د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له بن نه تر لندنه

حبيب الله غمخور 10.02.2006 03:00
لومړۍ برخه
 پدې شپو او ورځو کې دنړۍ او افغانستان په مطبوعاتو کې دافغانستان په اړوند په لندن کې دجوړ شوې نړيوال کنفرانس دپرېکړوپه هکله زيات تاوده بحثونه روان دې .
 دافغانستان دولتي چارواکې هم ددې لپاره چې وکولاي شي په راتلونکې کې دپارلمان څخه داعتماد درايه دترلاسه کړې دغربې راديوگانو او نوروخبري رسنيو په مټ دلندن دکنفرانس دپريکړو په رڼا کې يوځل بيادوعدواو هر ډول چوپړ دتر سره کول تبليغات کوي اوهيوادوالو ته څرگندوي چې نړيوالو ددوي کارونه تايد کړه اوگوياداددوي دنه ستړي کيدونکې کار پايله ده چې بهرنيان حاضر شول چې ((لس ميليارداو پنځسوه مليونه)) ډالره مرسته وکړې او پنځوس په سلو کې ددولت په واک کې ورکړې تر څو دبيارغاوني په لار کې يې مصرف کړې .
 دټولو نا اميديو سره بياهم افغانان دافغانستان په اړوند دنړيوالو او سيميزو کنفرانسونو جوړول ، دخپل هيواد دسياسي اقتصادي او فرهنگي ناخوالو دله منځه وړلواو افغانستان دنه هيرولو دښې بيلگې په توگه دارزښت وړ بولې ،داسې حرگنديږي چې پدغه کنفرانس کې نړۍ يو ځل بياخپلي ژمني نوې کړې .
 کله چې په 2001ز کال دسپتمبرپه 11 نيټه په امريکا کې داسې شر پيښ شو چې دافغانانو پکښي خير راڅرگنديده سره له دې چې افغانان دهيچا په وژلو نه دې خوښ اودنيويارک دتروريستي بريد له بيگناه قربانيانودکورنيواو دوستانو سره ځانونه په غم کې شريک بولې ،دا اميد پيدا شو چې دا ځل به هغوی چې دبشريت ،آزادۍ ،دموکراسۍ ،اجتماعې عدالت ،او بشر دحقوقوددفاع په نارو دنړيوالو غوږونه کاڼه کړې وه دافغان ولس پر حال رحم وکړې او هغوی ته به دانسان په سترگه وگورې اونوربه دخپلو سياسي ،اقتصادي او پوځې گټو دترلاسه کولو په خاطر داولس دومره ونه زروې کوم چې دزورونې او کړېدنې بيلگې يې دنړيوالو جگړو په تاريخ کې هم نه ليدل کيږې .
 کله چې امريکادطالبانو درژيم نسکورېدو اود هغوی دنړيوالو بنسټپالو ملاتړو (دالقاعدې ترهگرسازمان) دجرړو ايستلو ته ملاوتړل د مځکنې او هوايي بريدونو په پايله کې په سلهاو بيگناه انسانان قرباني شول ،ډول ډول بمونه واورېدل ، په هيوادکې چې څه ودان پاته وه يوځل بيا په خرابو بدل شول ؛ په هر صورت افغانانو داټولې ستونځې او ناخوالي، دپرديو دوسلوال تيری په گډون دملې گټو او په هيواد کې دروښانه راتلونکې په خاطر ومنل دروښانه راتلونکی په خاطر يې دهر ډول مرستونه دده ونه کړه .
