د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دخپلواکۍ دگټلو تاريخي خاطرې يادمو مبارک

حبيب الله غمخور 19.08.2013 01:10

دخپلواکی دلاري دشهيدانوروح دي ښاده اوياددې ابدی وي

درنو اوپر خپلواکۍ مينو غيرتی هيوادوالو!

دادی سږ کال يو ځل بيا افغان کړېدلۍ او زوريدلۍ ولس دخپلواکۍ دتر لاسه کو لودحماسو نه هېريدونکي خاطرې  يا دونه  د۹۴ ځل لپاره لمانځي  .

دټولوملي اوټولنيزوناخوالوسره چې زموږ ولس یې زيات پرېشانه کړی اوپه حقحقت کي ټولو خوښيو زموږ له زورېدلي ولس دکاله نه کډه کړې

دملي او افغاني غروردهسک ساتلواودرناوی په موخه دخپلواکی ترلاسه کولو، ددې تاريخي اونه هېرېدونکی افتخار د۹۴ کليزي په مناسبت دزړه له کومی مبارکي وايم .

تاريخ ددې شاهد دۍ چي دادخپلواکۍ په احساس مالامال  مغرور ملت هيڅ وخت دنړۍ يوه زبرځواک ته هم دغلامۍ سر نه دۍ ټيټ کړی  .

که څه هم افغانستان  دسياسی جغرافيايي موقعيت له مخې پداسي يو ه څولور لاري کي پروت دۍ چي  کله  دنړۍ هر غاصب  اوجابر  غوښتي  داسيا دلويي وچې په دغه سيمه کي پر ولسونو تيرۍ وکړي نوزموږ پاکي خاوري ته يې هرومرو يوځل خپل کرغيړن مخ را ښکاره کړی . دا چي بيا يې دغه پر آزادۍ مين ملت څومره پزه په مځکه ورمښلې ، تاريخ دافغان ولس دداسي قهرمانيو زياتي افسانې پخپله غېږ کي له ځان سره لري  .

د تاريخ په اوږدو کي د دنوروتجاوز گرو تر يرغلونو وروسته  په  شلمه سليزه کي زموږ پر مقدسه خاوره درې ځلي انگريزي  استعمارگرو په افغانستان اوسيمه کښ دخپل سياسي حاکميت دټنگولو لپاره وسله وال تېرئ کړی،خو يو ځل هم پر دې ندي بريالي شوی چي خپل  بشپړ سياسي واک زموږ پرخاوره دډيري مودې لپاره  ټينگ او دايم کړي .

 د ۱۹۱۹ کال دآزادۍ دتر لاسه کولو جگړه چي دافغان ولس په بې ساري سرښنده بريالی پاي ته ورسېده ، پر افغانستان باندي دبهرني استعماري زبرځواک سلطې ته دافغان دميړني ولس  دستر او غښتلي بچي اعلحضرت امان الله خان  تر مشری لاندي دتل لپاره  دپاي ټکۍ کښيښود.

دامير حبيب الله خان تر مرگ وروسته  د۱۲۹۶ هجري شمسي کال دحوت په نهم نيټه  دکابل دښار د عيدگاه په لوي جامع جومات  کي جوړي شوي لويي غونډه کې ته  دځانگړو مراسمو پرترځ کي دځوان  دامان الله خان پر سر ده پاچاهۍ تاج کښيښودل شو اوله همدغي نيټې  نه هغه  دافغانستان پاچا اعلان شو .دافغانستان دې وياړلې بچی امان الله خان  په همدې درنه غونډه کې پخپله لمړنۍ ويناکې  دنورو مسائيلو دڅېړلو اوپر هغه باندي دبحث تر څنگ  وويل :

اول : زه دافغانستان  ټولو خلکو ته دا اعلان کوم چي ما دا تاج دافغانستان دداخلي او بهرنۍ آزادۍ په خاطر پر خپل سر کښېښود ،زماغوښتنه ستاسو شريفو او پر آزادۍ مينو خلکو نه داده چي تاسو پدي لار کي زما ملاوتړۍ او زما سره مرسته وکړۍ  .

دوهم  :زه به هرومرو دخپل پلار قاتلا ن پيداکوم .

دريم : دافغانستان په اوسني شاته پاته ټولنيز او اقتصادي  نظام کښي به نوي  اومثبت تغيرات راځي .

امان الله خان  دانگريزانو پر خلاف دکابل دښار اوسيدونکو اونوروافغانانو ته  دانگريزانو دشومو اهدافو په هکله چي غواړي زموږ پاکه خاور تر خپلي استعماري سلطې لاندي  وساتي په وار وار تاريخي ويناوي کړي او افغان ولس يې دانگريزانو پر خلاف دخپلواکۍ دتر لاسه کولو په خاطر مبارزې ته  رابللۍ دئ . 

