونو ؟



دا تابوت دچا په نوم باندې خوندي کړو؟
داتابوت ډک دی له سوو اندامونو

سیاست خو دسرونو سودا نه ده
سیاست خو سر ښیندل دي په سرونو

دایو څو دزړه خبرې مې تخلیق کړې
په سبب دسندریزو ماښامونو

مسلسل دغه یو خوب وينم ننګیاله
درز دی چغې دي ګډا ده دلاشونو