 دطالبانو رژيم نسکور شو دالقاعدې سازمان مشران دطالبانو سره يو ځای هغې خواته روان شول کوم چې له هغه ځايه راغلې وه ،که دامريکادحملو په پايلو کې طالب چارواکې وارخطاشول مگردهغو نړيوال ملگرې له دې امله چې دهر څه نه خبر وه په سړسينه ټول طالب چارواکېاودالقاعدي په سازمان پوري تړلي کسان تر ټاکلو ځايو پورې چې هلته ددوي امنيت خوندي وې ورسول دپاکستان په خاوره کې دهغه هيواد داستخباراتو دسازمان په مرسته ددوي داوسېدو لپاره ټاکلي ځايونه په نښه شول ،او يو شمير يې دايران خاورې ته ولاړل . په عوض کې يې هغه ډله چې په هيڅ صورت دافغانانو لپاره دمنلو وړ نه وه او دهمدغي ډلي وحشيانه کړنواو نارواوو افغانان مجبور کړه چې دطالبانو تور رژيم چې دهيواد دتاريخي دښمنانو په مرسته او ملاتړ هيواد ته راغلل دخپلو چارواکوپه توگه ومنې ؛ داشړل شوې يو ځل بياپر روسي ټانکونو ،پلنگي درشيو،پکولونواو له طالبانو نه ورپاته ډاټسن موټرانو دکابل په وينو لړلې ښار ورننوتل ،دکابل دښار دزورېدلو او کړيدلو اوسېدونکو پر زخمونو ددوي په ليدو سره يو ځل بيا مالگې ودوړېدې . دې ډلو دطالبانو دځپلو په نامه هغه څه وکړه چې تر اوسه يې دهيواد په شمالي اومرکزې سيمو ، دکابل دښار په شاوخواوکې دانسانانو دهډوکو په راټولو خلک ستړي دې ؛ داچې دبشر دحقوقو نړيوالو سازمانو ددغو ناندريو ،تيريو او ظلمونو په هکله غبرگونونه ښکاره کړې فکر کوم دسپين کاغذپه زرهاو پانې پري تورې شوې دې .
 دطالبانو درژيم دړنگېدوپه اولو شپو او ورځو کې جنگسالار ،قوماندان ،دزور او زرخاوند هر چېرې چې وه ددولتي واک دتر لاسه کولو او خپل محلې نفوذ دټينگولو په خاطر هغو ځايوته ځانونه ورسول کوم چې ددوي لپاره گټور و .
 دبن په کنفرانس کې چې د2001ز کال ددسمبر په مياشت کې جوړ شو دافغانستان دسياسي اقتصادي او پوځي دراتلونکې په هکله پريکړې وشوې ؛ ديادولو وړ خبره داده چې پدغه کنفرانس کې د هغو ډلو او تنظيمواستازو برخه درلوده کوم چې دکنفرانس راغوښتونکوددوي دگډون سره علاقه درلوده . داکسان په هيڅ ډول دافغان ولس لخوا دغه کنفرانس ته نه وټاکل شوې اونه يې دهغوي استازيتوب کولاي شويعنې په حقيقت کې په کنفرانس کې دافغان ولس استازيتوب نه و. دبن دکنفرانس دپريکړو په برکت هغه جنگسالار ان چې دطالبانو درژيم دنسکورېدوله امله دبماوريوپه پايله کې يې ځانونه دهيواد په سياسي ژوند کې مطرح کړه دښاغلې کرزي سره يو ځای دمؤقتې اوعبوري اداروپه جوړولو مکلف شول . متأسفانه دهيواد دراتلونکي برخه ليک خښته په همدغه کنفرانس کې دافغان ولس دارادې او غوښتني خلاف کږه کښيښودل شوه،همدا لامل دی چې تراوسه هېڅ بار تر مزله نه رسيږې اونه هم داماڼۍ جوړېږي .
 له بده مرغه دبن په کنفرانس کې دحياتې او ارزښت لرونکو دندو سرته رسول،دسولې ټينگښت،سياسي ثبات ،ددموکراتيکو ارزښتونو پلې کول،او مدنې ټولنې جوړول ددې په عوض چې ديوملې حکومت او ولسي ځواک پر غاړه ورواچول شي ، تفکسالارو، جنگسالارو يا هغو ته چې په جنگې جرمونو او جنايتونو تورن دې او لاسونه يې تر څېنگلو دولس په وينو ککړوه وسپارل شوه؛له پورته نه تر کښته له هغې لومړۍ ورځي بياتر اوسه دولتي قدرت دهمدغوډلو په واک کې پاته شو.