هغه دکابل دښاريانو يوې لويي غونډي  ته  په خپله يوه وينا کي چي اوس دهر افغان پر ژبه ده  وويل  : ((زه ځان اوخپل هيواد په کوردننه اوبهرکښي  آزاد او خپلواک  اعلا نوم  . پسله دينه موږ  دنړۍ دنورو هيوادونو پشان يو آزاد او خپلواک هيواد يو؛ هيچاته به په هيڅ ډول  دا حق اواجازه ورنکړو چي زموږ په کورنيو او بهرنيو چاروکي لاس ووهني او مداخلې ته زړه ښه کړي  ؛او که څوک ځان ته دا جرات ورکړي سر به يې پدغه توره ورپرې کړم  ،او خپله توره يې له تېکي راويستل  ، مخ يې د انگليسانو سفيرته چي پدغه غونډه کي ناست وو ور واړاوه او ځني ويې پوښتل  : پوه شوې چي ما څه وويل ؟ هغه په وارخطايي سره وويل :   بلي ! پوه شوم صاحب .))

 داوه هغه وينا چي دافغان ولس دغيرت وينه يې نوره هم پر جوش راوستل دهيواد لوي او واړه ، ښځي او نارينه، په ميړانه او صداقت سره  دپر وطن اوخپلواکۍ مين افغان پاچاشاه امان الله خان شاته ودريدل .

پسله هغه چي انگليسانو په يوه او بله بهانه  دافغانستان دخپلواکۍ دپه رسميت پيژندلو پروسه ځنډول ،او سياسي مانورونه يي اجرا کول ،امان الله خان دافغان ولس په ملتيا دانگيزانو پر ضد خپل سياست ورځ په ورځ پياوړۍ کاوه.  او د۱۹۱۹ زکال دمۍ دمياشتي په دريمه نيټه يې دهيواد دمختلفو قومونو څخه  ۶۰ زره نفرپه  هغه وسله چي دافغانانو سره دانگرېزانو په لمړۍ  او دوهمه جگړه  کي دتيښتي په وخت کي پاته شوې وه وسله وال کړه او دڅلورزره توپچي ځواک په گډون ئې دخپلواکۍ دگټلو لپاره دهيواد جنوبي اوجنوب غربي محاز په لور دانگريزانو سره دريم اووروستي پرېکنده جنگ ډگر ته روان شول . دې ميړني ولس دانگريزانو هغه (( ۷۵۰  ))زره کسيز روزل  سوی اوتر غاښوپه وسلو سمبال پوځ  ته چي دهوا له لاري  ئې هم دپوځی الوتکو لخواملاتړ کيده داسي ماته ورکړه چي دماتي افساني يې دنورو تيري کوونکو بهرنيانو لپاره تر اوسه دعبرت درسونه  دي .

دافغان قهرمان او غښتلي ولس جانانه سرښندنه وه چي دنړۍ هغه ير غلگراوځبيښاک گر ځواک چي دزبرځواکی او استعمار په قلرو ئي لمر نه  ډوبېده پر گونډو او اور بند ته حاضر کړ .

 دې مغروره  زبرځواک دهمدغه کال دجون دمياشتي پر دريمه نيټه دسولي اوخبرو کولو هغه  کنفرانس ته   غاړه کښېښوده کوم چي  په تاريخ کي  يې دراولپنډۍ دسولي دکنفرانس په نامه شهرت موندلی .

دانگريزانو سره دافغاني لوري دخبرو د دور دپيل په پايله کښي دافغان باتوره بچي غازي امان الله خان تر قيادت لاندي د۱۲۸۹هجري شمسي کال داسد په ۲۸ نيټه چي د۱۹۱۹ زکال چي داگست له ۱۹ نيټې سره سمون خوري انگليسانو دې دنړۍ پر مخ يوازني استعمارگر زبرځواک دافغانستان کامله آزادي او خپلواکي  په رسميت وپيژندل، پد ې ډول افغانستان په آسياکښي لومړنۍ هيوادووچي دانگريزي استعمارکړۍ ئي دتل لپاره ماته کړه .  

