د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دغه ملي جهاد دی

حبيب الله غمخور 03.05.2013 03:50

دوطن دلاري دشهيد مرحوم  قاسم جان  ياد دي ابدي وي
وياړ پر وطن مينو او سرښندونکوافغان شاه زلمو

 

 

«مرګ په پاکستان ،مرګ په هغه چا،چې د پاکستان غلامي کوي، موږ دخپلو امنيتي ځواکونو ملاتړ کوو ژوندي دې وي دوي .» داهغه شعاردی چې نن دننگرهاراوگوشتي ولسوالی  په زرگونوغښتلو لاريون کوونکوخلکو پداسي حال کښي چې دوطن دشهيد قاسم خان جنازه چې دخلکولخواپه گلونوکي پټه وه سوې وه دجلال اباد په تاريخي ښار کي پرخپلو اوږو ترگرځولو وروسته ترعیدګاه جومات  پوري دجنازې دلمانځه دادا کولولپاره وړل .

زه ترهرڅه وړاندي زه  دوطن ددې نامی شهيد روح ته په دعاوکولوسره دهغه  دکورنۍ پاتې کسانوته دلوي څښتن له دربارنه دزړه صبرغواړم اوهغوافغان زلمو لپاره چې دپنجابي تورلېنگودوحشي بريد له  امله زخمی شوي دي عاجلې روغتيادعاکوم .

بلې درنو هيوادوالو!

چې موږ ويل هغه يوځل بياپېښه سول ،پاکستاني زبرځواکو يوځل بياسره له دې چې په ټوله سپين سترگی ېې دافغانستان په خاوره کي تاڼې اوددوي په وينادلعنت دروازه جوړول دمی دمياشتي په لمړۍ نېټه دافغانستان پر وخت دشپې پر نهه  بجوزموږ  پر سرحدی پوستو باندي ډارونکې اومرگونې حمله وکړه  ،چې له نېکه مرغه دمعلوماتوله مخې دا دامريکاپه ډالرومست اودسيمي مغرور نوکرانوته په څوساعتونوکښي  دافغان غښتلی امنيتي ځواک په ځانگړې توگه سرحدی ځواک  اوساتونکولخوا په وينو لژندسول ،ويل کيږي چې داوونفروجسدونه  ئي له ډاره څوساعته له ځايه نسول پورته کولاي  .

بلې! افغانستان دنړيوالوزبرځوالودڅولسيزو سياسي اوپوځی سياليو په پايله کښې ډير ويران او ولس ئي ربړېدلي ،زورېدلی اوپرېشانه دي،خودې زورونې ،وژنې اوکړاونو په پايله کي چې ددوست اودښمن په نوم  پر دې وياړلي اونه ماتېدونکی ملت لورېدلي دي ،ددوي ملي غروراوله هيوادسره دميني احساس نه داچې کمزوره کړی نه دي ، بلکې نورهم غښتلی سوی اوملي احساسات ئي راپارېدلي دي .ددې ولس دژوندهرشېبه دنړيوالولپاره دحيرانتيالامل اودعبرت درس گرځېدلی دی .

داچي نن ددننگرهار وياړلوځوانانو ،سپين ږېرو، په زرگونولوي او واړو دشهيد قاسم خان  جنازه ديوستراوتاريخي لاريون په مټ بدرگه کړل اودافغانستان دنورو ولايتونواوسېدونکو پداسي حال کښي چې دپاکستان پردي کارئي لعنت وايه ،دافغان دولت نه چې دوي ئي دپاکستان لاسپوځی بولي په کلکه غوښتنه وکړه چې ددې پېښي اوپاکستان پروړاندي  ملی دريځ غوره کړی . دولتی مشرتابه  بايددنړيوالونه په کلکه وغواړي چې ددې پېښي پوښتنه له پاکستاني چارواکونه وکړي ،ددې ښکارندوي دی چې دا غيرتی ولس دچاتيری پرخپله خاوره نسی زغملاي ،دوې خپله د خپلي  تاريخی خاوري دفاع ته تياردي .

افغانان هرچيري  چي اوسي په کلکه  داغوښتنه لري چي :

۱/افغان دولتی چارواکي بايد دايران اوپاکستان داستخباراتی کړيوسره خپلې اړېکي پرې اوملت ته وفاداري خپله کړي ،کنه کولاي سي چې دوباره هغه هيوادته پناه يوسي .

۲/ له ښاغلی کرزی اوددولت درو واړو ارگانودمشرتابه په ځانگړې توگه  دپارلمان  له غړونه چي ځانونه دملت استازی بولي،هم پاکستان اوايران هيراودخپلو موکلينو ملي گټې وساتی اودافغانستان دځمکنی بشپړتياپه لارکښي دافغانستان داساسي قانون له مخې  حکومت ته دملي دفاع په هکله دورسپارل سوو دندودپلي کېدوغوښتنه وکړی .

حقيقت خو دادی که له هغې لمړئ ورځې نه چي پاکستاني چارواکو دافغانستان پر پاکه خاوره په څوځايونوکښي دتوغنديوبريدونه وکړه ،جواب ترلاسه کړی واي پدې ډاډه يوچې اوس به پاکستان داجرات نه درلوداي چې د  گوشتې  په ولسوالی کي دروازي اوتاسيسات  جوړ اودافغانستان خاوری ته راننوزي .