 سره له دې چې امريکا په عراق کې دصدام درژيم دراپرزولو پروژه هم ترلاس لاندي ونيول دصدام حسين رژيم دطالبانو درژيم په څير نسکور شو ، په حقيقت کې امريکا هلته تر افغانستان زياته مصروفه پاته شول او تراوس هم کوم ليدونکې لاسته راوړنه نلري ،بياهم ددې لپاره چې هغه دچاخبره يوه داوړو پزه يې جوړه کړې وې په افغانستان کې يو په بل پسې دخپلو سيميزوپاليسيواو گټو په رڼاکې په هيوادکې دسياسي ثبات او اقتصادې جوړونې په خاطر په توکيواوبرلين کې يوپه بل پسې نړيوال کنفرانسونه جوړکړل .پدغو کنفرانسو کې دنړۍ يو شمير هيوادو برخه اخيستې او افغانستان سره يې داقتصادي او تخنيکي زياتومرستو وعدي کړي دي .
 څرنگه چې تر اوسه په دولتې اداره کې جنگسالار ،بنسټپال او محلې زورواکان غوښن ځای لرې او دهغوي گټه په يوه سالمه اداره ،امنيت ،دموکراسۍ او ټولنيزعدالت په تأمين کې نشته هر څومره چې بهربيان مالې او مادي مرستي افغانستان ته رالېږې ورکيږې ،او گټه يې افغان ولس ته نه رسيږې . له افغانستان سره دمختلفو هيوادو اوسازمانو له لارې په مليارډو ډالره مرستې شوې اويا پور ورکړه شوی دی . پدغو څه دپاسه څلوروکلو کې دورکړه شوو مرستو څخه ((8400))ميلونه ډالره لگول شوې دې ، ددومره زياتو پيسو دلگښت ثمره دچارواکو په وينا ددرې زره کيلومتره سړکونوبيا جوړونه،په ځينو ولاياتو کې دروغتونو،کلينيکو او ښوونځيو جوړول ، په ((13)) زرو کليو کې پراختيايي پروژې اوداسي نوري وړې لاسته راوړني يادوي .
 په ټول قوت تبليغ کيږې چې دبن دتوافقاتو او پريکړو ټول سپارل شوې دندي سرته ورسيدې ،مگر په هغومره خوشحالۍ او افتخار چې يې زموږ دهيواد دولتي چارواکي تبليغوي کارونه ندې تر سره شوي . دابه ومنو چې مؤقته اداره په عبورې بدله شوه ،دوی لويي جرگې دميليونونو ډالرو په مصرف جوړې شوې ،چې تر گټو يې تاوان زيات و،دبيلگې په توگه په دغو دواړو جرگو کې ټوپکسالارو ،بنسټپالو او محلې قوماندانانو وکولاي شول خپلې ارادې او غوښتنې دقومونو ،ژبو،مذهبې اړيکونه په استفادې سره افغان ولس دومره دملې بې اتفاقيو او اختلاف ډنډ ته ورټيل وهل چې دهغه څخه خلاصون به په ډيرو لويو جرگو تر سره نشې،ددولتي چارواکودهمدغوڅه دپاسه څلوروکلونو دکار ثمر دی چې په ټول هيواد کې دژبو،لهجو ،مذهب سيمواو قومونو تر منځ اختلاف دداسي دښمنۍ سرحد ته قابو شوي دي چې همدالهظه پاکستان ايران او دالقاعدي سازمان په افغانستان کې دبي ثباتۍ او کورنې کړکيچ ،ترهگريزو بريدونو دسرته رسولو لپاره په پراخه پيمانه گټه اخلې ،که رشتيا وويل شي ديو زيات شمير دولتي جگپوړو او منځنيو حلقو لخوادولس په وړاندي دنامعقول سياست او چلند پايلو