سره له دې چې  دوخت له زبرځواک نه دافغانستان خپلواکی ترلاسه کول په سيمه اونړۍ کي  دنو رتر استعمارلاندي ولسونولپاره خپلواکی ته  لار پرانستل ،متاسفانه زموږ دبيگانه پرورودولتي چارواکودبېغورئ له امله هغه هيوادونه چې دخپلواکۍ ترلاسه کولو لارموږ ورته پرانستل اوياترموږ ډير وروسته خپلواک سول اوس موږته نه يوازي داچي خپل سياسي اصول ديکتې کوی ،بلکی  موږته دلارښودنې حق ځانته ورکوي اوپدي نامه يوشمېران موږ ته سياسي چارواکي اوياسياسي نظام شکل ټاکي .داچي په اقتصادي برخه کي ترموږ څومره مخ ته تللي زموږ دهيواد دهرښار هټۍ ددوي ددې پرمختگ شاهدي ورکوي .

همداناخوالو اويوشمير  نوري دبهرنيو هيوادونوپه ځانگړې توگه  دپاکستان او ايران ورځنۍ مداخلې او بربنډي لاسوهنې دځينو معينو دلايلو له مخي ،کله کله  زموږ دهيواد خپلواکی تر سيوري لاندي راوستلې، اوله دغه ټکي  نه  خو کله کله زموږ دښمنان داسي تبليغاتي استفاده کړې  چې گويا افغانستان خپلواک هيواد نه دی .موږ وايوافغانستان له هغې ورځی  نه چې په ټوله نړۍ اوپه ځانگړې توگه اسياکي  ئې  دلمړی ځل لپاره دانگريزی استعمارکړۍ وشلول يو  آزاد،خپلواک هيواد دئ .

داچي کله کله زموږ هيواد ته دهمدې ناخلفه گاونډيانودمداخلو اوزموږ په کورکي دخپلو گټو ساتلو په موخه بهرنيان راځی داددې معنا نلري چې موږ خپلواکي له لاسه ورکړې،دايوازي موږ دملي ناورين اوافغان دښمنودسيسې بولو .

 که دغه شتون دافغانستان خپلواکي له منځه وړې وي نودپاکستان دزېږېدونه بيا تر نن ورځې هلته سياسی او پوځی لورئ بهرنيان په ځانگړې توگه انگلسان او امريکا ټاکي ،همدا پاکستان او ايران يو وخت دامريکا اواروپاله نورو هيوادونوسره په نظامي تړونو کي شامل وه .داپداسي حال کي چې پدي ټوله  موده کي افغانستان تر نن پوري په هيڅ نړيوال پوځي تړون کي نه دی شامل سوي  ،نو سوال کيږي موږ ازاد نه يو اوکه تاسو ازاد نه ياست؟  

دبلې خوا همدا اوس دناټو ياشمالی اتلانتيک دتړون تر نامه لاندي په ټولو هغو هيوادونوکي چې دناټو تړون غړي دي ددې تړون دټولو غړو هيوادو کي ددې تړون  پوځی هډې شته  ،نو ايا موږ ويلاي سو چي المان ، ايتاليا، انگليس ، ايسلند،  فرانسه ، ډنمارک، ناروي او نور دناټو غړي هيوادونه خپلواک نه دی ؟کاملأ خپلواک دي خو دخپلو ملي گټو لپاره په نړيواله کچه  پوځی قوت جوړکړی چې موږ اوتاسو ورسته دناټوسازمان وايو.دهمدي تړون پر مټ ددغه تړون غړوي هيوادو په سيمه او نړ ۍ کښي خپلي گټي ساتي .زه نورپردي مسله نه ږغېږم ځکه پدي باوري يم چي افغان ولس ملي اونړيوالو گټو ته وفادار ټول پدي رمزونواولارو چارو پوهيږ ي .

 متاسفانه افغانوتل په جگړه کښي  تل گټلې خودسياست په ډگرکښي ئي بايللي ده .دبېلگې په توگه : دغازي امان الله خان په مشری دې ولس انگريزانوته تاريخي ماته ورکړه اودخپل هيواد خپلواکي ئې ترلاسه کړه .مگر ډيره موده لانه وتېره سوې چي دافغانستان دخپلواکی اوپرمختگ تاريخي دښمنانودخپلو جاسوسانو اونوکرانوپوسيله دافغان ولس دستر بچي پر خلاف  نارواتبليغات پيل اوهغه ئي په کفرتورن کړ .

ددغودروغجنواونارواتبليغاتوپايله داسو چي امان الله خان دځينې عيني اوذهنی دلايلو له مخې وطن پرېښودلو ته مجبورشواودژوندتر وروستۍ سلگۍ ئي خپل ټاټوبی ونه ليد.