۳/ داچي   ۴۷  هيوادونه زموږ په هيوادکي پوځی اوسياسي شتون لري اودوي خپل شتون دافغان ولس دروښانه راتلونکي لپاره دهراړخيزومرستوپه نوم نوموی ،نوددوي په شتون کښي ددوي ددوست هيواد پاکستان داډول بې شرمانه تجاوزونه زموږ ولس ته نه سوله اونه دموکراسي راوړاي سوي ، دانوري ټولنيزي بسياينې خوپرخپل ځاي پرېږده .

موږداپه ډاگه وايو،که  په رښتياسره  نړيواله ټولنه ځانونه افغان  ولس  هوساينې او ارام ژوند،دموکراسی اوپرمختگ ته ژمن بولي ، نوهرڅومره  ژر چې کيږي  بايد بېلکه کوم دليل اوبرهان څخه دپاکستانی جنرالانو،کرنيلانو اونوروتورمخو قاتلانو لاسونه زموږله خاوري لنډ کړي . نړيواله ټولنه دافغان ولس په وړاندي اخلاقی اوحقوقی مسوليت لري چې دپاکستاني چارواکولاسونه لنډ اوهغوي پر خپل ځاي کښېنوي .

جالبه ده ! په عراق ،ليبيا،مصر اودادی اوس په سوريه کښي ددموکراسی او انسانيت نه ددفاع په نوم رژيمونه ړنگېږي ،خودادی ټول ئي گوري چې دپاکستاني چارواکولخوا زموږ دهيوادپر ځمکنۍ بشپړتيا اوهمدې انسانيت  تجاوز کيږي ،جنگيالي په يوه اوبل نامه روزي اودلته ئي دافغان وژنې ددوام لپاره رالېږ ي ،استخباراتی مولويان ئي دافغان ولس په وړاندي دجهادفتواگاني صادروی اودهغونه ملاتړکوی کوم چي ددموکراسی سره مخالفت لري .دوي داڅولسيزي اوپه ځانگړې توگه دادی اوس  يوځل بيازموږ په هيوادکي دخپل لاسپوڅي رژيم واک ته رسولوپه خاطرهره ورځ  تر سلو زيات بېگناه افغانان له  ژوندنه محروموي، خودانړيواله ټولنه او امريکا ورته هيڅ نه وايي،په ماشومانه اوغلطوډيپلوماسيو که دې هڅوته ډيپلوماسي ووايو موږ غولوي .

۴/ دې اونورټولوناخوالواودپرديوبربنډولاسوهنوته په کتوسره اوس تر بل هروخت اړينه ده چې ټول افغانان بېله  دې چې دسره ،تور،سپين ،شين اوزرغون په نوم ئې سره ووېشودتاريخ دې حياتی سوال ته چي دپاکستان  دبربنډي تيری اويرغل په وړاندي څه بايد وشی ، د مثبت جواب پيداکولوپه موخه لاسونه سره ورکړو،ټول په يوه چېغه  اويوه اراده دخپل هيواد نه دفاع ته چمتواودروښانه راتلونکي لپاره بېله دې چي همدا زموږ دهيواد او ولس دښمنان مودخپلو تورواوافغان دښمنوموخو او ملی گټو پرخلاف مواستعمال کړي سره متحدسو،دهيواد دجوړېدو اويوې ملي منلی دولتي ادارې دجوړېدواوملت ته دژمن مشرتابه رامنځته  کولوجوگه سو.دپاچا خان خبره ده ،((راځئ يوکيږوکنه ورکېږ و.))

دافسوس خبره ده چې داڅومياشتي  زموږ اړونده چارواکودښاغلی کرزی په چوپتياکښي خلکوته غولونکې وعدې ورکولې .حتاتردغې غمجنې پېښې چي دپاکستان بربنډيرغل دی يوه ورځ وړاندي ددفا ع  دوزيروياندژورنالستانوديوې پوښتنې په جواب کي وايي : زموږمشران  پدې هکله دپاکستاني چارواکوسره په خبرومصروف دي که ئي نتېجه ورنکړه زموږ دامنيت شورابه پريکړه کوي موږ به دهغې دعملي کولوهڅه وکړو .دوي په خبرولگيادي اوپاکستان خپل تيري ته دوام ورکوي .

زه ئي زموږ ديوشمير افغان ليکوالو اوپياوړوځوانانوپه دي ټکي رالنډوم ، په خوست ،پکتيا ،کنړ کې دې تورلېنگيوته چاڅه ونه ويل ، دادی دننگردگوشتي ترولسوالی راورسېدل .که دلته جواب نسی  نودخپل پخوانۍ اوتاريخي ارمان پوره کولولپاره به دهډې ترفارم اودولايت ترقصره راورسېږي .

داچي زموږدولتي چارواکي به دخپل دې بادار په وړاندي چوپتياغوره بولي ،خو دولس دصبرکاسه  ډکه سوې که خداي کول په لور اوسوټی به ئې تراټکه وځغلوي .

پاکستانی چارواکي بايد پدې ښه  پوه وي چي افغانان هغۀ افغانان اوپټان هغه پټان دی،اميد چي  کارنامې ئي هيري سوی نه وي . دولسونواوپه چانگړې توگه دافغان غيرتی ولس تاريخ ثابته کړې چې ملي غبرگون دهرزبرځواک خوله ورباندي ماته کړې ده ،دپاکستان داکبرجن چارواکي  به هم له هغوي جملې وي .ومن الله التوفيق