دالقاعدي او تالب جنگياليو ليکې غښتلې کړي دې . پدغه موده کې دداسي اساسي قانون جوړشو چې دتصويب له هغه لومړۍ ورځې نه يې ډير زياتو تغيراتو ته اړتيا ليدل کېده ، خو پر هرڅه سترگې پټيدلې ، پلان بايد عملي شوی واي اونړيوالو ته ښودل شوي واي چې هر څه پر خپل وخت پلې کيږې ؛ په همداسي بېړه دپارلمان لپاره وکيلان وټاکل شول . داچې ددولتي چارواکو دبيغورۍ او ځاني گټو دساتلو په خاطر پارلمان ته چا لاره پيداکړه ؟ په ټاکنو کې څومره ټگۍ برگۍ وشوې ؟ولې پارلمان ته زيات شمير هغو لاره پيداکړه کوم چې داديرش کاله دملت په زورونه اودهغوي دوينو په زبېښنه مصروف وه،تل يې دهيواد په ورانۍ کې دخپل کور آبادې ليدلې ده ،ځکه به دالويه او تاريخې جفاوي چې داډول کسان دملت داستازوپه نامه ونومول شي . پدې هر څوک ښه پوهيږي چې دولتي چارواکې دخپل مقام او واک دساتلو په خاطر پر هر څه سترگي پټوې ، دداډول وکيلانو په اړوند دخلکو دسوال په مقابل کې هغوی وايي : هر څوک چې دی ،هر ډول بده سابقه چې لري يا يې نلري داکسان خلکو ټاکلي دي . دوی هيره کړېده چې همدا خاموش ملت په هر څه پوهيږې ،هر څه ويني او هر څه اوري . په پارلمان کې اوسنۍ حالت په يوه او بله بهانه دکارونو ځنډول ،دحياتې موضوعگانو په عوض پر فرعي مسايلو دوخت ضايع کول اوداسي نوري ناخوالي چې دير ژربه راڅرگندي شي دافغان ولس ددې ادعاچي له پارلمان څخه يې لاس پريمينځلۍ دی ښه ثبوت کيداي شي .
 زه اوس نه غواړم پر دغو پروژواود ميليارډو ډالرو پر بېځايه مصرف په تفصيل بحث وکړم کوم چې دا ښاغلې يې هر ورځ يادوې ؛ دومره ويل غواړم چې زياتې پيسې دبياجوړونې په نامه حيف وميل شوې او دچارواکو جيبونو ته و لوېدې .دبيلگې په توگه دکندهار کابل لويه لار ډير ژر کنډو کپر شوه ، ځينې روغتونونه او کلينيکونه جوړ شوې چې ددوي په وينا شمير يې 2000 ته رسيږي خو هلته ډاکتر او نرس درک نه لرې او که شته يو يادوه نفره ،په ډيرو ځايو کې نرس دډاکتر دنده تر سره کوې ،هغه وسايل چې ددغو مؤسسولپاره ضرورې دې بيلگه يې نشته ،هر ورځ ويل کيږې چې په زرهاو کليو کې دبياجوړونې کار روان دی ،په هر کلې کې(( 30000)) ډالر لگول شوې دې ،مگر کله چې دکليو داوسيدونکو نه پوښتنه کيږې هغوی په خبر هم ندې سوال پيداکيږې چې داپسې چيرې لگېږې ؟؟.
 په ځينو ځايو کې به کوم پلچک جوړ شوۍ وې ،ياکوم داوبو ورخ ،اوپه کومه کوڅه کې به شگې اچول شوې وې ولې په حقيقت کې داعبث لگښت دی ؛موږ په لومړي گام کې هغو پرژو ته اړتيالروکوم چې هغه توليد وکړې ، په توليدې پروژو کې به له يوې خوا په کلې يا ښار کې خلکو ته کار پيداشي او له بله طرفه به داړتياوړ توکي توليد شي .