له افغانستان څخه د غازي امان الله خان تروتلو وروسته زموږ دهيواد ليري او نږدې بهرنيو دښمنانو يوه شېبه  هم افغان  ولس پر ارامه ندۍ پرې ايښۍ . تل يې زموږ په کورنيو چارو کي مداخلې کړې ،موږ ته يې رژيمونه او درژيمو چارواکي ټاکلي دي ،له بدمرغه دا لړۍ همدا اوس هم پخپل ټول قوت  روانه ده .

 متاسفانه دافغانستان دبرخليک اوراتلونکې په اړوند په سياسي ډگر کښي  دبايلنې دايوازنۍ بېلگه نده ؛ تاريخ دافغان ولس ډيري زياتي  داسي سياسي تيروتنې او ناکامۍ  ثبت کړي دي .

له وخت نه په استفادي سره غواړم افغان ولس ته وړانديز وکړم چي : دا وطن پدغه خاوره کي دپرتوټولو اوسيدونکو قومونو، مذهبونو او ژبو ويونکوافغانانو گډکور دۍ .په همدې خاطر پرپدې خاوره کي ټولو اوسېدونکوفرض ده چي دا ټاټوبۍ پخپله او پخپلو امکاناتو سره له دغه زړه بوگنوونکي حالت نه په امان کي واستي .

زموږ په هيوادکي هرډول بې اتفاقۍ ته په هرنوم اونښان  چې وي بايد اجازه ورنکړه سې ،په ځانگړې توگه سياسي گوندونه ،فرهنگی ټولنې ،مدني ټولنې ډله ايزی رسنۍ اوځوان نسل دې تعاون اوتباه کوونکي دملي نفاق سرطان ناروغۍ ته  بايد جدي  پام ولري ،پرې نږده چې دپردو نوکرصفته کسان دخپلو اوخپلو بهرنيو بادارانو دافغان دښمنه او شومه دسيسه  بريالي سي  .

دا روښانه اوڅرگند حقيقت بايد هيرنشي چي پردی پردی دۍ، وطن زموږ او ستاسو گډکوردۍ ؛ دلته موږ او تاسو گډاو يوشان کړيږواو زورېږو، تر څو چي موږ دخپل هيواد اوخپل مينځي راپېښوستونزو دحل ليوال نشواودراپېشو ستونزونه دنجات معقولي لاري پيدا کولوته ملاونه تړو اودحل يوه لارپه خپله ونه لټوو،بهرنيان پر ټولو مرستواوپوځونو سربيره نشي کولاي زموږ سره دستونځو دحل په لاره کښي لازمي همکارۍ اومرستې وکړي .

پدې ټکې بايد پوره پوه اوسوچي زموږ په هيوادکښي دا اوسنۍ سياسي اوټولنيز تاوتريخوالۍ چي دسياسي ،ژبني ،قومي ،او مذهبي گټو اودولتي واک دتر لاسه کولو په موخه يې زموږ په هيواد کي  دمخالفت  ديگدان دومره سور(گرم )ساتلۍ چي يوازي افغانان پکښي سوځي اويوازي داچې ناوړه پايلي به ولري  نور زموږ دغمځپلي ولس هيڅ يودردهم نشي دواکولاي .

اخير تر کومه بايد افغان  دپردو افغان دښمنودگټوترلاسه کولوداورپه لمبو کښي پخپله خاوره کي وريت اولوله په سي؟

افغان ولس بايد دا هوښياري او توان ولري چي خپله راتلونکې پخپله وټاکي .

افغان ولس بايد پر نړيواله ټولنه  سياسي فشارواچوی تر څودسولې اوملي تفاهم له لاري دافغانستان دمسلې دحل لاره ولټول سي .

دگاونډيوپه ځانگړې توگه پاکستان اوايران دلاسپوڅواودهغوي دکرغېړنو گټوپر خلاف دافغان په لاس  افغان

وژنې ته دپاي ټکی بايدکښېښودل سي .

نړيواله ټولنه داخلاقی او حقوقی مسوليت له مخې  دافغان ولس سره  بايددداسي دولت په جوړېدوکي مرسته وکړي چي له يوې خوادافغان ولس لپاره دمنلو وړوي اودبلې خوادافغانستان دروښانه راتلونکي لپاره دافغان ولس دپرمختگ له هغه کاروان سره مخالفت ونکړي کوم چې غواړي دنړيوالوسره دسالمې سيالی جوگه شي .

پدې ټکوخپله ليکنه رانغاړم ،داورځ راتلونکې ده چي زمودکلو اوښارونوپه کوڅوکښي به هم دخوښيو اواز پورته سي اوله دغه راپېښ غم نه به افغان غيرتی ولس دتل لپاره نجات ومومي  . ومن الله التوفيق