 چارواکې د2000 ښونځيود جوړېدو خبري کوې او وايي په ميليونو شاگردان ښوونځېو ته ځې ،داهم ټول تبليغې بڼه لرې دتل په شان په اوبو کې لوټه ايښودل شوې او چارواکي پر تير شوې دې . دغه ښونځۍ چې دوی جوړې کړې دې اکثره يې ښوونځۍ ته ورته ندې ،هلته دکتاب ،لابراتواراو نورودرسي لوازمو درک نشته ، دميز او چوکۍ خبره خو هيڅوک نکوې ،داچې په کومه سويه ښوونکې هلته شته دابل سوال دی ،دفبرورې په څلورمه دکندهار دپنجوايي دولسوالۍ ديوې ښوونځۍ دپنځم ټولگۍ شاگرد دژورنالست ديوې پوښتني په ځواب کې وويل : زموږ په مکتب کې پخوا ((درې سوه)) شاگردان وه ،څرنگه چې درس او کتاب نشته ټول ولاړ ل اوس تقريبا ((90)) تنه پاته يو ، معلمان دمعاش اخيستلوپه ورځ راځي او زموږ سره پر ميزو ناست وې .... په سلهاو داسې بېلگې نورې هم شته .داطبعې ده چې په دومره ټيټه تنخواکله څوک حاضريږې چې دښونکې دنده پر غاړه واخلې ،که دامنيت راوستل دزيات ارزښت لري ،نودبيسوادۍ له منځه وړل دملي کدرونو تر بيه او روزنه زموږ دهيواد دراتلونکی اساسې لورۍ ټاکي او بيله دئنه چې دناپوهې کمبله ټوله نشي دوحشت ،نا امنۍ او ټولو ټولنيزو ناخوالو دکمبلې ټولو ناشونۍ کار دی ،خو متاسفانه دولتي چارواکي خپل وخت اودپرديو خيرات او قرض په هغه لگوي کوم چې گټه يې دوی ته رسېداي شې .
 که ليرې پرتو ولاياتو اوولسواليو ته ولاسو ،لکه ارزگان ،دايکنډي ،باميان ،زابل ،غزنی ،بادغيس ،پکتيا،پکتيکا ،خوست ،فراه اونوردماشومانو سره دچلند حالت دزغم وړ نه دی او نه هم ددولتي چارواکو لخوا دهغوي ساليمي روزنې ته کومه پاملرنه شوېده . هلته حالت تر دغه نورهم زيات زړه دردونکی دی ، پوهنتونونه دعالي او مسلکي مؤسسو ناخوالي خو غرونه غرونه پراته دې سپړل يې زيات وخت غواړې . هيڅوک نه پوهيږو چې چارواکې پخپلو دغو غلطو اوله حقيقت نه ليرې راپورونو سره څوک خوشحالوې او څوک غولوې ؟؟؟
 دمخابراتو ،پوستي خدماتو او برېښنا په هکله تر اوسه څوک فکر هم نه کوې ،دشرم خبره ده چې په پنځو کلو کې دولاياتو او ولسواليو تر منځ نشې کيداې ليک او يابل کوم پارسل ولېږل شې ، شپېته کاله پخوا داکار دسړيو پواسطه تر سره کيده چې ډاگي يا پوسته رسان يې ورته وايه ، اوس چې هر څه شته افغانان داولسمې پيړېۍ د شرايطوپشان ستونځې لرې ،دوی پدي خوش دي چې په لنډه موده کې په افغانستان کې له موبيل تليفون نه داستفادي کچه لوړه تللې ده ،کله يو هيواد او کله بل هيواد مثال راوړې ،مگر داحقيقت نه روښانه کوي چې په هيوادکي ددولت لخوا هيڅ ثابت مخابراتي سيستم نشته ځکه خلک مجبور دې دخپلو ورځنيو ستونچو دحل پخاطر موبيل تليفون استعمال کړي . نږدې پنځه کاله کيږي چې په ميليونو ډالره ددو کمپنيو (روشن او افغان بيسيم ترلاسه کړې ،جالبه لاداده چې ويل کيږي په يو شمير ولاياتوکښي تر څو دولتي جگپوړکسان خپله برخه ونلرې همدغوکمپنيو ته هم دفعاليت اجازه نه ورکول کيږې ،داسې ولايتونه شته چې تر اوسه دهمدغو گران قيمته مخابراتې اسانتيا وڅخۀ محروم پاته دې . زه دا نه وايم چې هيڅ ندې شوې اويادې په يوه ورځ هر څه جوړ سې ، ولې هر باوجدانه افغان چې سر خپل گريوان ته ټيټ کړې دغې پوښتنې ته به مکمل جواب پيدانکړې چې دټولو ملي او نړيوالوپيغورونو ،ستونزو دزغملو سره سره دبهرنيانورالېږل شوي داميليارډونه ډالر پر کومه ولاړل ؟ چاوخوړل ؟ کومه بنيادي گټه يې خلکو ته ورسېده ؟ . ځيني چارواکي داوايې چې (( 78 )) په سلو کې داپيسې انجوگانو ته ورکول کېدې او دهغوي له لارې لگښت تر سره کېده . هغوی پيسې وخوړلي او هيڅ کار يې ونکړ ؛لومړې بايد داڅرگنده شي ددغو انجوگانو چې شمير يې تر دوو زرو اوښتۍ و(( 80)) په سلوکې دافغانانو لخوا اداره کېدې ،دااداره کوونکې هغه کسان وه چې ددولتي جگپوړو چارواکوسره يې په ډول دډولونواړېکې درلودې او دهغوي لخواحمايه کېدل ؛ ښه بيلگه يې کله چې رمضان بشردوست لخوا د(( 2000 )) داسې انجوگانو دتړو او دهغوي څخه دقانونې بازخواست وړانديز وشو هغه بيچاره له هرې خوا ورټل شو او دوړانديزپه مقابل کې ېې دولسمشر په گدون ټولو مخالفت وکړ . همدالحظه چې دا ليکنه ليکم دبي بې شي پر پښتو پاڼه راښکاره شول چې : د افغانستان د اقتصاد وزير محمد امين فرهنگ اعلان وکړ څه باندې ١٦٠٠ هغه غير حکومتي سازمانونه يا ان جي او گانې چې د نوو حکومتي مقرراتو له مخې ېې ځانونه راجستر يا ثبت کړي ندي نور د فعاليت حق نلري .ښاغلي فرهنگ وويل د 1620 دغو ان جي او گانو له جملې څخه 1497 افغاني او 123 ېې بهرنى دي حکومت وايي چې لدې نه پس به د ټولو ان جي او گانو کارونه څاري او که درغلى وموندل شي قانوني چلند به ورسره وشي هغه وويل چې د منحل شوو ان جي او گانو د فعاليت په اړه به هم پلټنې وشي او حتى نړيوالو مرستندويانو سره به هم تماسونه ونيول شي او معلومات به ترلاسه شي چې که کوم غير حکومتي سازمان له پيسو څخه ناوړه کار اخيستنه کړي وي د قانون له مخې به سزا ورکړل شي .
 داسې څرگنديږې چې درمضان بشر دوست غږ نړيوالو واورېد،او نور دنړيوالو لپاره هم دتحمل وړنه ده چې په مليارډو ډالر دانجوگانو له لاري پر عبثو لارو مصرف شې ،هرومروبه دلندن په کنفرانس کې دغې مسلې ته اساسې گوت نيونه او گوت څنډنه شوې وي،چې دومره ژر دولتې اړونده چارواکو دانجوگانو په مقابل کې غبرگون ښکاره کړ . اوس هم ناوخته نه دی که چيرې دانجوگانو دکار کنترول دملي گټوددرناوۍ او په نظر کې نيولو په روحيه تر سره شي پايلې به يې گټورې وي،پرېږده چې لږانجوگاني وې ولې دکار ثمره او کيفيت يې بايد ددولت لخوا وارزول شي .که داياهغه انجو په افغانستان کې ددغه هيواد دخلکو لپار خدمت کوې داهم بايد ومنې چې ددغه هيواد اړونده دولتي ادارې حق لري تر څوپه منظم ډول ددوې کارکنترول کړې .
 د2005زکال دنومبر دمياشتي په 21نيټه دبي بې سې په ويب پاڼه کې ((دڅومره بيارغونه شوېده )) تر عنوان لاندي يو مضمون خپور شو ،زما لپاره دهغه لوست ځکه ډير جالب وه چې هلته لوستونکۍ ته واضح څرگندېږي چې دکارونواودندو په ويش کې څومره گډوډي ده ،زه يې يوه برخه دلته را انتقالوم : (( . . . دکابل پوهنتون استاد غلام نبي فراهې وايي دافغانستان وبيارغاونې په سلگونو ميلونه ډالرهغو سلاکارانو وړې چې بيلا بيلو برخوکې دبيا رغاونې دکارپوهانو په نوم افغانستان ته راغلي . خو دترانسپورټ وزير عنايت الله قاسمي ددې خبري په منلو سره چې دبهرنيو سلاکارو تنخوالوړه ده وايي چې افغان دولت دوی ته سخته اړتيالري دغه سلاکاران داسې کارونه کوي چې افغانان يې نشي کولاي . .. دکليو او پراختياوزارت يو چارواکئ زرين وايي ،دکليو دبيارغاونې په ډگر کې دوی تر اوسه په څه دپاسه (( لسزرو))کليو کې ((300 )) ميلونه ډالره لگولي چې ښوونځۍ ،کلينيکونه ،سړکونه،ويالې پلونه او بندونه پرې جوړ شوي او. . . .
 لومړۍ / دابه ومنو چې بهرنې سلاکار داسې کارونه سرته رسوې چې افغانان يې نشې کولاي ،ولې داپروسه به تر کومه روانه وي ولې په دغو برخو کې افغان کدرونه نه روزل کيږې ؟داعادلانه ده چې دا پنځه کاله درې بهرنې انجنيران ياکارپوهان دآريانا دشرکت نه دورځې هر يو (( 2000)) ډالره تنخوا تر لاسه کوې ؟ دا دکاله څومره کيږې ؟ ايا دا امکان نلري چې پدغه برخه کې دې افغان زلمې وروزل شې ؟ رښتيا خبره خوداده چې تر اوسه په دا پنځو کلو کې پدغه ريشته کې دروزلو لپاره يو نفر هم ندي تر بيه شوۍ ،تر څو به موږ دبل له خيرات يا پور څخه داسې لوړ ې تنخواگاني بهرنيو کارپوهانو ته ورکوو ؟
 دوهم / که داټول کارونه چې پورته يې نومونه واخيستل شوه دکليو دپراختيا وزارت تر سره کوې ؟ په هغه صورت کې ښاغلۍ کرزۍ بايد نور خلک دمقامونو په تر لاسه کولو خوشحاله نکړې اونه هغوی ته دلوړو تنخواگانو په ورکولوافغان ولس دبهرنيانو پوروړۍ کړې ،يوا زي همدا وزارت کولاي شي ټول کارونه تر سره کړې .په تيرو رژيمو کې هم دروغتيا ښوونې او روزنې ،ښارۍوړولو لوي رياست ،دفواعد عامې وزارت ،دکرهڼې وزارت موجود وه ،هر وزارت په خپله برخه کې خپل کارونه خپله سرته رسول ،دبېلگې په توگه که به دښوونځې يا روغتون جوړېدو ته اړتياوه همدغو وزارتو به دکوم تعميراتي شرکت سره قرار داد کاوه ،ټول مصار ف دمربوطه وزارت لخوا تر سره کېدل ،دا طبعې هم ده چې دښوونې او روزنې وزارت پوهيږې چې څومره ښوونځيو ته په کوم ځای کې ضرورت لري او حنگه تعمير بايد ۍوړ شي او يا دکرهڼي وزارت دنده لري چې دويالو ،ورخونو ،بندونو او نوروهغو چارو سمبالښت پر غاړه واخلې کوم چې دهيواد دکرهڼيزو چارو سره تړاو لرې ،او داسې نور په سلهاوو مثالونه . زه دهېڅ کوم وزير يا وزارت سره خوابدي نه لرم ولې پدي عقيده يم چې له مؤقتي اداري نه نيولې بيا تر اوسه غير ي ضروري وزارتونه ديوچا يا دلې دخوشحالۍ لپاره جوړ شويدې ،همدا ددولتي تشکيلاتو ورځنۍ پاړسوب دی چې ستونځې يې رامنځته کړې دې . مُقوله خو داده چيز مونږ دولتې تشکيلدهغو پر مختللو هيوادو په کچه جوژ نشي کوم چې همدا اوس مور ته هرڅه دوی راکوې ،سپما ددولتې تشکيل په کمښت هم تر سره کيداي شي ،ضرورت يې نشته هغه دندۀ چې يو رياست يې تر سره کولاي شي هغه په وزارت بدل شي . پدې هکله به ټاکلې وړانديزونه دليکنې په دوهمه برخه کې وړاندې شې .
 دبن دکنفرانس په پريکړوکې واضح ليکل شوې وه چې بيله کوم امتيازنه بايد په ټول هيواد کې وسله ټوله شې ددغي دندې دسرته رسولو لپاره دجاپان هيواد دمالي ،مادي او تخنيکې مرستو درسولو دنده پر غاړه واخيستل د DDR په نامه دبې وسلې کولو او وسله والوکسان ملکې ژوندته درابللو کار پيل کړ .
 د2005زکال دجون دمياشتي په ورستيو ورځو کې دجاپان سفير په افغانستان کې دبي وسلې کولو دلومړې پړاو دپاي ته رسېدو خبر ورکړ ،هغه وويل تر اوسه په افغانستان کې دعمومي بې وسلې کولو لپاره 150ميليونه ډالره په مصرف رسېدلې دې . 2005.30.06 آريايي ويب پاڼه
 دبي وسلې کولوپه لومړۍ مرحله کې دپه سلهاوزره ميله ډول ډول سپکو او درنو وسلو دراټولواوپه لسهاو زره وسله والوکسانو ته دسوله ايز ژوند دبرابرولو خبرونه يو په بل پسي خپرېدل اوس يې ددوهمي مرحلې بحث په خوراږوږ روان دی ،مگر اوس چې گوروبيا هره ورځ دلته يا هلته دوسلو ډيپوگان پيداکيږي ،سپکې اودرني وسلي نيول کېږي ،تر ټولو غوره لاداچې تر اوسه جنگسالار او محلي قوماندان تر غاښو په وسلو بار ارام او مطمين ژوند کوي که څوک دهغه سياسي يا اقتصادي گټوته خطر ورسوې خوله يې ورباندي ماتوې . ځکه سوال پيدا کيږي کومه وسله اوله چانه ټوله شوه ؟ دخلکو هغه خبره چې وروره قوماندانانو خپله هغه زړه او دکاره لوېدلې وسله دډي ډي آر دپروگرام پر پلي کولو په ډالر خرڅه کړه اونوره هغه وسله چې ورباندي ډزي کيداي شې پر خپل ځای پاته ده .دبيلگې په توگه دبې وسلي کولو دپروگرام يو مسؤل چارواکې دبي بې شي سره په مرکه کې څرگندوې : پدغه ورستيو حو مياشتو کې څه باندى(( 21 » زره ميله وسلې راټولې شوي چې په زرگونو ميله ېې د ېو شمېر هغو کانديدانو څخه دي چې په تېرو پارلماني ټاکنو کې ېې گډون درلوده. دDDR يا وسلو د راټولولو د پروگرام چارواکئ جنرال عبدالمنان فراهي وايي دهغو قوماندانانو نوم لړ برابر شوئ چې په دولت کې کار کوي اووسلې لري چې په نژدې راتلونکي کې به ېې دوسلو سپارل پيل شي.د ئ وايي په لومړي سرکې له 140 کانديدانو نه څه با ندې څلور زره ميله وسله راټوله شوه او تر هغه وروسته نهه (9) تنه هغو قوماندانانو په خپله خوښه وسله وسپارله چې په دولت کې ېې کارکاوه.دی وايي له 40 تر50 نوردامنيي قومندانانو اوريسانو په کچه داسې کسان په دولت کې شته چې وسله لري خو جنرال فراهي وايي په دې پروگرام کې به ټول غير مسول وسله درلودونکي بې وسلې شي، اودولت د ټولوپه اړه پوره معلومات لري چې کوم کس څومره وسله لري.جنرال فراهي زياتوي د هغو کسانو پېژندنه شوې چې په ولاېاتو کې غير مسول دي او وسلې لري. د بى وسلې کولودپروگرام چار واکي وايي په دقيق ډول نه پوهېږي چې په ټول افغانستا ن کې به څومره وسلې وي خو وايي پروگرام به تر هغو روان وي چې ټولې وسلې دولت ته وسپارل شي. 2005 ,28 نومبر داپدي معني چې په هيواد کې دمرکزي حکومت دکمزورۍ او په دولتي واک کې دهمدغو رنگا رنگ وسلو دخاوندانو غوښ او کوټلی ځای دبې وسلي کولو پروسه له خنډ اوناکامۍ سره مخامخ کړيده . همدا دليل دی چې دکابل په ښارکې هم څوک ځان په امنيت کې نه احساسوي . نور بيا